۸صبح، کابل: ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست «د سولې او عدالت ملي غورځنګ» سیاسي بهیر د جوړېدو په غبرګون کې وایي، چې افغانستان ملي ګټو ته ژمنو کسانو ته اړتیا لري.
ښاغلي فایق یکشنبه د تلې پر ۲۴ د یوه ټویټ په خپرولو ویلی: «افغانستان غوره، وطندوست، ملي ګټو ته ژمن او خلکو ته خدمتکوونکو کسانو ته، له ټولو قومونو او قشرونو اړتیا لري ترڅو په صادقانه توګه د افغانستان په ژغورلو او د اوسني وضعیت په بدلون کې برخه واخلي.»
هغه زیاته کړه: «د دې وخت رارسېدلی، چې له دغو کسانو ملاتړ وشي نه له ازمایل شویو او ناکامو څېرو.»
دا په داسې حال کې، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو د پخواني وزیر حنیف اتمر په مشرۍ او د سیاسي، فرهنګي او د مخکیني حکومت د چارواکو په غړیتوب «د سولې او عدالت ملي غورځنګ» سیاسي بهیر د موجودیت اعلان وکړ.
ښاغلي اتمر د دغه حرکت د پرانیستو په مراسمو کې، چې په انلاینه توګه رامنځته شوي و هېواد کې د یوه مشروع نظام نشتون «بنسټیزه ستونزه» وبلله او «د خلکو د رایو» له لارې د مشروع نظام پر جوړولو یې ټینګار وکړ.