د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش، د دغه بنسټ امنیت شورا ته په وړاندې کړي تازه راپور کې ویلي چې طالبان لا هم د دې ډلې د واکمنۍ په جوړښت کې د هبتالله پر لېدلوري او هغه ته پر وفادارۍ ټینګار کوي.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو مخالفو ډلو ډیر کم بریدونه کړي او نه دي توانېدلي چې پر افغانستان د طالبانو کنټرول وننګوي. د ګوټېرېش په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو هم د ملکي وګړو د مرګژوبلې ترڅنګ زیربناوو ته زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د طالبانو د مخالفو ډلو ۸۸ بریدونه په ۲۱ ولایتونو کې ثبت شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو او پاکستان په نښتو کې ۳۹۹ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او لږ تر لږه د پخواني حکومت ۱۲ پخوانې چارواکي او د تېر نظام امنیتي او دفاعی ځواکونو غړي وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ملګري ملتونه د دوحې پروسې په چوکاټ کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور د کاري ډلو او د «جامع چلند» له لارې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په اسانتیا کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی. د دغو هڅو موخه د باور رامنځته کول، په نړیوال نظام کې د افغانستان د بیا ورګډیدو بهیر مخته وړل او د دغه هېواد د نړیوالو ژمنو د عملي کېدو په برخه کې مرسته بلل شوې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو تګلارې لا هم د بشري حقونو په برخه کې جدي اندېښنې راولاړوي. په راپور کې د ښځو او نجونو له حقونو بې برخی کول، پر ښځو او نارینهوو د بندیزونو پلی کول، د خبریالانو نیول، له اعلان شوې عمومي بښنې سرغړونه او د بدني سزاوو دوام، د جدي اندېښنو په توګه یاد شوي دي. همداراز ویل شوي چې طالبان لا هم افغان ښځو ته د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو او د کار کولو اجازه نه ورکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د خوړو ناامني، خوارځواکي او په عامې روغتیا پوری تړلې اندېښنې لا هم دوام لري. په راپور کې راغلي چې عملیاتي بندیزونه، د بودیجې کمښت او د بشري مرستو په برخه کې پر ښځینه کارکوونکو لګېدلي بندیزونه لا هم د مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه دي.
د راپور له مخې، د بشري مرستو اړتیاوې او د مالي سرچینو سخت کمښت، وضعیت ترینګلی کړی دی. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د «افغانستان د ۲۰۲۶ م کال د اړتیاوو او د بشري مرستو ته د ځواب پلان» هم د پام وړ بودیجوي کمښت سره مخ دی او تر اوسه یې یوازې ۲۹،۹ سلنه اړینه بودیجه برابره شوې ده. د دغه راپور پر بنسټ، د پلان لپاره له اړینو ۱،۷ میلیارده ډالرو څخه یوازې ۵۱۳ میلیونه یې برابر شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه، د افغانستان د سقوط له پنځمې کلیزې سره هممهاله، په کابل او کندهار کې د خپلې واکمنۍ پنځم کال نمانځلی دی.
په راپور کې په ډاګه شوې چې د طالبانو د واکمنۍ جوړښت لا هم په لوړه کچه متمرکز دی او مهمې پرېکړې د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده کوي او اداري همغږي هبتالله اخوندزاده ته د کلکې وفادارۍ له لارې ساتل کېږي. راپور وایي چی د مشورې او ګډې پرېکړې لارې چارې روښانه نه دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشې ویلی، د اساسي قانون په نشتون کې د طالبانو له لوري د فرمانونو د صادرولو بڼه د اسلامي شریعت په اړه د دې ډلې تفسیر بلل کېږي. په راپور کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هم د دغه تفسیر د پلې کولو له مهمو بنسټونو څخه دی.
په دغه راپور کې د طالبانو د مشر د هغه شفاهي امر یادونه هم شوې چې له مخې یې د سمارټ موبایلونو کارول منع شوي دي. راپور زیاتوي چې یوناما داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ښيي د دغو محدودیتونو د عملي کېدو کچه په بېلابېلو سیمو، ادارو او د طالب چارواکو په بېلابېلو کچو او دندو کې توپیر لري.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو مشر لا هم په لوړو بستونو کې د خپلو وفادارو کسانو د ګومارلو او بدلولو بهېر ته دوام ورکوی. په راپور کی راغلی چې د وزارتونو په کچه دغه ګومارنې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د دې ډلې د وزیر اته مرستیالان شامل دي. هبتالله اخوندزاده په سیمهیېزه کچه ۶ والیان، ۹ مرستیال والیان، ۱۷ ولسوالان، یو ښاروال، اووه امنیه قوماندانان او لږ تر لږه ۱۴ سیمهیېزو ادارو رییسان ګومارلې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته ویلي چې ملګري ملتونه د دوحې پروسې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور د کاري ډلو په چوکاټ کې، د ښځینه او نارینه کارپوهانو په ګډون، د «جامع چلند» د یوې برخې په توګه خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړی دی.
د راپور پر بنسټ، د دغو کارپوهانو فعال ګډون د دواړو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو مخته وړلو سره مرسته کړې؛ خو طالبانو د سختو سیاسي مسایلو په اړه د نړیوالې ټولنې د غړو د تمو او اقداماتو ترمنځ د واټن پر موجودیت ټینګار کړی دی.
ناامني
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د مې له لومړۍ د جولای تر ۳۱مې پورې، ملګرو ملتونو د امنیتي مسایلو اړوند دوه زره او ۹۴۷ پېښې ثبت کړې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې راپور پر بنسټ، په دې موده کې د طالبانو پوځي مخالفې ډلې لا ډېرې خورې ورې او غیرمتمرکزې شوې او خپله پاملرنه یې پر سیمهییزو فعالیتونو ډیره کړی ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې دغو ډلو په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ پېښو مسوولیت منلی، چې ۵۵ یې ملګرو ملتونو تایېد کړې دي. په راپور کې راغلي چې دغه بریدونه تر ډېره د کمینونو او پر امنیتي پوستو بریدونو پورې محدود و او د طالبانو پوځي پرسونل او تاسیسات یې په نښه کړي دي. د راپور له مخې، د جون پر ۵ مه په کابل کې د هلکانو د یوې مدرسې مخې ته یوه ځانمرګي بریدګر چاودنه کړې ده. همداراز، د جولای پر ۱۷مه، په بدخشان ولایت کې د «سپاهیان میهن جبهې» د لنډې مودې لپاره یو شمېر دولتي ودانۍ ونیولې او وروسته یې شاتګ وکړ.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان کرښه د بېپیلوټه الوتکو د څارنې، هوايي بریدونو او د غچاخیستونکو پوځي ګامونو له امله لا هم ناامنه پاتې شوې ده. د راپور له مخې، د پاکستان هوايي بریدونو د غزني، کونړ، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونه اغېزمن کړي دي. د راپور پر بنسټ، د جون پر ۳۰مه د طالبانو دفاع وزارت په پاکستان کې پر هغو ځایونو د بې پیلوټه الوتکو د غچاخیستونکو بریدونو خبر ورکړ چې ادعا یې کوله د داعش خراسان څانګې (ISIL-K) او د طالبانو د مخالفو ډلو مېشت ځایونه دي.
د پاکستاني امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې پرلهپسې ډزې او نښتې هم روانې وې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د جون پر ۳۰مه د داعش خراسان څانګې په نورستان کې پر یوې پوځي پوستې د برید او همداراز د جولای پر ۲۹مه د بدخشان مرکز فیضاباد ښار ته څېرمه د یوه طالب چارواکي د وژلو مسوولیت منلی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې ملګرو ملتونو د مې له لومړۍ د جولای تر ۳۱مې پورې ۶۴ امنیتي پېښې ثبت کړې چې په مستقیم ډول یې د دغه بنسټ پر کارکوونکو اغېز کړی دی.
سیمهییزه همکاري
د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیمهیېزو ناستو او د سیمې د هېوادونو د امنیتي چارواکو اندېښنو ته هم اشاره کړې ده. نوموړي ویلي چې د اپرېل پر ۲۸مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په بشکیک کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي. د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف څرګنده کړې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د پولې هاخوا جرمونو او ترهګریزو ګواښونو له مهمو سرچینو ګڼل کېږي.
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو او د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب هم په مسکو کې د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
همدارنګه په راپور کې له ازبکستان، قزاقستان او ایران سره د طالبانو د دوهاړخیزو تعاملاتو یادونه شوې ده. د راپور له مخې، په دغو تعاملاتو کې د ناروغانو لپاره د ویزو د ورکړې بهېر اسانتیا، د سوداګریزو خونو جوړول او د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي هوکړې شاملې دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هندوستان د ګازو نللیکې TAPI)) په اړه هم خبرې شوې دي. ترکمنستان ویلي چې د دې نللیکې د جوړولو چارې ۶۷ سلنه پرمختګ کړی دی. له هندوستان سره د همکاریو په اړه هم ناستې ترسره شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په اسلاماباد کې د ښځو په اړه د وزیرانو نهم کنفرانس او په دې ناسته کې د اسلامي همکاریو سازمان OIC)) دریځ ته هم اشاره کړې ده. د اسلامي همکاریو سازمان په دغه کنفرانس کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا بندیزونه له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه لري. همداراز، یوناما په کابل کې مېشتو سفیرانو سره خپلو میاشتنيو تعاملاتو ته دوام ورکړی او د سیمهیېزو خبرو اترو په ناستو کې یې هم ګډون کړی دی.
له بشري حقونو سرغړونې
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اپرېل له لومړۍ د جون تر ۳۰مې پورې، په نښتو کې ۳۹۹ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې چې ۵۷ کسان پکې وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د جون پر ۲۸مه د پاکستان هوايي بریدونو په کونړ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۱۸۹ نور یې ټپیان کړي دي. پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د موخو د تفکیک او تناسب اصل په پام کې نیولو سره د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي؛ خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې چې ګواکې وسلهوال کسان د بریدونو موخه وه.
په راپور کې راغلي چې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر وړاندې اعتراضونه شوي چې په ترڅ کې یې دوه کسان د طالب جنګیالیو له ډزو څخه د تېښتې پر مهال وژل شوي دي. د راپور له مخې، یوناما د پخواني حکومت د چارواکو او د افغانستان د پخوانیو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (ANDSF) د غړو پر وړاندې لږ تر لږه ۱۲ د وژنې، ۱۳ د خپلسرو نېونو او درې د شکنجې یا ناوړه چلند پېښې ثبت کړې دي.
د سرمنشي په راپور کې راغلي چې طالبان لا هم د خبریالانو نیولو او د رسنیو ځنډولو ته دوام ورکړی دی. د راپور له مخې، په هرات ښار کې ځينې ښځې د حجاب اړوندو مقرراتو د نه مراعاتولو له امله نیول شوې چې وروسته اعتراضونه راوپارېدل او په تاوتریخجنه توګه وځپل شول. د راپور له مخې، «د زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو له خوا د بېلتون د غوښتنې لپاره محدود موارد ټاکلي او د نارینه سرپرست واک یې پیاوړی کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته ویلي چې د جولای تر ۲۰مې د ټولو بندیانو شمېر تر ۳۰ زرو ۳۰۰ پورې رسېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې مشورو ښودلې چې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شویو ناورینونو، لکه د اوبو کمښت او سېلابونو، د خوړو نه خوندیتوب او بېکارۍ په څېر ستونزې زیاتې کړې دي. ورته مهال د محرم اړوند محدودیتونو د ښځو لپاره بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اګست ترمنځ نږدې ۱.۱۵ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي چې ډېر یې له پاکستان او ایرانه راغلي دي. دغه بهیر پر سیمهییز کاري بازار او د ټولنو د جذب پر ظرفیت سخت فشار راوستی دی. د راپور له مخې، له پاکستان سره د دروازو تړل کېدو او په منځني ختیځ کې جګړو سوداګري ګډوډه کړې او د لېږد رالېږد لګښتونه یې لوړ کړي چې په پایله کې یې په مې میاشت کې عمومي انفلاسیون ۷.۸ سلنې او د خوراکي توکو هغه بیا ۸.۲ سلنې ته پورته شوی دی.
همدارنګه ویل شوي چې نړیوالو بسپنه ورکوونکو د دوحې بهیر له لارې له افغانستانه خپل ملاتړ تایید کړی، خو ټینګار یې کړی چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لا هم د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو پر وړاندې ستر خنډ دی. د «افغانستان ستراتیژیک چوکاټ» له ۵۰ سلنې بودیجوي کسر سره مخ شوی دی. د راپور له مخې، د اقلیمي تمویل په اړه خبرو کې د «نړیوال چاپېریال اسانتیا صندوق (GEF)» له خوا د اتو میلیونو ډالرو د ځانګړي کولو یادونه شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د کوچنیو مالي پورونو پرداختونه ۷۱.۳ میلیونو ډالرو ته رسېدلې چې د ۲۳ زرو ۷۸۹ پورونو په بڼه ورکړل شوي او ۳۳ سلنې یې د ښځو اړوندو کاروبارونو ملاتړ کړی دی. د راپور له مخې، یونیسکو اعلان کړی چې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، ۲.۴ میلیونه نجونې لا هم له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي. د یونیسف یوې څېړنې هم اټکل کړی چې د زدهکړو او په کاري برخو کې د ښځو د ګډون اړوند محدودیتونه هر کال افغانستان ته لږ تر لږه ۸۴ میلیونه ډالره تاوان رسوي.
د راپور له مخې، په پراخه کچه د کډوالو بېرته ستنېدو، د بودیجې کمښت، په سوداګرۍ کې ګډوډي او سختو سېلابونو، بشري اړتیاوې ډېرې کړې دي. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مې ترمنځ ۶.۸ میلیونو کسانو ته بشري مرستې رسېدلې دي. دغه سازمان ویلي چې ۶۱ سلنه بشري مرستندویه بنسټونه د ښځینه کارکوونکو لپاره د محرم اړوند له ستونزو سره مخ شوي او د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې له سروې شویو بنسټونو نیمايي یې د ښځینه کارکوونکو ملاتړي اقدامات ودروي.
په راپور کې راغلي چې شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ چې د خوړو د خوندیتوب د یوځای شویو پړاوونو د درجهبندۍ (IPC) له مخې د درېیمې یا څلورمې کچې په کتګوریو کې راځي، مخ و. همدارنګه، له پنځو کالو کم عمره څه باندې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وې. د راپور له مخې، د بودیجې د کمښت له امله د جنورۍ او جون ترمنځ له ۱۵۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل یا یې فعالیتونه درول شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د مهماتو او چاودېدونکو توکو له امله ککړتیا دوام لري او د ماین او چاودېدونکو توکو د پاکولو وړتیا ۳۸ سلنه ټيټه شوې ده. دغه راز، طالبانو د پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې د لاسوهنې له لارې د دغه سازمان په لاسرسي کې ۱۵۹ محدودیتونه رامنځته کړې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د تریاکو کښت کم شوی، خو د مېتامفټامین قاچاق چې له افغانستانه سرچینه اخلي یا له دغه هېواده تېرېږي، زیات شوی دی. د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د روږدو په ملاتړو مرکزونو کې د ۱۸ زرو او ۱۴۱ ښځو په ګډون ۳۶ زرو او ۳۴۰ کسانو ته خدمات وړاندې شوې او ۸۹ زره ۶۸ کسان هم د بدیل معیشت له اړوندو مرستو برخمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لغوه کړي، د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي، بدني سزاوې پای ته ورسوي، د عمومي بښنې اړوند ژمنو ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره سم چلند وکړي.
همدارنګه، د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو هغو غاړو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کې ښکېل دي، غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب او نړیوالو بشردوستانه حقوقو ته درناوی وکړي. نوموړي د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو هم غوښتي چې د ملاتړ په برخه کې خپلو ژمنو، په ځانګړې توګه د جبري نه ستنولو اصل (non-refoulement) باندې عمل وکړي او د بېرته راستنېدونکو خوندیتوب او په خپله خوښه بېرته ستنېدو او له بیا ادغامه ملاتړ وکړي.





