د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند تړون په دویم پړاو کې ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې شوې دي.
الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې دا بندیان شنبه د جنورۍ پر ۲۵مه د څلورو اسرائیلۍ یرغملو په بدل کې ازاد شوي دي.
د الجزیرې په خبره، د دغو کسانو له ډلې ۱۲۱ کسانو یې د اسرائیلو په بندخونو کې د عمري بند سزا تېروله او ۷۹ نور بیا په اوږدمهاله بند محکوم شوي وو.
د راپور له مخې، په خوشې شویو فلسطینیانو کې تر ټولو زوړ ۶۹ کلن او کم عمره بیا ۱۵ کلن دی.
حماس یرغملې اسرائیلۍ سرتېرې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې برید پر مهال نیولې وې چې د اوربند تړون له مخې یې خوشې کړې دي.
اسرائیل ویلي چې یرغلمۍ له خپلو کورنیو سره یوځای شوې دي.
د یادونې ده چې دا د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند له تړون وروسته دویم وار دی چې د اسرائیلي یرغملو په بدل کې فلسطیني بندیان خوشې کېږي.





