د هېواد په شمال ختیځ کې د بدخشان په غرنیو سیمو کې چې سختې لارې لري، داسې خلک شپې او ورځې تېروي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسي نه لري. د لېرې پرتو سیمو دغه خلک د درملو پر ځای نشه یي توکي کاروي او د ژمي د څيلې شپې د تریاکو په ګرمۍ کې سبا کوي. ډیری دا کورنۍ له دې پرته چې پر نشه یي توکو د اخته کېدو زیانونو او خطرونو ته پام وکړي، د خپلو ناروغانو درملنه د نشه یي توکو په کارولو سره کوي.
ماه پيکر (مستعار نوم) يوه ٤٥ کلنه ښځه ده چې د بدخشان د اشکاشم په سرحدي ولسوالۍ کې ژوند کوي. هغه د دریو لوڼو او دوو زامنو مور ده. د منځنی عمر لرونکې دغه ښځه له ۱۱کلونو راهیسې تریاک کاروي. د یوې میرمنې له خوا تر یوې لسیزې زیات د تریاکو کارول ټکان ورکوونکي دي. خو ماه پیکر له دغې زهرجنې مادې سره د ځان د يوولس کلنې ملګرتيا لامل د خپلو دردونو درملنه ګڼي. هغه دردونه چې ډاکټر ته د ورتګ او د درملو په اخیستو یې درملنه کیدای شي.
ماه پيکر ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، په کومه سيمه کې چې دا ژوند کوي، کلينيک او روغتيايي مرکز نشته. د پامير له غرونو هغه هم په خورا سخته هوا کې روغتيايي مرکزونوته په ډیرې سختۍ سره رسیدل، پر نشه يي توکو د خپلو دردونو د درملنې لامل ګڼي. لېرې پرتو کلیو ته د حکومتونو له لوري نه پاملرنه، ماهپیکر او د کلیو په سلګونو نور نارینه او ښځې د تریاکو کارولو ته اړ کړي دي.
د اشکاشم ولسوالۍ دغه اوسېدونکې زیاتوي: «موږ غریب او بې وسه خلک یو. زموږ په کلي کې داسې هیڅ څه نشته چې د درملو په توګه یې وکاروو.د کور ګرمولو لپاره سوځولو ته څه نه لرو. ژمی ډیر سوړ و، د ګرمېدو لپاره له نشه يي توکو کاراخلو. زموږ په کلي کې درمل پیدا نه شول او ډاکټر هم نه و، موږ ناروغان وو، نو همدا مو وکارول.» د ماه پيکر او د اشکاشم د نورو اوسېدونکو په وینا، نه يوازې دوى، بلکې د مایمی، نسي، شغنان، زېباک، واخان، درواز او شکي په ګډون د سرحدي ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر کليوال د ورته موخې لپاره تریاک کاروي. هغوی د درد د تسکین او د زکام، رواني درملنې او عصبي ناروغیو په ګډون د ډیرو ناروغیو درملنې لپاره تریاک کاروي. درنې واورې، سخته سړه هوا او له کلیو نه د ولسوالیو تر مرکزونو پورې د لارو خرابوالی هغه لاملونه دي، چې روغتیايي مرکزونو ته د دغو ولسوالیو د کلیوالو د تګ مخه نیسي.
د اشکاشم اوسېدونکي وايي، په داسې شرایطو کې چې د بې وزلۍ او د بې روزګارۍ ډېرېدو یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی، د خپلو دردونو او ناروغيو د درملنې ترڅنګ د خپل بدن د ګرمولو او د ژمي له يخنۍ سره د مقابلې لپاره د تریاکوکارول ورته يوازينی د لاسرسی وړ غوراوی دی.
شبنم (مستعار نوم) د اشکاشم یوه بله شاوخوا ۶۵ کلنه اوسېدونکې ده. دا وايي، چې کله يې ماشومان په موسمي ناروغيو لکه سينه بغل، ټوخي، زکام او جسمي او روحي دردونو اخته شي، نو د درملو او ډاکټرانو د نشتوالي له امله ترياک ورکوي.
شبنم زیاتوي: «موږ تریاک د درد د کمولو د درملو په توګه کاروو، کله چې موږ پخپله یا زموږ ماشومان پر ټوخي او سینه بغل اخته کیږي، له تریاکو کار خلو. هغه یو بل ځانګړی ښه والی لري چې ګرم دي. هغه په سړه هوا کې سړی تودوي. کله چې په ځان کې ځيني نور تکلیفونه پيدا کیږي، بیا موږ د جوشنده ګولۍ پرځای په چای کې د نخود یا لوبیا په اندازه تریاک اچوو او څو دقیقې وروسته درد په کرارېږي.
د بدخشان په سرحدي ولسوالیو او په ځانګړې توګه په درواز کې چې له چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري، د تریاکو کارول کومه نوې خبره نه ده. د روږدېدو دغه دود د کورنيو له مشرانو نه کشرانو ته په ميراث پاتې دى او د دې لامل شوى چې د دې ولسوالۍ ډیری اوسېدونکي پر نشه يي توکو روږدي شي.
د بدخشان د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د تریاکو د کارولو او د درملنې د یوې لارې په توګه د هغو د دودېدو د دوام پلوي نه دي. هغوی وايي، په خپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا غواړي. د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکى ۴۵ کلن عبدالله وايي، چې د درملو او ډاکټرانو د نشتوالي له امله يې له ماشومتوبه د ترياکو کارول پيل کړي او اوس پرې روږدي شوى دى. هغه چې له بېکارۍ سره هم مخ دى، زياتوي: « درمل او درملنه شته، ډاکټر نشته، روغتيايي مرکز نشته، خواړه نشته او د ماشومانو لپاره قلم او کتابچه نشته. زما د نشه یي توکو د کارولو اصلي لامل همدا دی. زموږ پلار هم د کلينيکونو، ډاکټرانو، درملو او درملنې د نشتوالي له امله ورته ستونزه درلوده. هغه نشه يي توکي کارول او اوس یې په عمل بدل شوي دي.»
د تېرو حکومتونو او پر هېواد د اوسني واکمن رژیم د چارواکو له ژمنو سره سره، د بدخشان د کلیوالو سیمو اوسېدونکو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د روان کال په لیندۍ میاشت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق په مشرۍ یو پلاوی د بدخشان مرکز فیض اباد ښار ته تللی و، چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د روغتیايي چارو وضعیت وارزوي. د طالبانو دغه جګپوړي روغتيايي چارواکي د بدخشان له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې به يو روغتيايي مرکز او د دغه ولايت په يو شمېر سرحدي ولسواليو کې به يو شمېر نور مرکزونه جوړ کړي، څو روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره شي. تر اوسه په دې تړاو کوم اقدام نه دی شوی. خو د بدخشان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغو ژمنو عملي کېدو ته هیله من نه دي. ځکه د تېرو حکومتونو له ځايي چارواکو او لوړ پوړو چارواکو نه يې په وار وار دا ډول ژمنې اورېدلې، خو هېڅکله عملي شوي نه دي.
بدخشان ۲۷ ولسوالۍ لري او د شته شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې ۳۱ روغتیايي مرکزونه، ۱۵جامع روغتیايي مرکزونه، ۶۶ کوچني روغتیايي مرکزونه، ۲۲ ګرځنده روغتیايي ډلې، ۲۹ روغتیايي جونګړې، دوه منځني روغتونونه او یو لوی روغتون فعالیت لري. خو دغه روغتیايي مرکزونه ددغه ولایت نفوس او مساحت ته په کتو خورا لږ ګڼل کیږي . د بدخشان د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي له ځايي چارواکو غوښتنه کوي چې د روغتیايي مرکزونو شمېر ته نه، بلکې د کلیو او ولسوالیو ترمنځ واټن ته په پام سره نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
که څه هم اوسمهال په بدخشان کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه پنځه روغتایي مرکزونه شته، خو شمېرې ښيي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولايت نږدې ٧٠ زره اوسېدونکي پر نشه يي توکو روږدي دي. د چارو شنونکي په دې باور دي چې طالبان د دې ډلې وضعیت او له ګاونډیو سره د دې ډلې سیاسي او امنیتي اړیکو ته په پام سره، د تریاکو د کارولو ستونزه، هغه هم د روغتیایي مرکزونو د نشتوالي له امله نه شي حل کولای.