۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او بارانونو د احتمال خبر ورکړی دی.
دغه ریاست دوشنبه د مرغومي پر نولسمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د مرغومي له ۲۰ تر ۲۱ په پروان، پنجشېر، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، غزني، پکتیکا، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو او سالنګونو کې د سختو ورښتونو او واورې احتمال شته دی.
دغه ریاست زیاته کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو او د واورې ورېدو کچه به له ۱۰ تر ۴۰ سانتيمترو وي.
د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د روانې اونۍ په پای کې به د سړې هوا یوه څپه د لوېدیځ او شماللوېدیځ له لورې هېواد ته دننه شي او پر شمالي، شماللوېدیځ، لوېدیځ، شمالختیځ او مرکزي ولایتونو به سخته اغېزه ولري چې ډېری ولایتونه به د پام وړ سړوالی تجربه کړي.