۸صبح، کابل: فارن پالیسي راپور ورکړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان پر کانونو د خپل واک د پراختیا په حال کې دی.
فارن پالیسي مجلې دوشنبه د چنګاښ پر ۲۰ د یوه راپور په خپرولو د کانونو د یوه کارپوه له قوله لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د افغانستان پر کانونو د خپل واک د پراختیا په حال کې دی؛ ځکه هغه درکوي، چې د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو په زیاتېدو سره د دغې ډلې ترمنځ د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو احتمال شته، هغه څوک به د ځواک څښتن وي چې د کانونو پیسې په واک لري.
خپلواک څېړونکي او د کانونو کارپوه جاوید نوراني فارن پالیسي ته ویلي: «حقاني شبکه د طالبانو ترمنځ لومړی څنډې ته لوبغاړی و؛ خو کله یې چې د کانونو ټول کنټرول په لاس کې واخیست، د طالبانو مرکزي صحنې ته دننه شول.»
نوراني فارن پالیسي ته ویلي: «اوسمهال حقاني شبکه د کانونو د برخې ډېری عاید ساتي. ښایي ډېری یې په پای کې خلیج ته ولېږدول شي.»
د کانونو د دغه کارپوه په وینا، فساد، د کانونو د برخې کمزوری مدیریت او حاصل عاید به یې د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو د پراختیا لامل شي او د طالبانو بېلابېلې څانګې به د کانونو او د عایداتو د کنټرول لپاره له یو بل سره مبارزه وکړي.
نوراني ویلي، چې د کانونو پر سر جګړه کولای شي پر سیاسي جوړښت اغېزه وکړي او د دولت موقعیت وټاکي.
فارن پالیسي جوته کړې، چې د افغانستان د اوسني وضعیت او شرایطو په پام کې نیولو سره د کانونو برخه د واک او هغو کسانو بقا تامینوي، چې د کانونو سیمې په لاس کې لري او حقاني یو له هغو کسانو دی، چې واک ته د رسېدو لپاره د کانونو ارزښت درک کوي.
د ویلو ده، چې افغانستان پراخ طبیعي کانونه لري او راپورونو ته په پام طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کانونو غیرقانوني او غیرمعیاري کېندل پیل کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دغه راپور پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی.