د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد به یې په ډېر سختو شرایطو کې هم د فلسطینیانو ترڅنګ ولاړ وي.
د اناتولي خبري اژانس د راپور په حواله، اردوغان سهشنبه د اپریل پر ۹مه د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې تر دې دمه ترکیې غزې ته څه باندې ۴۵ زره ټنه مرستې لېږلې دي.
د نوموړي په خبره، دا د دې ښودنه کوي چې انقره په ډېرو سختو شرایطو کې هم له فلسطیني ولس سره ولاړه ده.
هغه زیاته کړې: «موږ به د یو خپلواک فلسطیني دولت تر جوړیدو پورې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.»
له دې وړاندې ترکیې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کلکې نیوکې کړې دي.
څه موده وړاندې اردوغان د ترکيې په پارلمان کې حماس یو «ازادي غوښتونکی سازمان» بللی و.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې سوداګرۍ وزارت نن اسراییلو ته د فولادو او سیمانو په ګډون د ۵۶ محصولاتو صادرات په غزه کې د اوربند تر اعلان پورې محدود کړل.