ولسمشر محمداشرف غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په بېلابېلو مرکو کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې وړتیا لري، خو له دغو ځواکونو سره د نړیوالو مرستو دوام اړین دی.
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د غویي پر ۳۱ له محمداشرف غني او عبدالله عبدالله سره د مرکو متن یوځای خپور کړی دی.
ولسمشر غني په دغې مرکه کې ویلي، ترهګري نړیوال ګواښ دی او له امریکا او ناټو یې غوښتي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي په دې مرکه کې په هوایي او تخنیکي برخو کې د نړيوالو مرستې اړینې بللې دي.
ولسمشر له امریکا غوښتي، چې پاکستان وهڅوي؛ طالبان خبرو ته حاضر کړي. د هغه په خبره، طالبانو د هوکړې پر خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او له القاعدې سره یې هم اړیکې نه دي پرې کړې.
ورته مهال عبدالله عبدالله دغې ورځپاڼې ته چې د ښاغلي غني د خبرو په دوام خپرې شوې ویلي، طالبان له القاعدې ډلې سره نږدې کار کوي، چې دا تر پخوا امریکا ته لا «خطرناک» دی.
نوموړی وایي چې طالبان تراوسه د سولې په مذاکراتو کې جدي نه دي او هغوی تر ډېره پر یوه اسلامي سیسټم ټينګار کوي. د ښاغلي عبدالله په خبره، هغوی لا هم د هغه اسلامي نظام جزییات نه ورکوي چېً دوی یې غوښتوونکي دي. نوموړي هم د نړیوالو د بشري او اقتصادي مرستو پر دوام ټينګار کړی دی.
عبدالله زیاته کړې، چې د سیاسي مشرانو یووالی د لومړۍ کرښې د ځواکونو روحیه پياوړې کولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله ځینې کسان اټکل کوي چې افغان پوځیان به د جګړې په لومړۍ کرښه کې له جدي ستونزو سره مخ شي.
له دې سره سره لوړپوړي امنیتي چارواکي ټينګار کوي، چې افغان ځواکونه په خپلواکه توګه د هېواد د دفاع وړتیا لري او اوسمهال ټول پوځي عملیات په خپله ترسره کوي.