۸صبح، کابل: په بغلان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا پېښه چهارشنبه د وري پر ۱۵مه شپه مهال د کابل – پلخمري پر لویه لار شوې ده.
په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د یو کرولا او ټیلري موټر د جنګېدو له امله رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې یو ماشوم، یوې ښځه او دوو نارینهوو ژوند بایللی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
څه موده وړاندې د هرات – کندهار پر لویه لار د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پاېله کې ۲۱ کسان مړه او نږدې ۴۰ نور ټپيان شول.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو کمی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بیا په هېواد کې د ډېریو ترافیکي پېښو لامل ګڼل کېږي.