۸صبح، هرات: د هرات په لرې پرتو سیمو کې ځينې ښځې او نجونې وايي چې په تېرو پنځو کالو کې یې روغتیايي خدماتو ته د بشردوستانه مرستو او روغتیايي تجهیزاتو د کمښت له کبله لاسرسی محدود شوی دی.
سرچینو دوشنبه د زمري پر ۱۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لرې پرتو سیمو کې د ښځينه ډاکټرانو شمېر کم شوی او د درملنې لګښتونه هم لوړ شوې دي.
د سرچینو په خبره، په لرې پرتو سیمو کې د ښځينه روغتیاپالانو کمښت لویه ستونزه ده ځکه ځينې کورنۍ اجازه نه ورکوي چې ښځې یې نارینه ډاکټر ته ورشي.
هغوی وايي چې په داسې شرایطو کې ناروغې ښځې مجبورېږي ښځينه ډاکټرې ته د لاسرسي په موخه د ښار یا نورو سیمو روغتیايي مرکزونو ته اوږده لار کچ کړي.
سرچینې زیاتوي چې د تګراتګ لګښتونه، د درملو لوړې بیې، روغتیايي خدماتو ته د کم عاید کورنیو لاسرسی سخت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواد سره د نړیوالو مرستو کچه پام وړ کمه شوې ده.





