۸صبح، کندهار: د کندهار ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
دا پېښه دوشنبه د کب پر ٢٨مه د ارغستان ولسوالۍ په «سوپانزو» کلي کې رامنځته شوې ده.
دې نجلۍ وروسته له هغې ځانوژنه کړې چې سپین ږیري پلار یې غوښتل د ځان لپاره یې د یوې ځوانې نجلۍ په بدل کې ورکړي.
ځوانې نجلۍ ۲۵ کاله عمر لرلو.
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه سوېل کې د اجباري نکاح له کبله زیات شمېر نجونو ځانوژنه کړې ده.
طالبانو په هېواد کې د خپلې واکمنۍ په پیل کې اعلان کړی و چې اجباري ودونه، د کم عمره نجونو ودول او د «نجونو بدل» یې منع کړی؛ خو په تېرو دوو کلونو کې ورته څو پېښې وشوې چې تراوسه یې په هکله پلټنه نه ده شوې.