هدر بار: احتمال شته چې طالبان له شپږم ټولګي د ښکته نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګوي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ښځو څانګې مشره وايي، چې د طالبانو لخوا له زده کړو د ښځو او نجونو بې برخې کولو لړۍ لاهم په زور کې روانه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د ښځو د څانګې مشرې (هدر بار) نن پنجشنبه، د غبرګولي په ۱۸مه، پر خپل ټوېټر لیکلي چې د اوسنيو او د ۹۰مې لسیزې د طالبانو ترمنځ اصلي توپیر یوازې دادی چې اوسنیو طالبانو له شپږم ټولګي ښکته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړې.
مېرمن بار زیاته کړې ده، چې د طالبانو ډله ښايي تر شپږم ټولګي پورې هم نجونې ښوونځیو ته له تلو منعه کړي.
تر دې وړاندې د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې (رینا امیري) هم د دې ډلې لخوا پر افغان ښځو له سختو بندیزونو سره سره، له طالبانو سره د هېوادونو د تعامل پر څرنګوالي په سختې نیوکې سره وویل، چې د طالبانو لخوا د ښځو پلان شوي ځپل به په نورو هیوادونو کې د ښځو د ژوند لپاره ناوړه پایلې ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په فاریاب ولایت کې د هغو بهرنیو موسسو پر فعالیت بندیز ولګاوه، چې د پوهنې په برخه کې یې کار کاوه.