نوروز د بیا پيل ورځ ده. هېواد کې د دې ورځې نمانځل مخالفان او لارویان دواړه لري. ملاتړي یې د ولس ترمنځ تش لاسونه؛ خو مخالفان یې د چارواکو ترمنځ د دغې ورځې نمانځنې ته انګېزه نه لري. د لوړو زدهکړو وزارت پر محصلانو نوروز په ازموینې اخیستو تېر کړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو بیا ویلي، چې د دغې ورځې رسمي نمانځنه اړینه نه ده. له دې ورهاخوا خلک هم د اقتصادي ستونزو له کبله په سمه توګه دا ورځ ونه شوای نمانځلی. په ټوله کې کېدای شي، د نیکونو دود او دستور څنګ ته کړو؟ ایا کولای شو ووایو، نوروز په خپل ټاټوبي کې پردی شوی دی؟
فرهنګي کارپوهان وايي، چې نوروز د پخوانیو یادګار دی او که غواړې یا نه غواړې، خلک یې نمانځي. نوروز د کال د لومړۍ ورځې په توګه د افغانستان په ګډون په ځینو نورو هېوادونو کې هم نمانځل کېږي. هغه هېوادونه چې دا ورځ نمانځي، د «نوروز حوزې» د هېوادونو په نوم یادېږي؛ خو له وروستیو بدلولونو وروسته په افغانستان کې د دې ورځې نمانځنه پیکه شوې ده. ورته مهال، د هېواد په ځینو سیمو کې د خلکو د کلتوري ورځې په توګه د دې ورځې د نه منلو نښې نښانې هم لیدل شوې دي. کابل، بلخ، کندوز او بغلان کې محصلان وايي، چې هغوی د نورو کلونو په څېر پر دې ورځ رخصت نه دي او ورته ویل شوي، چې دا ورځ دیني اړخ نه لري او د نمانځنې اړتیا يې نشته. د پوهنتونونو په رسمي مهالوېش کې ښکاري، چې پر دې ورځ رخصتي نشته او محصلان ازموینو ته ورغوښتل شوي دي.
نوروز نمانځنې ته د محصلانو لېوالتیا
عصمتالله عظیمي د بلخ پوهنتون محصل دی. هغه وايي، غواړي د نوي کال لومړۍ ورځ رخصت وي او مېلې ته لاړ شي؛ خو پوهنتون ازموینې ته غوښتی دی. عظیمي د لوړو زدهکړو وزارت پر دې پرېکړې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې له نیکونو څخه راپاتې دود دستور تر پښو لاندې کول ښه کار نه دی.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصل مقتدر توانا وویل، چې دا ورځ د دیني اړخ نه لرلو له کبله د رخصتۍ ورځو له ډلې ایستل شوې او هغوی هم پر دې ورځ درسي ټولګي لري.
ورته مهال کندوز، بغلان او ځینو نورو پوهنتونونو کې محصلان د نوروز په تړاو د لوړو زدهکړو پر دې پرېکړې نیوکه کوي او وايي، چې باید د هېواد کلتوري ورځو ته درناوی وشي.
د نوروزي بازار د پېر او پلور پيکه والی
مزارشریف ښار د پخوا په څېر رنګین شوی؛ خو د نورو کلونو خلاف شپه غلي او بې ګڼه ګوڼې ده. د خوږو هټۍ پرانېستې دي؛ خو پېرېدونکی نشته. ښکاري چې زیات وخت کېږي، خلکو د خوږو خوند نه دی څکلی.
اوسمهال خلک د دې پر ځای، چې د خوږو هټۍ ته ورشي، پر نانوایانو ورمات دي. د هغوی هېر شوي، چې په وروستي ځل يې مغزي حلوا څه وخت خوړلې ده.
مزارشریف کې هټیوال جمعهګل د نوروز پر ورځو له بازاره سر وټکاوه او زیاته یې کړه، چې د خلکو ژوند ترینګلی شوی، کار نشته، پیسې نشته او اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی. نوموړي زیاته کړه: «هر کال به مزارشریف ته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ګډون د ځينو هېوادونو مېلمانه راتلل او ګڼه ګوڼه به وه؛ خو سږ کال یې مزه نشته، سړکونه تش دي او پېر او پلور هم پيکه دی.»
له بلې خوا به د نوروز په رانږدې کېدو د کابل – بلخ پر لوې لار ګڼه ګوڼه زیاته وه؛ خو اوس یې پخوانۍ رنګ نشته. د سالنګ د لویې لارې په اوږدو کې هټيوال محمدنسیم وویل، چې د خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت او پر نوروز د لګول شویو محدویتونو له کبله د «مولا علي زیارت کوونکي» کم دي. د نوموړي په خبره، پخوا به خلکو له نوروز پنځه ورځې مخکې د شمالي سالنګ له لارې مزارشریف ته تلل او ان د سالنګونو د ساتنې ریاست به د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله د لویو باروړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګاوه.
د بودا په خاوره (بامیان) کې هم نوروز پیکه ښکارېده. ځايي مسوولانو په «میرهاشم» زیارت کې د جنډې پورته کېدو اجازه نه ده ورکړې.
چارواکي: د نوروز رسمي نمانځنه اړینه نه ده
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې له خلکو سره د نوروز د نمانځنې په اړه کار نه لري؛ خو د دې ورځې د رسمي نمانځنې اړتیا نشته. نوموړي د دغې ورځې د رسمي نه نمانځنې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ښايي د نوروز په اړه دیني نظر د دغه دریځ يو لامل وي.
که وهم نه غواړو، خلک نوروز نمانځي
فرهنګي فعال او د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکی محمدجعفر راستين ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، نوروز د نوي پيل د سېمبول په توګه، يو نړيوال او څو ژبنیز جشن دى، چې موږ يې که وغواړو که نه، خلک یې په رسمي او نارسمي ډول ان د خپلو کورنيو د غړو ترمنځ نمانځي. که څه هم راستین له نوروز سره ضدیت د افغانستان د اوسنیو واکمنانو محدود افکار ګڼي؛ خو زیاتوي، که چارواکي هوښیارانه عمل وکړي او وښيي، چې دوی په قومي او مذهبي تړاوونو پورې تړلي نه دي؛ نو باید د پخوانیو او کلتوري ارزښتونو دښمني ونه کړي.
راستین د هغې پوښتنې په ځواب کې چې کله خلک د خپل هېواد د کلتوري ارزښتونو په تړاو له محدودیت سره مخ کېږي وویل: «د نوروز د پیغام د ژوندي ساتلو لپاره د خلکو دنده دا ده، چې نوروز په پراخه توګه د کورنیو او کوچنیو ټولنو په کچه ونمانځي.» د راستین په باور، د حکومت په کچه د چارواکو کړنې او د نوروز د نمانځلو لپاره د رسمي غونډو جوړول ښايي اغېز ولري؛ خو خلک له کلتوري پلوه دا ورځ په پراخه کچه نمانځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ځينې اوسېدونکي په ځانګړې توګه دیني عالمان د نوروز له نمانځلو سره ځکه مخالفت کوي، چې دیني اړخ نه لري. له بلې خوا ځينې بیا وايي، چې دین او کلتور سره بېل دی او نه باید دا دواړه سره ګډ شي.
نوروز د طبیعت د بیا پیل سېمبول په توګه د ایران، تاجکیستان، امریکا، عراق، هند، ازبیکستان، اذربایجان، روسیې، قزاقستان، قیرغزستان، البانیا، ترکیې، ترکمنستان، سوریې، ګرجستان، پاکستان او شمالي مقدونیې په ګډون په ځينو هېوادونو کې نمانځل کېږي؛ خو تر نن ورځې په خپل ټاټوبي افغانستان کې جلاوطنه دی.