بالاخره انتظار پای ته ورسېد او د اسراییلو پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کې پر څو پوځي اهدافو بریدونه وکړل. ډیری پر دې باور دي چې دا برید هغه ډول نه و چې اسراییلي چارواکو یې په تېرو پنځه ویشتو ورځو کې په تړاو په مکرر ډول خبرې کړې دي. د بېلګې په توګه د اسراييلو د دفاع وزير يواف ګالانټ ویلي وو چې «نړۍ به پر ايران له بريد وروسته د اسرايلو ځواک درک کړي». البته، د اسراییلو د برید کمیت او کیفیت او په پایله کې رامنځته شوي زیانونه لا تر اوسه په سمه توګه نه دي څرګند شوي. خو تر اوسه پورې لکه څنګه چې ایراني او غیر ایراني رسنیو اعلان کړی، د زیان کچه ټیټه ده او له هغه څه سره برابره نه ده چې تبلیغ یې کېده. د اسراییلي ورځپاڼو خبرونه هم ښيي، چې د برید د نوعیت په تړاو یو ډول کورنۍ نارضایتي شته. د «زموږ کور اسراییل» ګوند مشر اویګډور لیبرمن چې د سیکولرو سخت درېځو له ډلې دی، د وړمې شپې برید «نمایشي او تبلیغاتي» بللی او ایران ته یې د رښتیني زیان اړولو غوښتنه کړې ده.
اوس، هغه پوښتنه چې ځواب ته اړتیا لري دا ده: ایا شخړه پای ته رسیدلی، که به نوره هم زیاته شي؟
۱ـ دا چې برید درانه زیانونه نه دي اړولي، له تهران سره مرسته کولای شي چې له متقابلو عملیاتو ډډه وکړي. تر دې دمه د ایران په ځانګړې توګه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرو شویو اعلامیو کې داسې کوم څرک نه لیدل کېږي چې د اسراییلو پر وړاندې د ژر ځواب ورکولو ښودنه وکړي. پر دې سربېره، اسراییلي او لوېدیځو رسنیو ادعا کړې چې تلابیب د یوه درېیم ځواک له لارې تهران ته مخکې له مخکې خبر ورکړی و، څو د ځواب له ورکړې ډډه وکړي. ان داسې ویل کېږي چې د برید د وخت او اهدافو په تړاو خبرې شوې دي. البته تر اوسه ایرانی او اسراییلي اړخونو د دې ادعا د تایید یا رد په تړاو څه نه دي ویلي. امریکایانو هم ویلي، چې اسراییلو هغوی ته د برید د وخت په اړه مخکې له مخکې معلومات ورکړي وو. پورته ټکي ښیي چې د ډیپلوماسۍ ماشین په حرکت کې و او د روان وضعیت په کچه یې د شخړو د زیاتېدو مخه نیولې ده.
۲- که فرض کړو چې د ایران اسلامي جمهوریت دغچ اخیستو نیت ولري، نو بیا هم ژر اقدام نه کوي. څرګنده ده چې تهران د تلابیب پرتله ډېره هڅه کوي چې د ترینګلتیا له زیاتېدو ډډه کوي، څو د جګړې په لومه کې ونه لوېږي. دا ادعا چې اسراییل غواړي د ایران اسلامي جمهوریت په یوې اوږدمهاله جګړه کې ښکیل کړي، په ایران کې [په ځانګړي ډول د اصلاح طلب اړخ ترمنځ] پلویان لري. له همدې امله، تهران هڅه کوي چې په هغه وخت ځواب ورکړي چې د ځان لپاره یې مناسب ګڼي. تر هغه وخته پورې به یې لا ډیپلوماتیکې هڅې له ځواب ورکولو راوګرځوي یا به یې د احتمالي برید پر کمیت او کیفیت اغېز وکړي؛ دقیقاً هغه څه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له اسراییلو سره وکړل. ډېری پر دې باور دي چې که د بایډن هڅې نه وای، ښایي د اسراییلو د وړمې شپې برید تر هغه څه ډېر پراخ وای چې ترسره شو. له همدې امله، ډېر کسان د ایران پر اټومي او نفتي تاسیساتو د برید نه ترسره کېدل د بایډن او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د خبرو پایله ګڼي.
داسې ښکاري چې د حزب الله ملاتړ او د هغه د بیا انسجام هڅه کول د ایران لپاره د اسراییلو د برید پرتله خورا مهم دي. حزبالله په دې وروستیو کې ښه وضعیت نه لري، سره له دې چې د دې ډلې وسلهوال د اسراییلو له پوځ سره په ظاهره سرسختانه جګړه کوي. د تهران مصلحت په دې کې دی چې حزبالله منسجم وساتي، څو د اسراییلو پر وړاندې د یوه خنډ په توګه پاتې شي. په داسې شرایطو کې چې حزب الله د پخوا په څېر پیاوړی نه دی او ایران هم له اسراییلو سره مخامخ جګړې ته ور ودانګي، ښکاره ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت که زیانمن نه شي نو ګټمن به هم نه شي. نو همدې امله د شخړې پای ته رسېدل د حزبالله د بیا منسجم کولو زمینه برابرولای شي.
۳- د امریکا ټاکنې هم کولای شي د مخنیوي یو عامل ګرځېدای شي. دا ټاکنې چې د امریکا د ډيموکراټانو لپاره څومره مهم او برخلیک ټاکونکي دي، د ایران لپاره هم ډېر اهمیت لري. ډیموکراټان او تهران په یوه ټکي کې له یو بل سره تړل کیږي: د جمهوري پالو د نوماند ډونالد ټرمپ د نه ګټلو اړتیا. دا څرګنده ده چې د ټرمپ بریا د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ښه خبر نه دی؛ ځکه له هغه ښه خاطره نه لري. نو په داسې حال کې چې د امریکا تر ټاکنو لږ تر لږه لس ورځې پاتې دي، د کړکېچ زیاتېدل د ټرمپ په ګټه پرېوتلای شي. له همدې امله ښایي د ایران اړخ دا عامل له پامه ونه غورځوي او پر اسراییلو د برید په برخه کې بیا کتنه وکړي.
د په پورته ټکو په پام کې نیولو سره، دا احتمال ډېر نه دی چې ایران به اسراییلو ته ځواب ورکړي او دا ادعا کېدای شي چې شخړه پای ته رسېدلې ده؛ خو دواړه لوري به په نورو وختونو کې د یو بل ګټو ته له زیان رسولو هغه هم په غیر مستقیمه توګه ډډه ونه کړي.





