په دې ورځو کې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د طالبانو او هیئت تحریرالشام د پرتله کولو موضوع یوه ګرمه سوژه ګرځېدلې ده. د هیئت تحریرالشام مشر په دې وروستیو کې ویلي چې سوریه به پر بل افغانستان بدله نه شي، ځکه چې دواړه هېوادونه بېل ټولنیز او کلتوري وضعیت لري او افغانستان د قبیلوي جوړښتونو لرونکی دی. د هغه دې خبرې د افغان کاروونکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي؛ ځینو د احمد الشرع دغه څرګندونو تایید کړي، خو ځینو یې مخالفت کړی. خو د هیئت تحریرالشام د مشر دې خبرې چې سوریه به بل افغانستان نه شي او له خلکو سره د هغه نرم چلند او انعطاف منلو د ډېرو پام ځان ته اړولی دی. احمد الشرع اوس د یوې ترهګرې ډلې له مشرۍ د سوریې پر راتلونکي مشر بدل شوی او ټو هېوادونه – ان روسیه چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړې وه، هم له هغه سره سیاسي تعامل غواړي. که څه هم اوس له وخته مخکې خبره ده چې د احمد الشرع پر ټولو خبرو باور وشي، خو ښکاره ده چې هغه تر دې دمه ځان یوه عمل پالې او منځ لارې څېره معرفي کړې ده. هغه پر دې توانېدلی چې د سوریې د خلکو او رسنیو پام ورخپل کړي او له نورو اسلام پالو مخکې شي. د کیسې بل اړخ ته موږ له طالبانو سره مخ یو، هغې ډلې سره چې په تېرو درېیو کلونو کې یې یوازې د زور او ځپنې په ژبه خلک په پټو سترګو خپلې پیروۍ ته رابللي دي: ګواښ، وهل ټکول، نیونې، شکنجه، صحرايي محکمې او وژنې. طالبان د دې لپاره راغلي چې د دوی پر باور خلک اصلاح کړي، نه دا چې د نرمښت او منځلارۍ له لارې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او د نړیوالو منل شویو اصولو درناوی وکړي.
که د سیاسي ریالېزم له نظره د سوریې او افغانستان اوسنی وضعیت وڅېړو، نو له دوو بېلابېلو چلندونو سره مخامخېږو: د یوه استازی د احمد الشرع په مشرۍ د هیئت تحریرالشام ډله ده او د بل استازی د ملا هبتالله په مشرۍ د طالبانو ډله. دواړه ډلې سخت دریځي اسلامي ډلې دي او د ترهګرۍ پراخه مخینه لري، خو د دوی چلند له یو بل سره توپیر لري. لومړۍ ډله هڅه کوي د خلکو او نړۍ له غوښتنو سره ځان برابر کړي، په داسې حال کې چې دویمه ډله په یوه ماشومانه ضد سره غواړي چې خلک او نړۍ یې غوښتنو ته تسلیم شي. لومړۍ ډله له خلکو او نړۍ سره د تعامل غوښتنه لري، خو دویمه ډله ټینګار کوي چې، که ان اټوم بم هم وکاروئ، تعامل نه کوم. دا ډول وحشت، وروسته پاتې والی، لجاجت او ایډیالوژیک جهالت څرګندوي چې طالبان هېڅکله د بدلون اراده نه لري. د طالبانو او ورته نورو ایډیالوژیکو ډلو که – ښي اړخي وي او که کیڼ اړخي- اصلي وېره له مرګه ده. د همدغه دلیل پربنسټ د خپلو زړو باورونو او سپېڅلو ارزښتونو د ساتلو لپاره چې له مودو راهیسې زاړه شوي او نور د بدلون په حال کې ټولنې درد نه دوا کوي، حاضر دي هر ډول جنایت ترسره کړي. ځینې ډلې، لکه هیئت تحریرالشام کله چې خپلو چورلټو خیالي او موهو موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو اوږدمهاله هڅو ناکامي درک کړي، دې پایلې ته رسېږي چې د سیاسي پایښت لپاره له انعطاف منلو او واقعیت ته له غاړې اېښودو پرته چې تل د بدلون په حال کې دی، بله چاره نه لري. دا ډلې، که څه هم په ظاهري ډول، د بدلون هڅه کوي، خو دا ټولې هڅې تر هغې دوام کوي چې د دوی د واک بنسټونه له خطر سره مخامخ نه وي. خو، ډېری سخت دریځي ډلې، لکه طالبان ان دا ډول عوام غلوونکو بدلونونو ته هم چمتو نه دي. د ایډیالوژۍ ویروس په هغوی کې دومره ژور ننوتی دی چې یې په بشپړ ډول پر کاڼه او ړانده موجود بدل کړي او هېڅ ډول انعطاف نه ښيي. طالبان په همدغو سختدریځو ډلو کې راځي.
طالبان تر اوسه په هېڅ برخه کې له خپلو پرېکړو ان یوه لوېشت هم شاته شوي نه دي او د زور په ژبه یې نړۍ ته کرښې اېستلې دي. دا د نړۍ هېوادونه دي چې تل د طالبانو پر وړاندې له خپلو درېځونو په شا شوي دي، داسې چې ته به وایي له طالبانو سره له جوړجاړي او همکارۍ پرته بله هېڅ لاره نشته. دا ډله، چې اوس د نړۍ پر کمزوریو پوه شوې ده، د زورګویۍ او ضدیت په زیاتولو سره تر پخوا ډېر باج اخلي؛ ځکه پوهېږي چې باج ورکوونکي په اسانۍ سره چمتو دي خپلې اصول تر پښو لاندې کړي او د دې ډلې غوښتنې ومني. داسې ښکاري چې نړۍ دومره بې وسه شوې چې په عمل کې داسې انګېري چې د ترهګرۍ حتمي او وروستۍ ماتې شونې نه ده، ځکه نړیوال سیاست په جیوپولیټیکو سیالیو کې دا ښکارنده بیا بیا تولیدوي.
اوسمهال یوازېنۍ هغه لاره چې د نړۍ هېوادونو د ترهګرۍ له ښکارندې سره د مقابلې لپاره خپله کړې، پر « بد» او« بدتر» یا « ښه» او« بد» د ترهګرو ډلو وېشل دي چې پر نړیوال سیاست حاکم ریالیزم یې وړاندې کوي. د دې لپاره چې له « بدتر» سره مقابله وشي، باید له «بد» سره ودرېږئ یا له « ښه» سره متحد شئ څو د « بد» ته د ماتې ورکولو هڅه وکړئ. خو هغه څه چې اړتیا ده یادونه یې وشي، دا دي چې پورته وېشنه پرتلیزه او مقایسوي ده.
د بېلګې په توګه د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې چې یوه «بدتره» ترهګره ډله ګڼل کیږي، د طالبانو د ډلې چې یوه «بده» ترهګره ډله بلل کیږي، ملاتړ کوي. طالبان یوازې د داعش پرتله کم خطر لري او په همدې دلیل هغوی د «بدو» ترهګرو په کټګورۍ راځي خو که په افغانستان کې بل اسلام پاله بهیر وي چې د طالبانو ډله د هغه پرتله تندلارې وي، نو بیا به د « بد» او « بدتر» یا « ښه» او « بد» وېش بدلون ومومي. د بلې بیلګې په توګه، که موږ هیات تحریرالشام له طالبانو سره پرتله کړو، د هغه څه په پام کې نیولو سره چې په دې لنډه موده کې مو په سوریه کې ولیدل، هیات تحریرالشام د نړۍ د هېوادونو له لوري د «ښې» ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوی، په داسې حال کې چې طالبانو د خپلو درې کلونو کړنو په لړ کې ثابته کړي چې «بد» دي. «ښه» ترهګر لکه احمد الشرع له نړۍ سره لاره وړي او له ايديولوژیکې وچ فکرۍ لاس اخلي، ان که یوازې په ظاهري او لنډمهاله توګه هم وي. خو د «بدو» ترهګرو لکه د طالبانو د پرده نشین مشر ملا هبت الله چرګ یوه پښه لري. «ښه» ترهګر عملپالی دی او پوهیږي چې نړۍ د هغه پر لاره نه ورسره ځي او دا دی دی چې باید د نړۍ واکمن نظم ته غاړه کیږدي. ځکه نو، « ښه» ترهګر تر «بد» ترهګره چې هېڅکله نه غواړي له خپلو ايډيولوژیکې ځانغوښتنې لاس واخلي او جوړجاړي او پخلاینې ته چمتو شي، د سیاسی پايښت او پاتې کېدو زیات چانسونه لري، البته که «بد» ترهګر لکه طالبان د داعش د حضور له امله استثنايي موقعیت ولري، نو نړۍ حل لاره له هغوی سره په تعامل کې ویني نه له هغوی د مخ په اړولو او مخالفت کې. دا د نن ورځې په سیاست کې د ریالېزم یو معمول او عادي افت دی.



