۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان میلیونونه وګړي له هغو حقونو بېبرخې دي چې د ملګرو ملتونو منشور د هغو د خونديتوب لپاره رامنځته شوی دی.
فایق جمعه د چنګاښ پر ۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د «موږ، خلک» تر سرليک لاندې د ملګرو ملتونو د منشور له تصویبه ۸۰ کاله وروسته هم د افغانستان خلک لا هم له خپلو اساسي حقونو محروم دي او د هغوی لپاره د دغه منشور ژمنې نه دي عملي شوې.
هغه زیاته کړې چې نجونې د زدهکړو له حقه محرومې شوې، ښځې له ټولنیز ژونده ایستل شوې او ځوانانو د خپل راتلونکي لپاره هیلې او فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست همداراز ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک چوپتیا ته اړ ایستل شوي او د هغوی اساسي حقونه په سیسټماټیک ډول تر پښو لاندې کېږي.
فایق ټینګار کړی چې افغانان لا هم د بشري حقونو، انساني کرامت او عدالت په برخه کې د ملګرو ملتونو د منشور د ژمنو د عملي کېدو په تمه دي.
هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو اعتبار له هغو کسانو په دفاع پورې تړلی دی چې دغه منشور د هغوی د ملاتړ لپاره رامنځته شوی و او اوس د خبرو پر ځای د عملي اقدام وخت رارسېدلی دی.





