۸صبح، غور: غور کې د طالبانو ځایي چارواکي د تګ راتګ پرمخ د کابل – غور لویې لارې د پرانیستو خبر ورکوي.
غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس تاییدوي، چې کابل – غور لویه لار له کابو درېیو شپو ورځو وروسته دوشنبه د مرغومي پر نولسمه نېټه د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.
هغه ټینګار کړی، چې دغه لویه لار له واورو پاکه او بند پاتې مسافر هم ژغورل شوي دي.
کابل – غور لویه لار د واورو له امله د بکک کوتل په سیمه کې تړل شوې وه.
تېره ورځ سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه، چې تر ۱۵۰ زیات مسافر پر دغه لار بند پاتې دي.
دغه لویه لار په داسې حال کې د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې، چې مرکز ته د غور د ډېری ولسوالیو لارې لا هم تړلې دي.
تېره شپه یوه دوه کلنه نجلۍ د لارې د تړل کېدو له امله ډاکتر ته له رسېدو مخکې د دغه ولایت په لعلوسرجنګل ولسوالۍ کې مړه شوه.