د افغانستان د سینما او تیاتر یو شمېر لوبغاړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل خراب اقتصادي وضعیت په اړه شکایت کوي. دوی وايي، د سینمايي فعالیتونو له درېدو وروسته یې خپلې دندې او د عاید اصلي سرچینې له لاسه ورکړې او اوس د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، یو شمېر لوبغاړو د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره نورو کارونو ته مخه کړې، خو ځینې نور لا هم نه دي توانېدلي چې بدیل کار ومومي. دوی زیاتوي، د دې وضعیت دوام او د سینمايي فعالیتونو د بېرته پیلېدو لپاره د روښانه زمینې نشتوالي په افغانستان کې د پاتې هنرمندانو کاري راتلونکي او د ژوند برخلیک له نامعلوم حالت سره مخ کړی دی.
دغه لوبغاړي وايي، د افغان فلم ادارې لغوه کېدو او د اوسني حکومت په جوړښت کې د هغې پر ځای د غږیزې او تصویري څانګې رامنځته کېدو هم د سینما کارکوونکو ته د مسلکي فعالیت زمینه نه ده برابره کړې. دوی له نړیوالو بنسټونو او د سینما له ملاتړو سازمانونو غواړي چې په افغانستان کې د پاتې هنرمندانو د ملاتړ او د هغوی د هنري فعالیتونو د دوام لپاره اقدام وکړي.
په تیاتر او سینما کې کلونو کلونو فعالیت د یو شمېر افغان هنرمندانو لپاره یوازې یوه دنده نه وه، بلکې د هغوی د هویت او ژوند مهمه برخه یې جوړوله. خو د طالبانو له واکمنېدو او د هنري فعالیتونو له محدودېدو وروسته، یو شمېر دغو هنرمندانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس د ژوند د لومړنیو لګښتونو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي. ځینې یې سره له دې چې کلونه یې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي، نه عاید لري او نه هم د تقاعد حقوق ترلاسه کوي.
د افغانستان د تیاتر او سینما یوه لوبغاړې شکریه (مستعار نوم) وايي، پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو او د تیاتر ریاست کې له خپلې دندې تر ګوښه کېدو وروسته له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده. هغه وايي، کلونه یې په تیاتر او سینما کې فعالیت کړی او د خپلې کورنۍ نفقه یې برابروله، خو د طالبانو له واکمنېدو او د دندې له لاسه ورکولو وروسته اوس هېڅ د عاید سرچینه نه لري. دغه لوبغاړې زیاتوي، بېکاري او د طالبانو له خوا پر هنري فعالیتونو لګول شویو محدودیتونو د هغې پر روحیه او هنري هویت منفي اغېز کړی دی. د هغې په وینا، د خپلو ماشومانو د پالنې د مسوولیت له امله نه ده توانېدلې چې له افغانستانه ووځي او اوس له خپل ناروغ مېړه او وزګارو اولادونو سره په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
دغه لوبغاړې وايي: «کله چې د تیاتر ریاست کې له خپلې دندې ګوښه شوم، ژوند مې ډېر ستونزمن شو. زه د خپلې کورنۍ نفقه برابروونکې وم او کلونه مې په سینما او تیاتر کې فعالیت کړی و، خو اوس هېڅ عاید نه لرم. مېړه مې ناروغ دی او اولادونه مې هم وزګار دي. په کرایي کور کې ژوند کوو او باید د اوبو، برېښنا، درملنې او د ژوند د نورو ورځنیو اړتیاوو لګښتونه ورکړو. کله چې نه دنده لرم او نه مې د تقاعد حقوق راکول کېږي، نه پوهېږم چې دا ټول لګښتونه به څنګه پوره کړم. دې وضعیت نه یوازې زما اقتصادي ژوند ستونزمن کړی، بلکې پر روحیه او هنري هویت مې یې هم منفي اغېز کړی دی.»
شکریه وايي، سره له دې چې کلونه یې په تیاتر او سینما کې خدمت کړی، د تقاعد حقوق یې هم نه ورکول کېږي او د کور د کرایې، اوبو، برېښنا او د کورنۍ د درملنې د لګښتونو برابرول ورته سخت شوي. هغه زیاتوي، که بیا د هنري فعالیت فرصت ورته برابر شي، لومړی کار به یې د خپل ژوند په اړه د یوه مستند فلم جوړول وي؛ خو اوس د دې کار لپاره اړینې اسانتیاوې نه لري. دغه لوبغاړې له نړیوالو بنسټونو او د هنرمندانو له ملاتړو سازمانونو غواړي چې په افغانستان کې د پاتې لوبغاړو او د سینما کارکوونکو ملاتړ وکړي او د هغوی د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي.
نوموړې بېرته سینمايي فعالیتونو ته د ستنېدو د هیلې په اړه وایي: «که یو ځل بیا د سینمايي فعالیت فرصت ومومم، لومړی کار چې کوم، د خپل ژوند په اړه به یو مستند فلم جوړ کړم. غواړم هغه ستونزې انځور کړم چې له کلونو هنري فعالیت وروسته ورسره مخ شوې یم. که څه هم د دې کار لپاره مالي امکانات نه لرم، خو لا هم سینما ته د بېرته ستنېدو لېوالتیا لرم. له نړیوالو بنسټونو او د سینما له ملاتړو سازمانونو غواړم چې په افغانستان کې پاتې شوي هنرمندان هېر نه کړي او د هغوی د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.»
د لوبغاړوپر اقتصادي ستونزو سربېره، د سینمايي تولیداتو درېدل او د سینما اړوندو ادارو په جوړښت کې بدلون هم په افغانستان کې د پاتې یو شمېر سینما کارکوونکو اندېښنې دي. دوی وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د خپلواکو سینمايي اثارو د جوړولو او د هېواد د ټولنیزو، کلتوري او سیاسي واقعیتونو د انځورولو زمینه سختۍ محدوده شوې ده.
د افغان فلم یو پخوانی کارکوونکی او د افغانستان سینمایي لوبغاړی اکبر خان (مستعار نوم) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په هېواد کې هېڅ خپلواک سینمايي تولید نه دی شوی چې د ټولنې واقعیتونه پکې منعکس شوي وي. د هغه په وینا، د ښځو وضعیت، د نجونو زدهکړې، کلتور، هنر او قومي، مذهبي او ژبنی تاوتریخوالي هغه موضوعات دي چې په سینمايي اثارو کې یې په ازاده توګه د منعکسولو امکان نشته.
د هېواد دغه سینماګر وايي: «پنځه کاله کېږي چې د افغانستان سینما په هېواد کې داسې هېڅ سینمايي تولید نه لري چې د ټولنې واقعي حالت او پېښې، کلتور، هنر، د ښځو وضعیت، د نجونو زدهکړې او قومي، مذهبي او ژبني تاوتریخوالي پکې انځور شوي وي. افغان فلم چې یوه دولتي اداره او د افغانستان د سینما کارکوونکو ګډ کور و، لغوه شوی دی. په پایله کې د افغانستان سینما په هېواد کې په چوپتیا کې ډوبه ده او سینما کارکوونکي د ټولنې د واقعیتونو د انځورولو لپاره ډېر لږ فرصت لري.»
اکبر خان زیاتوي، د افغان فلم تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو د جهادي ارزښتونو اړوندو چارو عمومي ریاست په جوړښت کې د غږیزې او انځوریزې برخې په نوم یوه څانګه رامنځته شوې ده؛ خو د هغه په وینا، دغې برخې د سینما کارکوونکو د ملاتړ او د خپلواکو سینمايي اثارو د تولید په برخه کې د افغان فلم مسلکي ځای نه دی نیولی.
دغه کس وايي: «افغان فلم د افغانستان د سینما کارکوونکو ګډ کور و، خو اوس یې پر ځای د غږیزې او انځوریزې برخې په نوم یوه څانګه جوړه شوې ده. له بده مرغه، په دې برخه کې غیرمسلکي کسان کار کوي او تر اوسه د سینمايي تولید په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لیدل شوې. که کوم مستند فلم هم جوړېږي، ډېره برخه منځپانګه یې جهادي او د حکومت اړوند وي، چې د افغانستان د ډېرو خلکو لپاره د منلو وړ نه ده. ان د یوټیوب کاروونکي هم د ټولنیزو موضوعاتو د چمتو کولو پر مهال په وېرې او اندېښنې سره فعالیت کوي.»
د افغان فلم دغه پخوانی کارکوونکی همداراز وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان یو شمېر سینما کارکوونکو هېواد پرېښی، خو هغه هنرمندان چې په هېواد کې پاتې دي، له اقتصادي ستونزو او د ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي. نوموړی له هېواده بهر د سینما کارکوونکو پر تیت وپرک کېدو هم نیوکه کوي او ادعا کوي چې له افغانستانه د ځینو هنرمندانو د لېږد په بهیر کې یو شمېر سینما کارکوونکو ته پاملرنه شوې، خو ډېر تجربهلرونکي هنرمندان له دې فرصته بېبرخې پاتې شوي دي.
په افغانستان کې سینما نږدې یوه پېړۍ مخینه لري او په بېلابېلو دورو کې د هېواد د کلتور، هنر او ټولنیزو پېښو د انځورولو یوه وسیله وه. دا هنر په ۱۹۲۳ میلادي کال کې د امانالله خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راغی. د محمد ظاهر شاه په دوره کې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د افغان فلم ادارې په جوړېدو سره په هېواد کې د فلم جوړونې د صنعت د ودې زمینه برابره شوه. په ورپسې لسیزو کې سینما کارکوونکو د داستاني او مستندو فلمونو په جوړولو سره د افغانستان د ټولنیزو، کلتوري او تاریخي بدلونونو یوه برخه انځور کړه.
خو په افغانستان کې جګړو او سیاسي بدلونونو څو ځله د سینما او تیاتر فعالیتونه له ځوړ سره مخ کړي دي. د جمهوري نظام له جوړېدو وروسته په کابل او ولایتونو کې د یو شمېر سینماګانو فعالیتونه بېرته پیل شول. د سینما کارکوونکو په وینا، هغه مهال په هېواد کې ۳۸ سینماګانو فعالیت کاوه چې ۱۷ یې په کابل او ۲۱ نورې یې په ولایتونو کې وې. په دغو سینماګانو کې بېلابېل فلمونه، په ځانګړي ډول هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په واکمنېدو سره د سینماګانو فعالیتونه ودرېدل او پر کلتوري او هنري فعالیتونو د نویو محدودیتونو لګولو د سینما کارکوونکو او لوبغاړو د کار فرصتونه محدود کړل. په دې موده کې افغان فلم هم خپل پخوانی جوړښت او ځایګی له لاسه ورکړ او د طالبانو د جهادي ارزښتونو اړوندو چارو عمومي ریاست په جوړښت کې د غږیزې او انځوریزې برخې په نوم یوه څانګه رامنځته شوه. د هېواد یو شمېر سینما کارکوونکو افغانستان پرېښود او پاتې هنرمندان له بېکارۍ، د مالي ملاتړ له نشتوالي او د سینمايي اثارو په تولید کې له محدودیتونو سره مخ شول.
د سینماګانو د فعالیتونو پر درېدو سربېره، د فلمونو د نندارې یو شمېر پخواني مرکزونه هم له منځه ولاړل. په کابل کې د اریانا سینما چې په ۱۹۶۰ میلادي کال کې جوړه شوې وه، تېر لمریز کال ونړول شوه.




