د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ تر یوه بریده روښانه دی. داسې ښکاري چې دغه هېواد خپلې ګټې د افغانستان د سولې په لار کې تعرف کړې او د تېرو لسیزو سیاست یې پرې اېښی دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له رویټرز خبري آژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان په هکله په زړه پورې څرګندونې کړې دي. هغه ويلي چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې دولت د پاکستان د تېرو لسیزو او دودیز سیاست چې په افغانستان کې د ستراتیژيک عمق په بنسټ ولاړ و ترڅو په کابل کې د اسلام آباد ملاتړی دولت رامنځته کړي بدل کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو په اړه هم ویلي، په هغه صورت کې چې په دې هېواد کې کورنۍ جګره پیل شي، له افغانستان وروسته لومړنی هېواد چې زیانمنېږي، پاکستان دی. هغه جوته کړه چې پاکستان د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې د افغانستان د کشالې د حل په لټه کې دی، چې په خپل ګاونډ کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو مخنیوی وکړي. عمران خان زیاته کړې، هر حکومت چې په افغانستان کې د خلکو له خوا وټاکل شي، پاکستان باید ورسره همکاري وکړي. هغه همداراز ویلي، پاکستان باید هڅه ونه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او نفوذ وکړي. د پاکستان د لومړي وزیر په باور، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت اړوند ټول مسایل د امریکا، پاکستان او افغانستان په همکارۍ پورې تړاو لري.
د عمران خان ترڅنګ، د پاکستان نورو سیاسي څېرو هم اعلان کړی چې اسلام آباد د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې چې پاکستان یې د افغانستان په خاوره کې د خپلو پولو په پراخولو تورن کړی و، ویلي چې اسلام آباد په سیمه کې د سولې او ټیکاو په فکر کې دی او له همدې امله له ښاغلي محب څخه غواړي خپلې خبرې اصلاح کړي. هغه خبرداری ورکړ، له نړیوالې ټولنې سره به مطرح کړي چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه دا شخص (حمدالله محب)، په اصل کې په افغانستان کې د سولې تباه کوونکی دی.
پاکستان له ۲۰۱۸ کال راهیسې، د افغانستان د سولې په مسایلو کې فعال شوی دی. ویل کېږي چې دغه هېواد مذاکراتو ته د طالبانو په هڅولو کې پراخ رول لرلی دی. په وروستیو میاشتو کې چې د افغانستان د سولې خبرې له بندون سره مخامخ شوې او ددغه بهیر د بیا پيلولو لپاره هڅې روانې وې، پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو څو ناستو کې ګډون کړی او له دغه بهیره یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. له بلې خوا، د افغان دولت مسوولینو او د سیمې او نړۍ چارواکو هم د افغانستان په جګړه او سوله کې د پاکستان پر رول اعتراف کړی دی. دغو مسوولینو په ټولو ناستو کې په یو ډول اشاره کړې چې د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته د افغانستان د سولې بهیر پایلې ته نه رسېږي. د ډېری وګړو په اند، په هغه صورت کې چې اسلام آباد د افغانستان د سولې په بهیر کې صادقانه همکاري ولري، دا بهیر به پایلې ته ورسيږي. وروستی ځل د غبرګولي په ۱۶مه نېټه د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته د وینو توېیدلو درول او د سولې په بهیر کې پرمختګ ناشونی دی. هغه جوته کړې چې له پاکستان سره همکاري د افغان دولت او خلکو لپاره اړینه ده او په هر حالت کې باید له دغه هېواد سره خبرې او همکاریو ته دوام ورکړو.
دا په داسې حال کې دي چې له کابو څلورو لسیزو راهیسې، پاکستان له بنسټ پالنې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې د اوزار په توګه کار اخیستی دی. دغه هېواد د محمد داوود خان د حکومت له رامنځته کېدو او د هغه له خوا د پښتونستان د حق غوښتلو سیاست د طرحې په وړاندې، په خپله خاوره کې د افغان بنسټ پالو د روزنې مرکزونه جوړ او په دې برخه کې یې هڅې پیل کړې. د تاریخي اسنادو له مخې، د لومړي ځل لپاره په دغو مرکزونو کې پينځه زره جنګیالي ورزول شول او د افغان دولت په وړاندې د جګړې لپاره هېواد ته راغلل. د داوود خان له واکمنۍ وروسته، د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پرمهال، د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې لاترینګلې شوې او دواړو لوریو د یو بل په وړاندې مقابلې ته مخه کړه. د افغانستان لپاره د دغې جګړې پایلې ترخې او خونړۍ وې. د هېواد ټول ملي بنسټونه ویجاړ او کابل او د افغانستان نور ښارونه وران شول.
د مجاهدینو د دولت پرمهال هم د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنې دوام وکړ. دغه هېواد له هغې وروسته چې پر کابل د واکمنېدو لپاره د دوی له ملاتړه برخمنو تنظیمونو په تېره بیا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي څخه نهیلی شو، د طالبانو په نوم نوې رامنځته شوې ډلې باندې یې پانګونه پيل کړه. دغو هڅو پایله لرله او طالبان وتوانېدل چې کابل او د افغانستان ډېرې سیمې ونیسي. د کمونیستي حکومت له پرځولو بیا د طالبانو د امارت تر سقوط پورې پاکستان د افغانستان په چارو کې جوت رول درلود.
هېواد ته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په راتګ او نوي نظام په رامنځته کېدو سره وضعیت بدل شو او پاکستان د امریکا د فشارونو له کبله د ترهګرۍ پرخلاف جګړې له جبهې سره یو ځای شو. په دې موده کې بیا هم پر پاکستان یو تور، له طالبانو ډلې سره د نوموړي هېواد هکاري وه؛ داسې موضوع چې عمران خان هم په خپله وروستۍ مرکه کې په یو ډول هغه تایید کړه او وې منله چې پاکستان آن هغه وخت چې طالبان له امریکا سره جنګېدل له دې ډلې سره یې همکاري لرله.
خو اوس داسې ښکاري چې د پاکستان لپاره وضعیت بدل شوی دی. لږترلږه د کاغذ پرمخ اسلام آباد خپلې ګټې د افغانستان د سولې په لاره کې راوستې دي او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې د ټینګښت په هڅو کې فعاله ونډه لري. د پاکستان په نوې تګلاره کې، په ښکاره توګه ددغه هېواد د تېرو څو لسیزو د سیاست نښه نه لیدل کېږي. په تېرو وختونو کې د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاست یو مهم اصل دا و چې افغانستان باید د یوې مذهبي بنسټ پالې ډلې له خوا چې د اسلام آباد د لاس آله وي کنټرول شي او اوس دا ډول نه برېښي. ددغې ادعا ثبوت پاکستان ته د بېلابېلو دولتي او سیاسي شخصیتونو وربلل او همداراز د یوه ټول ګډونه او د ټولو لوریو لپاره د منلو وړ حکومت باندې ددغه هېواد ټینګار دی. داسې ښکاري چې پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې د اوزار په توګه د بنسټ پالنې د استفادې له سیاسته لاس اخیستی؛ ځکه دا هېواد اندېښمن دی چې که بنسټ پاله بهیرونه د اسلام آباد له کنټروله بهر شي، د دښمنۍ په اور کې به یې پاکستان هم وسوځي. په اوسني وخت کې د پاکستاني طالبانو ډله، د اسلام آباد یوه جدي اندېښنه ده. په هغه صورت کې چې د افغانستان جګړه له سیاسي لارې پای ته ونه رسېږي او طالبان تر خپله وسه پوځي لارې ته دوام ورکړي، هغه خطر چې پاکستان به ورسره مخ شي، د افغان طالبانو له خوا د پاکستاني طالبانو پياوړتیا ده. په دې برخه کې به پاکستان له افغانستان وروسته تر ټولو زیات زیان ومومي. دا اندېښنه عمران خان په خپله مرکه کې مطرح کړه او په ښکاره یې وویل چې د پاکستان خلک اندېښمن دي.
د اسلام آباد له خوا، د افغانستان لپاره د نظر وړ سناریو دا ده چې د څو لسیزو دا کړکېچ له سیاسي لارې پای ته ورسېږي او د بېلابېلو ډلو او طالبانو ترمنځ یو ایتلافي دولت جوړ شي. ددغه راز جوړښت په صورت کې، له یوې خوا د یوه توند لاري او بنسټ پال حکومت د رامنځته کېدو خطر له منځه ځي او له بله پلوه به اسلام آباد د افغانستان په چارو کې پياوړی رول ولري او د کابل له خوا به پاکستان له کوم ګواښ سره نه مخ کېږي. خو په هغه صورت کې چې جګړه دوام وکړي، پاکستان به هم زیانمن شي.
داسې ښکاري چې د پاکستان نوې تګلاره آن که د کاغذ پرمخ هم وي، د افغانستان په ګټه ده. د افغان دولت مسوولین باید له دغه وضعیته د سولې په ګټه کار واخلي او د پاکستاني چارواکو د ادعاګانو د آزمویلو لپاره اختلافات یوې خوا ته کړي او د ښه ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار وکړي. په هغه صورت چې پاکستانیان په خپلو ادعاګانو کې صادق وي او د خپل هېواد ګټې یې د افغانستان د سولې په لاره کې تعریف کړې وي، افغان چارواکي باید د سولې مذاکراتو د پیلولو لپاره هڅې وکړي. واقعیت دا دی چې د پاکستان په صادقانه همکارۍ د افغانستان د سولې لاره له هوارېږي. اوس چې پاکستانیانو لومړی ګام پورته کړی، د افغان دولت مسوولین دې په دې برخه کې نور ګامونه پورته او د سولې بهیر له اوسني ناڅرګند برخلیکه بهر کړي.