د کندهار ولایت مقام له لوري په خپرې شوې اعلامیه کي راغلي چې، د کندهار والي روح الله خانزاده د ياد ولايت ټولو ریاستونو څخه د ارزوني لړۍ رپيل کړې، چي په ترڅ کي یې نن چهارشنبه د لومړني ګام په توګه د کندهار د اقتصاد رئیس ګل محمد ارین د وظیفوي تداخل، غفلت او فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړ، تر څو د خپلو کړنو حساب ورکړي.
په اعلامیه کې راغلي، کندهار والي د فساد سره مبارزه خپل کاري لومړیتوب ګڼي او په یاده برخه کې یې جدي هڅي پیل کړې دي، تر څو ولس ته ټول هغه اشخاص په ګوته کړي، چي د ولس حق یې تر پښو لاندې کوي.
د اعلاميي له مخي کندهار والي پر ټولو ولسونو غږ کړی، چي که کوم څوک د اقتصاد پر رئيس او یا د کندهار نورو مسؤلینو د فساد او ورته مواردو ادعا لري، نو کره ثبتونه دې ولایت مقام او یا هم څارنوالۍ ریاست ته وسپاري.