مژده داسې مهال وینم چې خپله کوچنۍ لور پریا یې په غېږ کې ارامه ویده ده. د مژدې لاسونه د خپلې لور د کوچني بدن شاوخوا تاو شوي او کله کله یې مخ ته ګوري. په سترګو کې یې د ارام او حسرت احساس څپې وهي؛ داسې چې کله خپل ماشوم ته ګوري، هممهاله د تېر وخت یوه برخه هم لټوي؛ هغه ښځه چې یوه ورځ یې له خپلو کتابونو سره ژوند کاوه، د خپلې راتلونکې لپاره یې پلانونه لرل او باوري وه چې یوه ورځ به د پوهنتون په یوه ټولګي کې کېني او د فراغت په جامو کې به د زدهکړو او هڅو کلونو د پای جشن نمانځي.
مژده چې کله د خپل تېر په اړه خبرې کوي، غږ یې ارام دی؛ خو تر شا یې ژور ارمان پټ دی. پریا یې لا هم په غېږ کې ده او مژده په داسې حال کې چې د خپلې لور پر وېښتانو لاس راکاږي، هغه ورځې یادوي چې د یوې هیلې د پوره کولو لپاره یې دوه بشپړ کاله کانکور ازموینې ته چمتووالی نیولی و. هغه وايي: «دوه کاله مې د کانکور لپاره درس ووایه. له خپل ورور سره مې یو ځای زدهکړې کولې. دواړو هڅه کوله چې په هغه پوهنځي کې بریالي شو چې خوښېدل مو. زه په ښوونځي کې غوره زدهکوونکې وم او تل مې فکر کاوه چې له ښوونځي وروسته به مې پوهنتون د ژوند د یوه نوي پړاو پیل وي.»
د مژدې لپاره کانکور یوازې یوه ازموینه نه وه؛ بلکې د هغې راتلونکې دروازه وه چې کلونه یې ورته هیلې پاللې وې. هغې به ځان د پوهنتون په ټولګي کې انځوراوه؛ د کتابونو، استادانو او ټولګیوالو ترمنځ. د وکیلې کېدو خوب یې لاره او غوښتل یې چې یوه ورځ به په خپلې پوهې او وړتیا د ځان لپاره په ټولنه کې یو ځای او مقام جوړ کړي.
خو کله چې مژده خپلې راتلونکې ته نږدې شوې وه، افغانستان بیا بله لار ونیوله. د طالبانو په راتګ هر څه بدل شول. مژدې ان دومره چانس ونه موند چې ازموینه ورکړي. هغه کتابونه چې تر هغه مهاله یې د راتلونکي زیري بوی ورکاوه، ورو ورو د کور په یو کونج کې پاتې شول او هغه پلان چې د ژوند لپاره یې جوړ کړی و، د محدودیتونو ترمنځ ودرېد.
وروسته، چې کله د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړل شوې، مژده نور یوازې له یوې ازموینې نه وه پاتې؛ بلکې داسې احساس یې کاوه چې د خپلې راتلونکې یوه برخه ترې اخیستل شوې ده. وايي: «کله چې پوهنتونونه وتړل شول، پوه شوم چې نور هغه راتلونکې چې ځان ته مې جوړه کړې وه، په اسانۍ شونې نه ده. هر څه بدل شوي و. ما پوهنتون ته د تګ لپاره دوه کاله درس ووایه، خو ان ونه توانېدم کانکور ازموینه ورکړم. وروسته پوهنتون هم وتړل شو؛ داسې لکه یو واري ټولې هغه لارې چې لیدلې مې، تړل شوې وي.»
مژده په یوه هوسا او شتمنه کورنۍ کې لویه شوې وه. کورنۍ یې له اقتصادي پلوه ښه وه او د امکاناتو نشتوالي یې د زدهکړو د دوام خنډ نه و. که ستونزه یوازې پیسې وای، ښايي نن به د مژدې کیسه بل ډول وه. هغې ان پرېکړه کړې وه چې د زدهکړو د دوام لپاره بهر ته لاړه شي. غوښتل یې داسې لار ومومي چې خپلې زدهکړې وکړي او هغه ارمان چې په هېواد کې ترې اخیستل شوی و، په بل ځای کې یې وڅاري. خو دا ځل یې پر وړاندې بل خنډ ودرېد: د کورنۍ دودیز فکر. د مژدې کورنۍ له هغې سره د زدهکړو د دوام لپاره بهر ته د تګ زړه ونه وکړ. په داسې کورنۍ کې چې د نجونو د ژوند د مهمو پرېکړو په اړه لا هم د دودیزو باورونو تر سیوري لاندې پرېکړې کېږي، مژده ونه توانېده چې کورنۍ له دې پرېکړې راوګرځوي. هغه وايي: «غوښتل مې لاړه شم او درس ووایم. اسانتیاوې مې لرلې. خو کورنۍ اجازه رانه کړه. ګومان یې کاوه چې نجلۍ دې د زدهکړو لپاره له کورنۍ نه لرې کېږي. هر څه مې چې ورته وویل، ویې نه منله.» مژدې ته دا «نه کېږي» یوازې یوه کلمه نه وه؛ تر شا یې هغه راتلونکې پرته وه چې ورو ورو یې له لاسه وتله.
کورنۍ یې ترې وغوښتل چې د زدهکړو، پوهنتون او وکیلې کېدو ارمان څنګ ته کړي او پر ځای یې د ژوند بل پړاو پیل کړي؛ هغه چې د ډېرو نجونو لپاره مخکې له دې چې ورته چمتو شي، د ژوند د طبیعي لارې په توګه ټاکل کېږي: واده. مژدې په پایله کې د یوې شتمنې کورنۍ له یوه هلک سره واده وکړ. هغه د خپل مېړه په اړه بد نه وايي. برعکس، کله چې د ګډ ژوند په اړه غږېږي، وايي چې له خپل مېړه سره مینه لري او ترې راضي ده. خو له ګډ ژونده رضایت دا مانا نه لري چې د هغې د ژوند ارمان چې غوښتل ویې ولري، له منځه تللی دی.
دا ښايي د مژدې د کیسې ترخه برخه وي؛ دا چې یوه ښځه کولی شي له خپل مېړه سره مینه ولري، له ژونده راضي وي، د یوه خوږې ماشومې مور وي او هممهاله د هغې نجلۍ لپاره چې یو وخت وه او د هغې راتلونکې لپاره چې غوښتل ویې ولري، تل په ارمان کې پاتې شي.
مژده په داسې حال کې چې د خپلې لور مخ ښکلوي، وايي: «زه له خپل مېړه سره مینه لرم او له ژونده ناراضه نه یم؛ خو فکر کوم چې د واده وخت مې نه و. ما لا هم هیله لرله چې زدهکړې وکړم. غوښتل مې د خپلو هیلو په لټه اوسم، الوت وکړم او د ځان لپاره یو څه جوړ کړم. نه مې غوښتل دومره ژر مور شم.» د مژدې غږ یو څه ورو کېږي. نه غواړي مور کېدل رد کړي. پریا ورته ډېره ګرانه ده. ماشومه په غېږ کې نیسي، ورته ګوري او د راتلونکې په اړه یې غږېږي چې غواړي د خپلې لور لپاره یې جوړه کړي. خو په خبرو کې یې د هغو ورځو ارمان چې خپله یې فرصت ونه موند، په څرګند ډول احساسېږي. مژده وايي: «زه له خپلې لور سره ډېره مینه لرم. مور کېدل راته ډېر ارزښت لري؛ خو د هغو څېزونو ارمان راسره دی چې د تجربه کولو چانس مې یې ونه موند.» هغه څه چې ښايي ډېرو ته ساده ښکاره شي، مژدې ته په نه ترلاسه کېدونکې هیلې بدل شوي: په درسي ټولګي کې کېناستل، استادان، د خوښې وړ پوهنځي کې زدهکړې، د فراغت ورځ، د فراغت جامې، له ټولګیوالو سره یو ځای عکس اخیستل او په پای کې داسې یوه دنده چې خپله یې ترلاسه کړې وي. نوموړې یو وخت دا د خپلې راتلونکې برخه ګڼله خو اوس یې فرصت ګڼي چې د تجربه کولو چانس یې ونه موند. «کله کله فکر کوم که دا پېښې نه وای شوې، ښايي اوس له پوهنتونه فارغه شوې وای. ښايي وکیله شوې وای. ښايي دنده مې لرلی او هغه ژوند چې ځان ته مې انځوراوه، جوړ کړی وای.»
مژده لږه شېبه چوپېږي او بیا وايي: «ورور مې خپلې زدهکړې بشپړې کړې. نوموړی وتوانېد چې هغه څه ته ورسېږي چې غوښتل یې. خو زه همالته پاتې شوم؛ له هغې هیلې سره چې لا مې هم په زړه کې ده.» دا جمله ښايي د مژدې د ژوند ساده او دردونکې برخه وي: ورور یې خپلې زدهکړې بشپړې کړې، خو د مژدې هیله لا هم پای ته نه ده رسېدلې؛ یوازې درېدلې او نیمګړې پاتې ده.
مژده خپلې لور ته ګوري. پریا د مور په غېږ کې ارام کړی؛ ناخبره له دې چې مور یې کلونه وړاندې د داسې راتلونکې لپاره چې اوس یې د خپلې لور لپاره غواړي، مبارزه کړې. مژده وايي: «زه نه غواړم پریا هم زما په څېر ووایي چې کاشکې مې زدهکړې کړې وای، کاشکې تللې وای، کاشکې یې اجازه راکړې وای. نه غواړم نجلۍ اوسېدل ورته پر یوه محدودیت واوړي.» مژدې ته پریا یوازې یوه ماشومه نه ده؛ د هغو هیلو لپاره چې ونه توانېده، بیاځلي چانس دی.
مژده غواړي لور یې هره هغه لار چې د خپلې راتلونکې لپاره یې ټاکي، په ازاد ډول وکړای شي ویې وپالي. هغه غواړي که کومه ورځ پریا پرېکړه وکړي چې ډاکټره، وکیله، ښوونکې یا هره بل هغه څه چې ارمان یې لري، جوړه شي، هېڅوک یې پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي. مژده وايي: «غواړم لور مې خپلو ټولو هیلو ته ورسېږي. نه غواړم یوه ورځ څوک یوازې د دې لپاره چې هغه نجلۍ ده، ورته ووایي چې ته یې نه شې کولی. که خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره ورته اړینه وي چې ان له ما څخه هم لرې شي، بیا هم غواړم چې خپله خوښه او خپله پرېکړه ولري.» دا خبره د هغې مور له خولې چې خپله ماشومه یې په غېږ کې نیولې، ژوره مانا لري. مژده وايي، که کومه ورځ پریا ته خپلې هیلې په دې مانا وي چې له خپلې موره لرې شي، چمتو ده چې دا بېلتون وزغمي؛ ځکه نه غواړي لور یې د بېلتون له وېرې هماغه محدودیت تجربه کړي چې خپله یې تجربه کړی دی. هغه نه غواړي مورنۍ مینه یې د لور د راتلونکې په مخکې پر دنګ دیوال واوړي.
ښايي همدا هغه ځای وي چې د مژدې کیسه له یوې شخصي کیسې هاخوا بیايي. د هغې کیسه یوازې د یوې نجلۍ کیسه نه ده چې ونه توانېده کانکور ازموینه ورکړي یا پوهنتون ته لاړه شي. د هغې کیسه د هغو نجونو د یوه نسل روایت دی چې د هیلو او جبر ترمنځ پړاو کې درېدلې دي؛ هغه نجونې چې کولی یې شوای محصلانې، وکیلانې، ډاکټرانې، ښوونکې او… شي، خو د ژوند سترې پرېکړې یې خپله نه، بلکې نورو وکړې.
مژده لا هم هغه نجلۍ په دننه کې لري؛ هماغه نجلۍ چې دوه کاله یې د کانکور لپاره درس ووایه، له خپل ورور سره یې زدهکړې وکړې او په شوق یې د راتلونکې په اړه فکر کاوه. ښايي ژوند هغه ځای ته رسولې وي چې هغې یې هغه مهال تصور هم نه شوای کولی، خو هغه هیله بشپړه له منځه نه ده تللې. نوموړې لا هم کله چې د وکیلې کېدو خبرې کوي، په خبرو کې یې یو ډول لېوالتیا ښکاري؛ هغه چې د کلونو په تېرېدو لا هم نه ده مړاوې شوې. ښايي دا شوق نور د پخوا په څېر پیاوړی نه وي، خو لا هم شته؛ کټ مټ لکه یو څراغ چې د ایرو لاندې پټ پاتې وي.
مژده اوس مور ده. پریا په غېږ کې نیسي، پالنه یې کوي او د راتلونکې په اړه یې فکر کوي. خو د مور د ټولو مسوولیتونو ترڅنګ، د هغې د وجود یوه برخه لا هم هماغه د ښوونځي غوره زدهکوونکې ده؛ هماغه چې خپل کتابونه به یې پرانیستل او د یوې غوره سبا لپاره به یې زدهکړه کولې. وايي: «زه نه شم کولی بېرته تېر وګرځم. نه شم کولی هغه کلونه چې له لاسه تللي، یو ځل بیا یې ژوندی کړم. نه شم کولی د پوهنتون هغه څوکۍ چې هېڅکله پرې نه یم ناسته، یو ځل بیا یې ومومم. خو کولی شم چې که لور مې وغواړي، پر هماغې څوکۍ کېناستی شي.»
پریا لا هم د مور په غېږ کې ده. مژده ارام ورته ګوري او ښايي د ماشومې په څېره کې هغه راتلونکې ویني چې خپله یې د تجربې چانس ونه موند.
د مژدې کیسه په واده پای ته نه ده رسېدلې، په مور کېدو هم نه ده ختمه شوې او ان د پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو هم پای ته نه ده رسېدلې. د هغې کیسه لا هم دوام لري؛ د هغې په سترګو کې، په ارمانونو کې یې او په هغو هیلو کې چې اوس غواړي د خپلې لور لپاره یې ژوندۍ وساتي.
مژده ونه توانېده الوت وکړي، خو لا هم پرې باور لري. ښايي د مژدې ټوله هیله نن په همدې یوې جملې کې راټوله شي: لور یې د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره اړه نه شي چې له چا اجازه واخلي، هغه هم یوازې له دې کبله چې نجلۍ ده. هغه غواړي پریا هغه ځای ته ورسېږي چې خپله ورته ونه رسېده. د مژدې لپاره ښايي دا وروستی فرصت وي، څو هغه ارمان چې ترې اخیستل شوی، دا وار یې له لور څخه ونه تروړل شي.





