۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پاکستان ته په سفر کې ویلي چې اروپايي ټولنه د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه غور نه کوي.
هغه پنجشنبې د سلواغې په ۱۳مه په یوه ټویټ کې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر او د افغانستان په اړه د پاکستان له سیاسي او پوځي چاروکو سره د خبرواترو خبر ورکړی دی.
نیکلاسن زیاته کړې: «په داسې حال کې چې موږ نه غواړو افغانستان منزوي کړو، د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع پر مېز نه لرو، موږ د افغانستان د خلکو په ګټه د سیمه ییزې او نړیوالې تولنې د همکاریو د دوام د اړتیا په اړه هوکړه کړې.»
هغه د خپل سفر پرمهال په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر جوړېدو او د ښځو او ماشومانو له حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې ناوړه وضعیت کې د طالبانو محدودیتونه اړمنو افغانانو ته لوی ګوذار دی.
له بلې خوا، نیکلاسن د پېښور پر یوه جومات ځانمرګی برید په افغانستان او ددې هېواد په ګاونډیو کې د ترهګرۍ د ګواښ یادونه وبلله او زیاته کړې یې ده چې امنیتي ننګونو په هکله یې له پاکستاني پوځیانو سره کتنه او خبرې کړې دي.
طالبانو ډلې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ یو نیم کال تېرېږي، خو تراوسه دا ډله د هېڅ یوه هېواد له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.