تېرو دوو ورځو کې کونړ ولایت کې څلور مړي وموندل شول

۸صبح، کونړ: کونړ ولایت کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت اړوندو سیمو کې د څلورو جسدونو د موندل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې پنجشنبه د لړم پر نولسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې تېرو دوو ورځو کې د خاص کونړ او ننګرهار د ښېوې ولسوالیو ترمنځ سیمو کې څلور مړي موندل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې په دغو دوو جسدونو کې دوه یې د دیني مدرسو د ښوونکو دي.
د سرچینو په وینا دغه دوه کسان، چې د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ وو لومړی نیول شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.
د دوو نورو مړو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په لومړیو کې په کونړ ولایت کې د مخکیني حکومت یو پوځي وژل شوی او مړی یې سیند ته اچول شوی و.