حماس اعلان کړی چې د جګپوړي مرکچي خلیل الحیه په مشرۍ پلاوی یې په استانیول کې د ترکیې د استخباراتو له مشر سره په غزه کې د اوربند پر وضعیت خبرې کړې دي.
الجزیرې پنجشنبه د نومبر پر ۶مه راپور ورکړی چې حماس ویلي، دا لیدنه د اسرائیل له خوا د اوربند له هوکړې پر سرغړاوي ورټوله وه.
حماس زیاته کړې چې اسرائیل لا هم په هغو سیمو کې چې د کنټرول لاندې یې دي، ډزې او بمباري کوي او د مرستې رسونې پر بهیر محدودیتونه لګوي.
دغه راز، په دې لیدنه کې د زیربناوو لکه د فاضلاب، سړکونو او برېښنا شبکو پر بیارغولو هم بحث شوی دی.
حماس ویلي چې خلیل الحیه د اوربند په ټينګولو کې د ترکیې له ونډې مننه کړې او د اشغال پر وړاندې یې د فلسطیني وګړو د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د دوامداره ملاتړ پر ارزښت ټينګار وکړ.
څه موده وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و چې ښکاري په غزه کې حماس د اسرائیل پرتله اوربند ته ډېر ژمن دی.





