۸صبح، کابل: پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پر مکې مکرمې د برید هڅه غندلې ده.
کرزي چهارشنبه د وږي پر ۲۵مه غوښتنه کړې چې ښکېل هېوادونه او اړخونه دې په تدبیر او لرلید د ترینګلتیاوو او نښتو له زیاتېدو ډډه وکړي.
نوموړي په هر ډول شرایطو کې د حرمینو شریفینو د حرمت پر ساتلو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې په سیمه کې دې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره لاره چاره برابره شي.
مخکې سعودي اعلان کړی و چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټم د مکې په سویل کې د حوثیانو یوه بېپیلوټه الوتکه د دغه ښار ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو مخکې، نسکوره کړې ده.
حوثیانو بیا پر مکې د برید ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې بریدونو یې د سعودي د تېلو تاسیسات او پوځي اډې په نښه کړې دي.





