د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اوربند له ټینګېدو راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۳۶ فلسطیني وګړي وژل شوي او څه باندې ۶۰۰ نور ټپیان دي.
الجزیرې یکشنبه د نومبر پر ۲مه راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي او د درېیو نورو مړي بیا له کنډوالو رایستل شوي دي.
د راپور له مخې، یو بل کس هم په روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
په راپور کې راغلي چې لا هم د غزې په بېلابېلو سیمو کې خال خال بریدونه دوام لري او کورونه او زیربناوې هماغسې ویجاړې پرتې دي.
د یادونې ده چې یوه میاشت مخکې اسرائیل او حماس اوربند وکړ، خو لا هم پر سیمه د اسرائیل بمباري روانه ده.
تېره میاشت د اسرائیلو او حماس ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اوربند اعلان شو، خو پرلپسې بریدونه ښيي چې اوربند نازک دی او په غزه کې بشري بحران لا هم دوام لري.





