د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي د ابونصر فراهي په سرحدي ګمرک کې د اورلګېدو خبر ورکوي. د فراه د ولایتي شورا یو شمېر غړو، د سون توکو د څو ټانکرونو سوځېدل تایید کړي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي شاه محمود نعیمي، ۸صبح ته ووېل چې د کب په شپاړسمه غرمه مهال په ابونصر فراهي ګمرک کې اور لګېدل پيل شول. د هغه په وینا تراوسه له دې امله د مالي او ځاني زیانونو د کره شمېر په اړه مالومات نشته.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه، له اور لګېدو وروسته د اور وژنې کابو شپږ موټر له ایرانه د اور د خپرېدو د مخنیوي لپاره ابونصر فراهي ګمرک ته راورسېدل. اخوا، د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې د اور د خپرېدو مخه تر ډېره نیول شوې ده.
څه موده وړاندې د هرات په اسلام کلا ګمرک کې هم اور ولګېد چې ډېر مالي زیانونه یې واړول او له زرو زیات باروړونکي موټر او د سون توکو ټانکرونه وسوځېدل.
د ابو نصر فراهي ګمرک د فراه ښار په ۱۲۰ کیلومترۍ کې له ایران سره په پوله موقعیت لري.