د ۸صبح یادښت:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بېرته راستنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې ۸صبح د ځانګړو مرکو یوه لړۍ خپروي. په همدې لړۍ کې د ازادۍ جبهې له قوماندان جنرال محمد یاسین ضیا سره اوسنۍ مرکه په لیکلې بڼه شوې ده. د دې مرکې پوښتنې د ۸صبح یو شمېر ښځینه خبریالانو او لیکوالانو مطرح کړې دي.
د جنرال ضیا یادښت:
له ۸صبح ورځپاڼې په ځانګړې توګه د دې رسنۍ له ښځینه خبریالانو او لیکوالانو مننه کوم چې مهمې او په ځینو مواردو کې ستونزمنې پوښتنې یې په ډېر دقت او څرګندتیا مطرح کړې دي. د دغو پوښتنو د پام وړ برخه، سره له دې چې د طرحې بڼه یې توپیر لري، پر ګډو موضوعاتو راڅرخي؛ لکه د ښځو حقونه او مقام، راتلونکی سیاسي نظام، د تېرې تجربې پر وړاندې حسابورکونه، د واک راتلونکی، د واک د انحصار او د کورنۍ جګړې مخنیوی، د طالبانو د مخالفو جریانونو همغږي او په افغانستان کې د بدلون د څرنګوالي په اړه لرلید.
له همدې امله د هرې پوښتنې پر وړاندې د جلا جلا ځواب ورکولو پر ځای چې په ناچارۍ سره به د مطالبو د تکرار او د مرکې د اوږدېدو لامل شي، ما پوښتنې د ګډې محتوا له مخې په څو اساسي محورونو وېشلې او هڅه مې کړې چې په هر محور کې مطرح شویو ټولو اندېښنو او پوښتنو ته ځواب وویل شي. په دې توګه، له تکراره مخنیوی کېږي او د افغانستان د راتلونکي په اړه پر بنسټیزو مسایلو او زموږ پر لیدلوري د لا ډېر تمرکز زمینه برابرېږي.
زما په باور، په ځانګړې توګه د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې د دغو پوښتنو ځواب باید یوازې د ژمنو او تکراري شعارونو ټولګه نه وي. د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځې او هغه ځوان نسل چې په تېرو کلونو کې یې تر ټولو لوړه بیه پرې کړې، حق لري چې له هر هغه جریانه چې د بدلون او آزادۍ لپاره د مبارزې ادعا کوي، د تېر وخت، د نن ورځې د پلان او د افغانستان د سبا د تصویر په اړه روښانه او د سنجولو وړ ځواب وغواړي.
یو: ښځې، بنسټیز حقونه او د سیاسي معاملې د نه کېدو تضمین
لومړی باید یو اصل روښانه کړو: د ښځو حقونه داسې امتیاز نه دی چې کوم حکومت یا سیاسي جریان یې ښځو ته ورکړي. زدهکړه، کار، د انتخاب آزادي، سیاسي مشارکت او په پرېکړو کې ونډه د ښځو له طبیعي او مدني حقونو دي او باید د هر هغه میکانیزم په چوکاټ کې چې د لېږد پړاو لپاره طرحه کېږي او دغه راز د دایمي نظام په اساسي قانون کې په څرګند او له تبعیض په پاک ډول تضمین شي.
د افغانستان د سیاسي تاریخ له ترخو درسونو یو دا دی چې د ښځو حقونه څو ځله د سیاسي معاملو او مصلحتونو موضوع ګرځېدلي دي. دا تېروتنه باید تکرار نه شي. هر ډول سیاسي هوکړه، ان که د یوې هر اړخیزې سولې د بهیر په نوم وي، د ښځو د زدهکړې، کار او سیاسي مشارکت حقونه به یې له اساسي او بنسټیزو مواردو وي.
له طالبانو وروسته په یوه انتقالي دوره کې، د ښځو پر وړاندې د ټولو له تبعیضه د ډکو فرمانونو لغوه کول او د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او کاري چاپېریالونو بېقیدوشرطه پرانیستل باید له لومړنیو پرېکړو وي. هغه نجونې چې کلونه له زدهکړو محرومې پاتې شوې دي، جبراني ښوونیزو پروګرامونو ته هم اړتیا لري، څو د له لاسه تللو فرصتونو یوه برخه بېرته ترلاسه کړي.
خو وروستی تضمین یوازې د یوه مشر یا یوه مبارز جریان په ژمنه پورې نه محدودېږي. واقعي تضمین اساسي قانون، خپلواکې محکمې، ځوابویونکي بنسټونه، مدني ټولنه، آزادې رسنۍ او د پرېکړو په مرکزونو کې د ښځو ماناداره حضور دی.
دوه: که زه د افغانستان د یوې نجلۍ پر ځای وای، له سیاسي مشرانو به مې څه غوښتل؟
که زه د هغې نجلۍ پر ځای وای چې پنځه کاله له ښوونځي، پوهنتون، کار او د ټولنیز ژوند له یوې سترې برخې محرومه شوې ده، ښایي نور مې د سیاسي مشرانو پر ژمنو باور نه کاوه.
ما به نه ویل چې زما حق راکړئ؛ ویل به مې چې هغه حق چې له پیله زما و، په رسمیت یې وپېژنئ.
غوښتنه به مې کوله چې هېڅ مشر، ملا، قوماندان یا سیاستوال نور حق ونه لري چې زما پر ځای زما د زدهکړې، کار او راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي. دغه راز به مې پوښتنه کوله چې ښځې ستاسو د نن ورځې د پرېکړو په بهیر کې چېرته دي، نه دا چې په احتمالي راتلونکي حکومت کې به د هغوی لپاره څه ژمنه کوئ.
له همدې امله، موږ باید له ښځو ونه غواړو چې یوازې زموږ پر خبرو باور وکړي. دا باور باید د پرېکړو په جوړښتونو کې د ښځو د واقعي حضور، د عملي کېدونکو قوانینو او د سنجولو وړ کړنو له لارې ترلاسه شي.
درې: په سیاسي جوړښت او پرېکړو کې د ښځو حضور
په دې برخه کې باید د «له ښځود ملاتړ» او «د ښځو د مشارکت» ترمنځ توپیر وشي. افغان ښځې باید یوازې د سیاسي جریانونو د ملاتړ موضوع نه وي؛ هغوی به پخپله د افغانستان د نن او راتلونکي مشرانې او پرېکړهکوونکې وي.
موخه باید دا وي چې د ښځو رول د مشورتي او سمبولیک حضور له کچې واوړي او په سیاسي پرېکړو، د سیاستونو په جوړولو، ډیپلوماسۍ، عامه ادارې او رهبرۍ په جوړښتونو کې واقعي حضور ولري.
موږ هم باید خپل فعالیتونه پر همدې معیار وسنجوو. هر ځای چې زموږ په سیاسي جوړښتونو کې د ښځو حضور کافي او متناسب نه وي، د شته وضعیت د توجیه کولو پر ځای باید هغه اصلاح شي. په راتلونکي افغانستان کې د برابرۍ خبره نه شو کولای، که همدا اصل په خپلو اوسنیو سیاسي جوړښتونو کې عملي نه کړو.
تر کومه ځایه چې په ازادۍ جبهې پورې اړه لري، زموږ اوسنی وضعیت مطلوب وضعیت نه دی. د ښځو ضد طالبانو ډلې پر وړاندې میداني مبارزه ستونزمنه او پېچلې ده. ګڼې ښځې او نجونې د نارینهوو ترڅنګ د جبهې په ټولو کچو کې حضور لري. د ازادۍ جبهه د دغو زړورو ښځو په غوښتنه، په جبهه کې د هغوی له هویت او موقف له افشا کولو ډډه کوي؛ خو په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان خلک د خپل هېواد د دغو اتلو ښځو او نجونو د مېړانې، قربانیو او سرښندنو کیسې او روایتونه واوري، چې د آزادۍ په دې ستونزمنه او له خطره ډکه لار کې یې ترسره کړې دي.
د افغان نجونو او ښځو اتلولیو چې د هېواد د آزادۍ لپاره د مبارزې په ډګرونو کې یې د خپلو مبارزو وروڼو ملاتړ او ملتیا کړې، په ځلونو یې د کوبانی د کرد نجونو را په یاد کړې دي؛ هغو نجونو چې د داعش پر وړاندې د خپلې خاورې د دفاع لپاره یې سرښندنه او مبارزه د بېلګې وړ ده.
څلور: که طالبان له واکه لېرې شي، څوک به حکومت کوي؟
هیڅ سیاسي یا پوځي جریان یوازې د دې له امله چې له طالبانو سره یې مبارزه کړې، پر افغانستان د واکمنۍ حق نه ترلاسه کوي.
د پخوانیو سیاسي او پوځي جریانونو له تاریخي تېروتنو یو همدا تصور و چې په جګړو کې بریالۍ جبهې او سازمانونه د سیاسي واک خاوندان هم ګرځي. زموږ له نظره، باید دا لړ ۍ ودرېږي .
د طالبانو د واک له پای ته رسېدو وروسته به هېواد یوې محدودې او د مشخص مهالوېش لرونکې انتقالي دورې ته اړتیا ولري. د داسې انتقالي ادارې دنده باید دا نه وي چې د یوه جریان واکمني ټينګه او پیاوړې کړي ، بلکې د امنیت ټینګښت، د دولت د بنسټیزو ادارو بېرته فعالول، د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د زمینې برابرول، د آزاد سیاسي چاپېریال رامنځته کول او د یوه مشروع ملي بهیر له لارې د راتلونکي نظام د ټاکلو لپاره د هېواد چمتو کول وي.
د دې بهیر په پای کې باید خلک د آزادو ټاکنو، ټولپوښتنې یا هر هغه بل ډیموکراتیک میکانیزم له لارې چې قانون یې وړاندوینه کوي، پرېکړه وکړي چې راتلونکی حکومت به څوک رهبري کوي. ان هغه جریانونه چې د وضعیت په بدلون او د طالبانو د واک په ماتولو کې یې رول درلود، که غواړي حکومت وکړي، باید د نورو په څېر خلکو ته مراجعه وکړي او رایې ترلاسه کړي.
افغانستان د هېڅ ډلې جنګي غنیمت نه دی او نه باید وي. بلخوا، د ازادۍ جبهې د مبارزې د لرلید عمومي کرښې د «افغانستان د آزادۍ په منشور» کې ترسیم شوې دي. د جبهې له نظره راتلونکی سیاسي نظام به یو غیرمتمرکز جوړښت وي چې د واک بنسټونه به له مرکزه تر ولایتونو او ولسوالیو پورې د خلکو له خوا ټاکل کېږي. خو بیا هم ټینګار کوم چې د ازادۍ جبهه نه غواړي خپله نسخه پر افغانستان تحمیل کړي. د جبهې هڅه او مبارزه پر دې متمرکزه ده چې خلک یو ځل بیا پر خپلې خاورې او برخلیک واکمن شي. د ازادۍ جبهه د ویانا د بهیر په ګډون له نورو جبهو، سیاسي، مدني، کلتوري او ټولنیزو جریانونو سره په بېلابېلو چوکاټونو کار کوي، څو د افغانستان د راتلونکي، په ځانګړې توګه له طالبانو څخه د انتقالي پړاو لپاره داسې هر اړخیزو او ټولګډوني میکانیزمونو ته ورسېږو چې د ټولنې د ټولو قشرونو غوښتنې او اړتیاوې منعکسې کړي او وکړای شو یو ډیموکراتیک او قانون لرونکی نظم رامنځته کړو.
پنځه: راتلونکی سیاسي نظام او د واک د انحصار مخنیوی
د طالبانو بدلون باید د هغو جوړښتونو له تکرار پرته ترسره شي چې څو ځله یې د واک انحصار رامنځته کړی دی.
افغانستان داسې نظام ته اړتیا لري چې واک پکې د وېشلو، څارنې او لېږد وړ وي. د قواوو واقعي تفکیک، د قضایه قوې او محکمو خپلواکي، اغېزمن پارلمان، آزادې ټاکنې، خپلواکې رسنۍ او له مرکزه تر سیمهییزو واحدونو پورې د واک د صلاحیتونو منطقي وېش د داسې نظام له اساسي عناصرو دي.
موږ د داسې افغانستان پلویان یو چې تاجک، پښتون، هزاره، اوزبیک، ترکمن، بلوڅ، نورستانی، پشهیي او نور ټول وګړي تر هر څه وړاندې له برابرو او نه انکارېدونکو وګړنیو حقونو برخمن وي. هېڅ قوم، مذهب، ژبه یا جنسیت باید داسې احساس ونه کړي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یوه قوماندان یا قومي مشر ملاتړ ته اړتیا لري. زما باور دا دی چې باید د ټولمحورۍ له پړاوه د فردمحورۍ پړاو ته واوړو. په بله وینا، د جمهوریت وګړي باید د ټولنې او سیاست په جوړښت کې د قوم، ایډیالوژۍ او دودیزو ټولمحورو جوړښتونو ځای ونیسي.
د راتلونکي نظام دقیقه بڼه هم باید د یوې جبهې، ګوند یا سیاسي جریان له خوا له مخکې پر خلکو تحمیل نه شي. پر دې مسئلې باید په یوه ملي، آزاد او مشروع بهیر کې غور وشي.
شپږ: ولې باید خلک، په ځانګړې توګه ښځې، یو ځل بیا پر پخوانیو مشرانو او سیاسي ځواکونو باور وکړي؟
هیڅوک حق نه لري چې له افغانانو له حسابغوښتنې پرته د باور غوښتنه وکړي.
موږ په ځلونو ټینګار کړی چې جمهوریت یوازې د یوې بهرنۍ هوکړې له امله سقوط ونه کړ. فساد، د واک له حده زیات تمرکز، د دولتي ادارو سیاسي کول او ډلهییز کول، کمزوری مدیریت، واسطهسالاري او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن هم د هغه په کمزوري کولو کې رول درلود. د نړیوالو ځواکونو وتلو او د دوحې توافق د سقوط بهیر چټک کړ، خو د واکمنو سیاستوالو داخلي تېروتنې او د سیاسي فرصتونو ضایع کول په هېڅ ډول نه شو ردولای.
هغه کسان چې د جمهوریت په جوړښت کې یې مسوولیت درلود، باید د خپل مسوولیت برخه ومني. زه هم ځان له دې قاعدې مستثنا نه ګڼم.
د نن ورځې توپیر باید دا وي چې موږ له هغې تجربې درس اخیستی وي: واک باید یو ځل بیا د څو کسانو په لاس کې متمرکز نه شي؛ ادارې باید د اشخاصو قرباني نه شي؛ نیوکه باید خیانت او دښمني ونه ګڼل شي؛ او هېڅ سیاسي جریان باید ځان خلکو ته له حساب ورکولو خلاص ونه ګڼي.
له همدې امله، زموږ د هېواد ښځو او ځوانانو ته زما ځواب دا نه دی چې «پر موږ باور وکړئ»؛ بلکې ځواب دا دی: موږ زموږ د پلان، جوړښت او کړنو پر بنسټ وارزوئ.
اووه: د طالبانو د مخالفو جریانونو یووالی او د کورنۍ جګړې خطر
د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ د نظر اختلاف یو واقعیت دی او انکار یې هېڅ ستونزه نه حل کوي. د دغو اختلافونو یوه برخه په تېرو څو لسیزو کې له ترخې تجربې، د مشرانو ترمنځ له بېباورۍ، د سیاسي لیدلورو له توپیر او د راتلونکي واک پر سر له سیالۍ سرچینه اخلي .
خو یووالی حتمي په دې مانا نه دی چې ټول جریانونه دې په یوه سازمان کې مدغم شي یا دې یو واحد مشر ولري. افغانستان د سیاسي لوبې پر ګډو اصولو هوکړې ته اړتیا لري. په دغو اصولو کې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د خلکو حاکمیت، د وګړو برابر حقونه، د ښځو حقونه، د غچ اخیستنې منع، له قومي، مذهبي او ژبني کرکېخورولو ډډه، د ټاکنو منل او دې اصل ته ژمنتیا شاملېدای شي چې له طالبانو وروسته سیاسي اختلافات باید نور د وسلې او زور له لارې حل نه شي.
د کورنۍ جګړې پر وړاندې تر ټولو مهم تضمین همدا دی: هېڅ وسلهواله ډله باید له سیاسي لېږد وروسته خپل دایمي شخصي پوځ ونه ساتي. افغانستان باید یو ملي، مسلکي او غیرګوندي امنیتي جوړښت ولري چې د قانون او منتخب حکومت تابع وي.
که موږ نن پر دغو اصولو هوکړه ونه کړای شو، خلک حق لري پوښتنه وکړي چې له طالبانو وروسته به شته پوځي او سیاسي ځواکونه د واک پر سر له یو بل سره جګړه ونه کړي.
اته: خبرې، سیاسي مخالفان او په راتلونکي کې د طالبانو ځای
موږ باید سوله له تسلیمۍ او مذاکره د خلکو د حقونو پر سر له معاملې سره مترادفه ونه ګڼو.
که یوه واقعي سیاسي بهیر د واک د انحصار د پای ته رسېدو، د خلکو د حاکمیت د بېرته راستنېدو، د ښځو د حقونو د ټینګښت او د یوه انتخابي نظام د رامنځته کېدو لامل کېدای شي، نو خبرې اترې باید د تاوتریخوالي پر دوام غوره وبلل شي.
راځئ دلته د طالبانو او طالباني امارت ترمنځ یو توپیر وکړو. له طالباني امارت سره خبرې اترې په هېڅ صورت د سولې او سولهییز انتقال لپاره انتخاب نه دي؛ ځکه دغه رژیم په بنسټیز ډول د وګړو د اساسي حقونو، ولسي ادارو او جمهوري نظم پر وړاندې د یوه ځواک په توګه عمل کړی دی. خو طالبان له شک پرته، د افغانستان د خلکو یوه برخه دي، ټولنیز ملاتړ لري او کېدای شي د افغانستان په راتلونکي سیاسي ژوند کې د یوه بې وسلې او ډیموکرا ټیکو سیاسي قواعدو ته د ژمن سیاسي جریان په توګه ونډه ولري.
په راتلونکي افغانستان کې سیاسي مخالف باید دښمن ونه ګڼل شي. لکه څنګه چې وویل شول، که د طالبانو ځینې کسان تاوتریخوالی پرېږدي، اساسي قانون او د نوي سیاسي نظم اصول ومني او وغواړي چې د نورو وګړو په څېر په سولهییز ډول سیاسي فعالیت وکړي، یوازې د خپل پخواني تړاو له امله باید له سیاسي حقونو محروم نه شي. البته د جنایتونو او د فردي حقونو د نقض قربانیانو د انصاف او عدالت غوښتنې حق، په بله وینا د وګړو حق یا حقالعبد خوندي پاتې کېږي او باید د بې پرې محکمو له خوا وڅېړل شي.
دغه راز، د نړیوالو جنایتونو لکه د جګړې د جنایتونو، د بشریت پر ضد جنایتونو او نسلوژنې ترسره کول، د نړیوالو قوانینو او هغو کنوانسیونونو له مخې چې افغانستان ورسره یوځای شوی، د تعقیب وړ دي. د دې قید دلیل دا دی چې حکومتونه د حقالعبد د عفوې صلاحیت نه لري او دغه راز پورته یاد شوي نړیوال جنایتونه کې د نړیوالې جنایي محکمې په څېر د هغو بنسټونو په صلاحیت کې دي ، چې افغانستان یې غړی دی. په لنډه توګه، جزایي مسوولیت فردي دی او باید د یوه خپلواک قضايي نظام له خوا وڅېړل شي. نه ډلهییزه غچ اخیستنه د منلو وړ ده او نه ډلهییز خوندیتوب.
موخه باید د هغې لړۍ ماتول وي چې پکې هره بریالۍ ډله ماتې خوړلې ډله له منځه وړي او کلونه وروسته هماغه له منځه تللې ډله له وسلې سره بېرته راګرځي. د همدې لیدلوري پر بنسټ، موږ د پوځي عملیاتو پر مهال د نړیوالو بشري قوانینو رعایت او ملکي وګړو ته د زیان نه رسولو اصل په جدي توګه رعایت کړی او رعایت به یې کړو.
د هېواد د آزادۍ لپاره زموږ مبارزه، هم په موخه او لرلید کې او هم په لارو چارو او پوځي تاکتیکونو کې د طالبانو له ډلې سره چې واک ته د رسېدو او اوس د هغه د ساتلو په بهیر کې یې هر ډول ترور، وژنې، جنګي جنایتونه او د بشریت پر ضد جنایتونه ترسره کړي او هېڅ ډول اخلاقي، ارزښتي او قانوني حد او پوله په رسمیت نه پېژني، بنسټیز او ماهیتي توپیرونه لري.
نهه: خلک څه وخت د ملموسې پایلې تمه کولای شي؟
په دې برخه کې باید مسوولانه او واقعبینانه خبرې وشي. د سیاسي بدلون لپاره د نېټې ټاکل یا په شپږو میاشتو او یوه کال کې د بریا ژمنه کول، که واقعي ملاتړ ونه لري، تر ډېره تبلیغات دي او د خلکو د سربداله کېدو او د آزادۍ له مبارزینو د هغوی د ناهیلۍ لامل کېږي.
د پرمختګ معیار باید د سنجولو وړ وي. د طالبانو له واکه د آزادې شوې سیمې پراخېدل، د سیاسي سازمانیافتګۍ زیاتېدل، د ټولنیز ملاتړ پراخېدل، د طالبانو د مخالفو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدل، د انتقالي دورې لپاره د روښانه پلان وړاندې کول، د ښځو او ځوانانو د مشارکت زیاتېدل او د کورني او نړیوال باور رامنځته کول د خلکو د باور ترلاسه کولو مهم شاخصونه دي. هېڅ لنډمهالی اقدام په یوازې سر د افغانستان راتلونکی نه شي ټاکلای. دوامدار بدلون هغه مهال شونی کېږي چې سیاسي فشار، وسلهواله مبارزه، مدني فعالیت، ډیپلوماسي او د یوه باوري سیاسي بدیل رامنځته کېدل پر یوه لوري او په همغږې توګه حرکت وکړي.
له همدې امله، موږ باید خلکو ته خیالي نېټه ورنه کړو؛ باید د حسابغوښتنې لپاره لاره، معیار او فرصت برابر کړو.
لس: وروستۍ موخه څه ده؛ د طالبانو بدلون که د سیاسي نظام بدلون؟
که موخه یوازې دا وي چې طالبان ولاړ شي او د واک په هماغه انحصاري جوړښت کې نور کسان یا ډلې د هغوی ځای ونیسي، نو افغانستان به هېڅ شی نه وي ترلاسه کړی. د افغانستان کړکېچ د حکومتونو او مشرانو له نومونو ډېر ژور دی. اساسي مسئله د واک او وګړي ترمنځ اړیکه ده.
موخه باید د داسې هېواد جوړول وي چې مشروعیت پکې له خلکو سرچینه واخلي، واک محدود او د لېږد وړ وي، ښځې او نارینه برابر حقوق ولري، قومونه او سیمې په پرېکړو کې واقعي ونډه ولري، قانون له مشره لوړ وي او هېڅ فرد یا ډله ونه کړای شي چې د ټوپک په زور ځان د هېواد دایمي واکمن اعلان کړي.
د طالبانو د رژیم له له منځه وړلو زموږ موخه باید دا نه وي چې موږ پخپله د طالبانو پر ځای کښېنو. زموږ د بریا معیار باید له دې لیدلوري وسنجول شي چې افغانستان نور د حکومت د بدلون لپاره جبهې، قوماندان یا وسلهوالې مقاومت ته اړتیا ونه لري؛ بلکې وګړی وکړای شي حکومت، واکمنان او د عامه چارو مسوولان له پلازمېنې تر ولایت او ولسوالۍ پورې په خپله رایه بدل کړي. دا باید د افغانستان لپاره د هرې مسوولانه مبارزې وروستی مقصد وي.





