څه موده وړاندې مې په فېسبوک کې یو ملګري ته چې له وروستیو پېښو وروسته پاکستان ته کډوال شوی پیغام ولېږه او پوښتنه مې وکړه چې څنګه یې؟ هغه سبا زما پیغام ځواب کړ. ما د هغه د وټس اپ شمېره وغوښته چې زنګ ورته ووهم، هغه آنلاین نه و او سبا یې خپل نمبر لېږلی و. ما د هغه وټس اپ ته پیغام واستاوه، خو ومی لېدل چې آنلاین نه دی. تاسو هم ښايي ځینې وختونه په پاکستان کې له خپلو ملګرو سره په تماس کې له ورته ستونزو سره مخ شوي وئ. هغه کسان چې د وای فای انټرنېټ کاروي د برېښنا د بې ثباتۍ له امله ډېری وختونه آنلاین نه وي.
ملګري می وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ډېری وخت برېښنا نه وي. کلونه وړاندې کله چې موږ په پاکستان کې کډوال وو، آن په لیرې پرتو کمپونو کې، موږ نسبتا ښه برېښنا لرله، او ډېر کم وخت به د څو ساعتونو لپاره برېښنا پري کېده. د کوټې په ښار کې هغه مهال ګاز ډېر و او نږدې ټولو کورونو کې کافي او دوامداره ګاز موجود وو. خو اوس داسې نه ده. پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی. کارپوهان وايي چې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ یو لامل د منځنۍ اسیا بازار ته د پاکستان د لاسرسي او له هغه ځایه د انرژۍ د واردولو هیله وه. خو د طالبانو ملاتړ نه یوازې پاکستان ته د منځنۍ اسیا بازار نه دی پرانیستی، بلکې په بلوچستان کې چې د انرژۍ له پلوه د هېواد تر ټولو بډایه ایالت دی، د حکومت ضد بریدونو د زیاتوالي په ګډون په دغه هېواد کې دننه ګڼې ننګونې هم رامنځته کړې دي.
د پاکستان د انرژۍ په اړه د خبرونو او رپوټونو په څېړلو سره کولای شو د بحران ژوروالی او هغه خطرونه درک کړو چې زموږ جنوبي ګاونډی په راتلونکو کلونو کې ورسره مخ دی. د پاکستان د پټرولیم ریاست په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکلي چې د تېلو او ګازو په کورنیو زېرمو کې ډېر څه نه دي پاتې. ویل شوي، چې د پاکستان د تېلو ۸۰ سلنه په ګوته شوې زېرمې مصرف شوې او څه چې پاتې دي، د هېواد د اوسنۍ تقاضا له شاوخوا یو نیم کال سره برابر دي. دا چې د تېلو د مصرف لویه برخه له بهره ترلاسه کېږي، نو د همدې تولید له کچې سره به په راتلونکو نهو کلونو کې د پاکستان په کورنيو زېرمو کې نور تېل نه وي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې “ایکسپریس ټریبیون” د ډسمبر د ۱۹مې نېټې د سر کرښې له مخې، که پاکستان د غیر استخراجي انرژۍ په برخه کې پانګونه ونه کړي، نو ډېر ژر به په بشپړه توګه پر وارداتي انرژۍ بسیا شي. دا بسیا کېدل به د پاکستان د حکومت اوسني مالي حالت ته په کتو سره ډېر ستونزمن وي. د پاکستان د تېلو د ادارې په وېبپاڼه کې سږ کال پنځه مطبوعاتي اعلاميې خپرې شوي چې څلور يې د تېلو د بهرنيو سرچينو د موندلو لپاره د دغه هېواد له هڅو سره تړاو لري.
قزاقستان، ترکمنستان، اذربایجان او قطر له پاکستان سره د انرژۍ د رسولو په اړه د خبرو او معاملو اړخونه دي. قطر ژمنه کړې چې د لسو کلونو لپاره به هر کال پر پاکستان درې میلیونه ټنه مایع ګاز پلوري. خو د ګازو دغه اندازه د ۲۲۵ میلیونه وګړو د یوه هېواد لپاره چې کورنۍ سرچینې یې په ختمیدو دي، د پام وړ اندازه نه ده. د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ټاپي پروژې د بشپړولو لپاره د ترکمنستان او پاکستان تر منځ ناستې زیاتې شوې او پاکستانيان هیله من و چې له منځنۍ اسیا څخه پاکستان ته د انرژۍ د غځولو بهیر چټک شي. خو په عمل کې هغه هېواد ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو له زیاتوالي پرته په دې برخه کې بل پرمختګ نه دی شوی. له قزاقستان سره هم د انرژۍ په اړه خبرې روانې دي، خو د پایپ لاین نشتوالي او همدارنګه د سړک او ټرانزیټ ستونزو د پاکستان لپاره د قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا د انرژۍ سرچینو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی. له بدخشان څخه د لنډې ترانزیټي لارې د پرانستو لپاره د دغه هېواد هڅې چې په افغانستان کې د خلکو له غبرګونونو سره مخ شوې، د دې ښکارندویي کوي چې دغه هېواد د انرژۍ لپاره ډېر تږی دی. تر دې دمه کومه لنډه او سمدستي لاره نه ده موندل شوې او لکه څنګه چې د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ راهیسې د دغه هېواد لاسوهنې او نیواکګري سیاستونه له منځنۍ اسیا د هند نیمه وچې ته د انرژۍ د نل لیکې د غځولو د مخنیوي یو لامل دی او د واخان د احتمالي نیواک ستونزه هم بدې اغیزې لرلي.
بله سرچینه چې پاکستان ورڅخه د انرژۍ د واردولو پلان لري اذربایجان دی. د روان کال په جون میاشت کې په اسلام اباد کې د اذربایجان سفیر ښاغلي خضر فرهادوف د پاکستان د انرژۍ له وزیر مصدق ملک سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د پاکستان د انرژۍ په سکتور کې پانګونه وکړي او هم به پر دې هېواد تېل او ګاز وپلوري. تېره اوونۍ پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې به آذربایجان پاکستان ته شل زره ټنه ګاز صادر کړي او په جنورۍ میاشت کې به د روسیې او پاکستان د تېلو وزیران له روسیې پاکستان ته د خامو تېلو د صادراتو په اړه هم خبرې وکړي. په حقیقت کې پاکستان د انرژۍ لپاره د خپلې تلپاتې تندې د ماتولو لپاره په هره برخه کې هڅې کوي، خو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د بې ثباتۍ، او مخ په زیاتیدونکي کړکېچ په تېره بیا د پاکستاني طالبانو ګواښونه یو تیاره راتلونکی انځوروي او داسې نه ښکاري چې دا هڅې به مطلوبې پایلې ته ورسېږي. په داسې یو حالت کې چې د هېواد د انرژۍ کورنۍ سرچینې کمې دي، متفرقه قراردادونه او د ټانکرونو واردات د پاکستان ستونزه نشي حل کولی. له همدې امله د تاپي او د افغانستان له خاورې د نل لیکې د غځولو موضوع تل د پاکستان د انرژۍ د چارواکو په خوله وي. خو دا هیله لږ تر لږه په لنډه موده کې د لاسته راوړلو وړ نه ښکاري.
د پاکستان د انرژۍ د کلنۍ سروې په راپور کې ویل شوي چې د انرژۍ په برخه کې پراته خنډونه د دغه هېواد د کرارې اقتصادي ودې اصلي لامل دی. د پورته ذکر شوې سروې له مخې، د انرژۍ تقاضا به په راتلونکو څو لسیزو کې په چټکۍ سره زیاته شي، او «د هېواد د انرژۍ په سیسټم کې له بنسټیز بدلون پرته» به د غوښتنې د زیاتوالي له امله رامنځته شوي فشارونو ته به ځواب پیدا نشي. د پاکستان د انرژی وزارت لخوا ذکر شوی بدیل غیر حرارتي انرژۍ ته بدلون دی. ظاهراً د هېواد د انرژۍ پالیسي جوړونکي په دې پوه شوي چې د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو زېرمو ته سترګې په لار پاتي کېدل هم له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو د پېچلتیا او په راتلونکي کې د تېلو او ګازو د وارداتو د لګښت له امله دا به د پاکستان د مخ پر زیاتېدونکي انرژۍ ستونزې حل نه کړي. تر اوسه په دې برخه کې ډېر څه نه دي شوي او د تېلو او ګازو تر څنګ چې د ترانسپورت او صنايعو د چلولو لپاره کارول کېږي، د هېواد ۶۱ سلنه برېښنا له (حرارتي) تېلو توليدېږي. د پاکستان ۲۴ په سلو کې د اوبو برېښنا، ۱۲ په سلو کې اټومي او يوازې ۳ په سلو کې د تجديد وړ سرچينو (لمر او باد) څخه ده. د برېښنا د تولید اوسني ماډل چې نږدې دوه پر دریمه برخه د تېلو انرژۍ پورې اړه لري بېرته معکوس کول یې ډېرې پانګونې ته اړتیا لري. آن که مالي سرچینې او د پانګونې اقدامات هم شتون ولري، دا به د اوسنی تشې ډکولو کې ډېر وخت ونیسي. په ورته وخت کې، هر کال د انرژۍ لپاره د هغه هېواد تقاضا په چټکۍ سره زیاتېږي، چې دا حالت کار نور هم ستونزمن کوي.
د انرژۍ ستونزه د خلکو په تولید او ژوند باندې نېغ په نېغه اغیز لري. د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان شاوخوا ۴۰ سلنه کورنۍ د خوراکي توکو له سخت او منځنۍ ناامنۍ سره مخ وې او د دغه هېواد له ۷۷ سلنې زیات خلک د ورځې له ۵،۵ ډالرو کم عاید درلود.