په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د دغه سازمان د عمومي اسمبلې په ناسته کې د افغانستان وضعیت خطرناک بللی او ویلي یې دي، چې پر هېواد د طالبانو واکمني په تېرو دوو لسیزو کې د ټولو لاسته راغلو پرمختګونو د له منځه تلو لامل شوې ده.
فایق د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په ناسته کې، چې پنجشنبه د لړم پر ۱۹ ترسره شوې ده د خپلې وینا متن پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی او ویلی یې دي، چې افغانستان له بېلابېلو ګواښونو له دې جملې پر ملکیانو او لږکیو لکه شیعیانو، هزارهوو، صوفیانو، هندوانو او سیکانو بریدونو سره مخ دی.
د فایق په وینا د مخکینيو امنیتي ځواکونو، خبریالانو، د بشري حقونو مدافعانو او اعتراض کوونکو صحرايي وژنې او په جبري توګه کډې کولو او ډلهییز مجازات کول، ناوړه کړنې او له بشري حقونو سرغړونه او خپلسرې نیونې په پرلهپسې توګه دوام لري.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست زیاته کړې، چې طالبانو د افغانانو له بشري حقونو سرغړونه کړې ده او د ښځو، نجونو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو ازادۍ یې ځپلې دي.
د فایق په وینا افغان نجونې او ښځې په پلان شوې توګه د ګوښه کېدو په حال کې دي.
د وینا په متن کې راغلي: «له بسټیزو حقونو د نجونو او ښځو بېبرخې کېدو له دې جملې د دوی د کار او زدهکړو حق ترې اخیستو د افغانستان د نیمایي ټولنې پر اقتصاد او ژوند سخت اغېز کړی دی.»
فایق څرګنده کړې، چې د یوه ټولګډونه، مشروع او ځواب ویونکي حکومت په جوړولو کې د طالبانو ناکامي د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوندانه ژوره اغېزه کړې ده.
د وینا متن جوته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هېواد د بشري، اقتصادي او ټولنیزو ناورینونو شاهد و.
اخوا، فایق جوته کړې چې په تېر یوه کال کې د تریاکو کرکېله ۲۲ سلنه زیاته شوې ده.
له بلې خوا هغه ویلي، چې افغانستان کې اوسمهال ۲۴.۴ میلیون تنه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ویلي، چې اوسني ناورین ته د پاملرنې لپاره د طالبانو د ارادې نشتون په نړیواله ټولنه کې د افغانانو د لا څنډې ته کېدو لامل شوی دی.
فایق له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د نجونو او ښځو وضعیت ته پاملرنه وکړي، د هغوی پر حقونو معامله ونه کړي او دوی ته د باکیفیته زدهکړو زمینه برابره کړي. نوموړي همداراز غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نصیراحمد فایق له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان په امنیت شورا کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې و، چې طالبان د ښځو خلاف او له بشري حقونو د دوی د بېبرخې کولو د پلان شوي جنسیتي تجرید په عمالولو سره افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره پر ترټولو بد ځای بدل کړی دی.