د تهران په یوې کلتوري کافه کې د هغه انځور مخې ته ودرېدم چې نړۍ له کلونو راهیسې د «افغان ښځو د سیمبول» په توګه منلی دی؛ د یوې خاموشې، پټې، بېڅېرې او بېهویته ښځې انځور. داسې انځور چې نه د ښځو خپل انتخاب دی او نه یې هم د واقعي ژوند انځور؛ بلکې د لسیزو افراطیت، جوړښتي تاوتریخوالي او هغو تحریف شویو روایتونو پایله ده چې نړۍ پرې باور کړی دی.
خو دویم انځور زموږ اصلي هغه دی؛ داسې انځور چې زه او زرګونه نورې ښځې یې هره ورځ ګورو. هغه ښځې چې زدهکړې یې کړې دي، کار یې کړی، فکر یې کړی، مبارزه یې کړې او له ټولو محدودیتونو سربېره لا هم پر خپل ځای ولاړې دي. دا دوه انځورونه د دوو بېلابېلو نړیو استازیتوب کوي: یو رسنیو او افراطیت جوړ کړی او بل د افغان ښځو د ژوند او مقاومت انځور.
د هغه انځور په لیدو مې په زړه کې یوه پوښتنه را وپارېده: موږ څنګه د رابعې، رودابې، ګوهرشاد بېګم او هغو ښځو له نسل څخه چې ښارونه یې په نومونو سینګار شول، داسې نسل ته ورسېدو چې د ناپوهۍ او افراطیت په بند کې ګیر دي؟
څنګه د رستم او سهراب له نسل څخه چې د ښځو د دفاع لپاره یې ژوند قرباناوه، د نارینهوو هغه نسل ته ورسیدو چې غیرت د ښځو په ځورولو، محرومولو، حذفولو او سپکاوي کې تعریفوي؟ څنګه د ښځو ضد چلند پر عادت، کلتور او ان په ویاړ واوښت؟ ولې خلکو چوپتیا غوره کړه؟ او ولې نړۍ پر دغه تحریف شوي انځور باور وکړ؟ د قرآنکریم په کوم ځای کې راغلي چې یو انسان دې د بل انسان ړوند اطاعت وکړي؟
په قرآنکریم کې راغلي: «اطیعوا الله و اطیعوا الرسول» د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، نه د هغه کس ړوند اطاعت چې خپله د ناپوهۍ، وېرې او د واکغوښتنې په بند کې راګیر وي.
هماغه پیغمبر چې د لوڼو د ژوندیو خښولو مخه یې ونیوله او ښځو او نارینهوو ته یې د ژوند د ملګري د ټاکلو حق او د علم زدهکړه اړینه وبلله؛ هماغه دین چې د «اقرأ» په سپيڅلي آیت پيلېږي؛ هماغه سورت چې د «قلم» په مبارک نوم نومول شوی او انسان د فکر، اندېشې او پوهاوي پر لور رابولي. نو څنګه یې نرواکي، ناپوهي او افراطیت د دین د تفسیر یوازینی واکمن وباله؟ څنګه پوهه پر ګناه او ناپوهي پر فضیلت بدله شوه؟
څنګه داسې وشول چې ښځه، هغه چې زموږ په تاریخ کې د مینې، پوهې، شعر او مقاومت سرچینه وه، د «دویمې درجې مخلوق» تر کچې راټيټه شوه؟ په وروستیو لسیزو کې د توندلارو او افراطي ډلو د واکمنۍ له امله، افغان ښځې د زدهکړې، کار، ټولنیز حضور او ان د ازادې ساه اخیستلو له حق څخه بېبرخې شوې دي. دا ځپل د هغې ژورې او جوړښتي ناپوهۍ پایله ده چې د ښځې انسانیت یې له پامه غورځولی او د یوه ملت راتلونکی یې په تیارو کې ډوب کړی دی.
خو موږ لا هم ژوندۍ یو. لیکو، فکر کوو، مبارزه کوو او ژوند کوو.
د افغان ښځو اصلي انځور د مقاومت انځور دی؛ د هغو نجونو انځور چې له بندیزونو سره سره زدهکړه کوي، د هغو ښځو انځور چې له ګواښونو سربېره کار کوي او د هغو میندو انځور چې له دردونو سربېره هیلې کري. هېڅ رسنیز چوکاټ، هېڅ تحریف شوی روایت او هېڅ افراطي ځواک نه شي کولی هویت مو له منځه یوسي.
موږ قرباني نه یو. موږ د درد، حق او د هغې راتلونکې څښتنانې یو چې له تیارو څخه به راټوکېږي.





