• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کندهار والي: د کندهار جګړه سیاسي او قـومــي اړخ لـري

احمد شاه شاداب

 احمد شاه شاداب احمد شاه شاداب
۳ زمری/اسد ۱۴۰۰ - ۲۵ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1627190831]

د کندهار والي روح الله خانزداه وايي چې د کندهار جګړه سياسي او قومي اړخ لري.
نوموړي د چنګاښ په ۲۶مه نېټه په خبري ناسته کې وویل چې په کندهار کې ځيني امنیتي مسؤلین د قومي او سیاسي اړيکو له مخې پوستې خوشې کوي.
اخوا، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمان چې د کندهار د امنیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته تللی ویلي: کندهار ولایت به په هېڅ صورت د طالبانو لاس ته ور نه شي، ځکه د کندهار په نوم سره ټول افغانستان یادېږي.
د کورنیو چارو وزارت لوی معین زياته کړه چې، په ورستیو ورځو کې یې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې او دا لړۍ به دوام ولري.
عبدالرحمن رحمان څرګنده کړه، چې د کندهار ولایت سقوط د ټول افغانستان سقوط دی، نو دوی به په هېڅ صورت طالبانو ته د کندهار ولایت د نیولو اجازه ور نه کړي.
بل لوري ته د کندهار والي وويل، په کندهار کې ټوله جګړه سیاسي ده او خلک د قوم پر اساس یو او بل ځای له سقوط سره مخ کوي. د خانزاده په وينا، په داسې حال کې، چې ځينو پوستو ته ان په څلورو ورځو هم وسله وال طالبان نه وي ورغلي خو هغه ځای افغان امنيتي ځواکونو پریښی وي.
روح الله خانزاده زیاته کړه، چې دی به هغه مشران ډېر ژر د کندهار اولس ته وروپېژني چې په تېرو شلو کلونو کې یې د کندهار د خلکو په نامه خپل جېبونه ډک کړي دي.
په کندهار کې په تېرو څو اونیو کې جګړو زور اخیستی، چې همهاله زیاتې کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې او کندهار ښار ته یې پناه وړې ده.
له بلې خوا، د کندهار یو شمېر وکیلان وايي هغه دولتي کارکوونکي چې په دې وروستیو کې له هېواده تښتېدلي باید له دندو ګوښه او سزا ورکړل شي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازو سید احمد سېلاب، ګل احمد کمین او مقتدا مېران د چنګاښ په ۲۶مه په دغه ولایت کې خبري ناستې ته وویل چې موږ تل د خپل اولس ترڅنګ ولاړ یؤ او په هر وخت کې به یې دفاع کوو. د ولسي جرګې غړي ګل احمد کمین ویلي چې په کندهار کې د جګړې یو لوری د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلي، خو بل لوری بیا پر همدغو کورونو چې عام خلک په کې اوسېږي بمباري کوي او په پايله کې د دواړو لوريو لخوا عامو وګړو ته زیان رسېږي.
د کندهار بل استازي سید احمد سېلاب وویل: هغه پوځي او ملکي مامورین چې په دې حساس وخت کې له کندهاره تښتېدلي دي، د دې ترڅنګ چې له دندو لیرې شي بايد سزا ورکړل شي.
د کندهاريانو بل استازي مقتدا مېران وويل، دا چې ولایتي ادارې د موټر سیکلونو د ګرځېدو او همدارنګه د شپې لخوا د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی، دغه ګام به د کندهار د امنيت په ښه والي کې اغېزناک ثابت شي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازي داسې مهال خلکو ته ډاډ ورکوي چې د کندهار ښار درې حوزې طالبانو نیولې او په ځینو نورو برخو کې هم جګړه روانه ده.
د دې ترڅنګ د دغه ولایت له ۱۷ ولسوالیو يوازې دوه ولسوالۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ولکه کې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

کندهار والي د اقتصاد رئيس د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړ

۶ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۲۴ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1614176374]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.