۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ناورین د ژورېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې نیمايي افغانې ښځې یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له کوره وځي او د طالبانو محدودیتونو د هغوی د تګ راتګ ازادي کمه کړې ده.
دغه بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۲۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځم کال کې افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له منځنیو زدهکړو او ښځې له پوهنتوني زدهکړو محرومې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دې اعلامیه کې ویلي: «د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم د خپل نیم نفوس حقونه په سیسټماټیک ډول له منځه وړي او د نننۍ نړۍ په کچه پر بېسارې بېلګې بدل شوی دی.»
دغه بنسټ زیاته کړې چې د طالبانو چارواکو د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، طالبانو تبعیض بنسټیز کړی او په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت ناورين یې لا ژور کړی دی.
د دې بنسټ د یوې ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې، له نیمايي ډېرو ښځو ویلي چې په میاشت کې دوه ځله یا تر هغه هم کم له کوره وځي.
نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې له محرم پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي.
د دغه بنسټ په وینا، دغه محدودیتونه په ښځو کې د رواني روغتیا د ناورين د لا ژورېدو لامل هم شوي دي.
له هرو ۱۰ ښځو څخه اوو یې خپل رواني روغتیايي وضعیت «خراب» یا «ډېر خراب» بللی او انزوا، د فرصتونو له لاسه ورکول او ملاتړو شبکو ته محدود لاسرسی یې د دې وضعیت له لاملونو ګڼلي دي.





