د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو گوټېرش وايي د غـزې د سولې طرحه باید په بشپړ ډول، له کوم محدودیت پرته او له بشري مرستو سره یوځای پلي شي.
ګوټېرش پنجشنبه د سپټمبر پر ۱۷مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په غـزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطین د خلکو ناخوالې او کړاوونه باید هېر نه شي.
نوموړي د غـزې لپاره د سولې د طرحې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې بشري مرستې باید له نااعلان شویو یا ناقانونه محدودیتونو پرته اړمنو خلکو ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د لوېدیځې غاړې د لاندې کولو (الحاق) د لړۍ د سمدستي درېدو غوښتنه هم کړې ده.
ګوټېرش ویلي دي چې د دوو خپلواکو دولتونو له رامنځته کېدو پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي ټينګېدلای.
نوموړي ټینګار کړی چې عادلانه، تلپاتې او هراړخیزې سولې ته د رسېدو لپاره لومړی ګام باید سملاسي اوربند وي.





