۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې د اپریل له لومړۍ د جون تر ۳۰مې یې د پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو او مخکېني حکومت چارواکو د نیولو او توقیف ۲۹ پېښې مستندې کړې دي.
دغه بنسټ، په دې موده کې د ناوړه چلند او شکنجې پنځه پېښې او همداراز د پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژلو اته پېښې مستندې کړې دي.
یوناما زیاته کړې چې پخواني افغان ځواکونه او د مخکېني حکومت چارواکي هېواد ته له جبري ستنېدو وروسته لا هم د بشري حقونو د نقض له ګواښ سره مخ دي.
په راپور کې د بېلګې په توګه راغلي چې د ایراني چارواکو له خوا افغانستان ته د افغان ملي اردو یو مخکېنی افسر له جبري ستنولو وروسته، نوموړی هماغه ورځ په هرات کې لادرکه شوی دی.
د راپور له مخې، د دغه افسر کورنۍ لا هم د نوموړي د برخلیک یا یې د ساتلو له ځایه معلومات نه دي ترلاسه کړي.





