د سترو ارمانونو د ټولیز کېدو او د پرګنو په منځ کې د هغو د پراختیا لپاره ترانې او د ځانګړې موخې لپاره ویل شوي سندرې یوه له اغېزناکو وسیلو ګڼل کیږي، داسې سندرې چې د خلاصون پيغام، د ازادۍ پيعام، د پېوستون پیغام د عدالت پيغام او د سترو انساني ارزښتونو پیغام ولري. هغه هیوادونه چې د ښکیلاک او یا استبداد تر جغ لاندې وو، د ازادۍ او خلاصون لپاره یې د مبارزې وړتیا او حماسي ځوږ ته اړتیا لرله او هغه کسان چې د حماسې اور یې بل ساتلی وو، هنرمندان، شاعران او سندرغاړي وو.
په افغانستان کې، د جګړو له پیل راهیسې، د هنر، په ځانګړې توګه د موسیقۍ بهیر مخ پر ځوړ روان دی او لږ تلپاتې سندرې تولید او خپرې شوې دي. که استثنايي موردونو لکه د استاد مددي د «وطن عشق تو افتخارم» له سندرې، د ښاغلي داوود سرخوش د «سرزمین من» له سندرې او د خدای بښلي اولمیر له « دا زموږ زیبا وطن» له سندرې تېر شو نو لږ داسې هنري اثار وینو په عامه توګه منل شوي وي او د یوه پرتمین پیغام په لرلو سره یې پر ګنو ته لاره موندلې وي او پر هغوی یې اغېز کړی وي.
طالبان، القاعده او د هغوی همفکره ډلې، له خپلې سختې او له تعصب ډکې ایډیالوژۍ سره سره، د سندرو د هنر له ارزښته خبرې دي او د خپل پيدايښت او خپلې لومړۍ واکمنۍ له وخته او بیا تر وروستیو شلو کلونو پورې توانیدلي چې خپلې حماسې ترانې تولید کړي او له دې لارې خپل پيغام د افغانستان د ټولنې بیلابیلو پاړکیو او ان لېریو پرتو کلیو ته ورسوي او د ټولنې په ځینو برخو کې له ځان سره یو ډول عاطفي پېوستون رامنځته کړي. همدا کار د فلسطينيانو او نورو ډلو له خوا هم وشو چې د يوې ځانګړې موخې او مقصد لپاره يې جګړه کوله. په دې توګه هغوی وکړای شول چې خپل پیغام ملیونونو مخاطبانو ته ورسوي او د خپلې وطنپالې قضیه ژوندۍ وساتي. دا د ایډیالونو په تعقیب کې د هنر د اهمیت او اغېزناک رول د درک کولو او د هغو په ګټه د احساساتو د راپارولو په مانا دي.
په مقابل لوري کې د جمهوریت په شلو کلونو کې، له دې سره سره چې د رسنیو او هنري فعالیتونو لپاره پراخه ازادي وه، په منځنۍ کچه له ځینو پايښت نه لرونکو کارونو پرته، په دې برخه کې هیڅ داسې د پام وړ فعالیت نه دی شوی چې د پرانېستې فضا پر لور د خلکو په بیولو کې مرسته وکړي. نه د هغه وخت حکومت دې موضوع ته پام وکړ، چې داسې اثر وړاندې کړي چې د ترهګریزو سندرو او ترانو مقابله وکړای شي او نه نا دولتي بنسټونو داسې کوم کار وکړ. له همدې امله، که په پام کې وي، چې په کوم ملي منسابت سندره خپره شي نو له ناچارۍ باید د څو لسیزو وړاندې له تولیداتو کار واخلو.
افغانستان اوس د خپلو دورو په تر ټولو بد حالت کې دی او له دغه وضعیته د خلاصون لپاره باید حماسه وپنځول شي. خلک اړتیا لري چې له بې حرکته حالته راووځي او دا ناهیلي او د انګېزې نشتوالی باید پر هیلې او خوزښت بل شي. راتلونکي نسلونه باید ډارن او اېل کېدونکي نه وي او ډارنتوب او د هوډ نشتوالی باید د ملت په روان کې بنسټيز نه شي. د دې کار لپاره د حماسې پنځولو، مرال ورکولو، د نهیلۍ ورکولو او د ایډیالونو طرحه کولو ته اړتیا ده. د دغه راز موخې لپاره له موسیقۍ پرته بله اغېزناکه وسیله نشته. اوس د دې وخت دی چې د هیواد شاعران او سندرغاړي د نويو اثارو د تولید لپاره خپل لسټوني رابډ وهي او ښه سندرغاړي یې په تلپاتو سندرو بدل کړي. رسالت لرونکی هنر مات شوی ملت بېرته په پښو درولای او ستړي او رنځور روحونه تازه او اوغوړولای شي. که وغواړو چې یو نوی روایت رامنځته کړو، چې پر ازادۍ او انساني برابرې ولاړ وي، باید له هنر، شعر او ترانې په ښه توګه ګټه واخلو. نوې لومړنۍ حماسي سندره به څوک کمپوز کړي؟