کونړ کې د یوه وسلهوال کس په ډزو کې څلور تنه مړه او ټپیان شول

۸صبح، کونړ: کونړ ولایت کې يوې ځايي سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې نن غرمهمهال يو وسلهوال کس پر څلورو ملکي وګړو ډزې کړي، چې له امله يې يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
سرچينې سهشنبه د لړم په اوولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه پېښه نن د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې شوې ده.
د دغې پېښې انګېزه او لامل تر اوسه روښانه نه دی.
ځایي طالب مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې وسلهوال بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوې دي؛ داسې حال چې دغه ډله تل د امنیت ټینګښت خپله لویه لاسته راوړنه بولي.