وروسته له هغه چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان لنډمهالي حکومت د افغان کډوالو د ايستلو په اړه پرېکړه وکړه ورسره د چمن-سپين بولدک له لارې زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې چې يو شمېر کورنۍ د همدې زون په بېلابېلو ولايتونو کې ميشتې شوې دي.
هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو څو مياشتو کې افغانستان ته راغلي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ د کورونو د لوړو کرايو څخه هم شکايتونه کوي او وايي چې نږدې دوه برابره پرې لوړې شوې دي.
د زابل ولايت په مرکز کلات کې ميشتې هغه کورنۍ چې د خلکو له لوري ورته په لوړه کرايه کورونه ورکول شوي ۸صبح ته يې وويل چې د نورو خلکو په پرتله دوی ته دوه برابره لوړ د استوګنې کورونه په کرايه ورکول شوي دي.
احمدخان چې شاخوا درې مياشتي دمخه د خپلې نهه کسيزې کورنۍ سره د زابل کلات ښار ته راکډه شوی وايي چې د کور د لوړې کرايې له کبله اړ شوی چې په یوه خيمه کې د خپل د ژوند چارې مخې ته يوسي. هغه وايي چې نږدې ټول ژمی يې په همدې خيمه کې تېر کړی او ډيرې سختي ورځې پرې تېرې شوې دي.
هغه وويل: «د کور کرايې ورکولو ته مو وس نه کېږي، کرايي زیاتې دي، بس دغه خیمې مو درولي او پکې اوسېږو، د يوه کور کرايه ۶ زره يا ۷ زره افغانۍ ده، له همدې مجبوريت څخه موږ اوس په خيمو کې اوسېږ، بچيان مو هېڅ ګرم نه دي، خواړه مو سم نه دي، بس ټول ژوند مو له سختیو او ستونزو سره مل دی.»
ورته مهال، زابل ته له پاکستان هېواده راکډه شویو ګڼو نورو کډوالو هم له ورته ستونزو څخه شکايت وکړل او زياته يې کړه چې پر دوی د کورونو کرايې زياتي لوړې شوې دي.
زابل ته راکډه شوی يو بل کډوال نسيم خان وويل چې د کورونو د لوړو کرايو له کبله يې دا مهال يې يو داسي کور په کرايه نيولی چې کوچنی او د ژوند چارې پکې ډېر په سختۍ مخته وړي.
هغه غوښتنه کوي چې د کورونو د لوړو کرايو په برخه کې دې د دوی ستونزې حل شي.
نوموړي زياته کړه:«موږ له کوئټې څخه راغلو، د دې سیمې له خلکو مو غوښتنه دا ده چې کرايې لږ کښته کړي، زموږ په دې کرايو وس نه رسېږي، ځکه موږ په نورو برخو کې هم د ډېرو ستونزو سره مخ يو.»
د عزیزالله په نوم يو بل افغان کډوال وايي چې د طالبانو له لوري ورسره ژمنې شوې وې که افغانستان ته راشي ټولې ستونزې به يې حل کړي؛ خو په وينا يې هېواد ته په راتګ سره د کډوالو هېڅ ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.
هغه وايي ژوند يې دا مهال په سختو کړاونو کې تېرېږي او د نورو خلکو په کورونو کې په وړيا ډول شپې او ورځې تيروي.
دی وايي:«زه غوښتنه کوم چې د يو سرپناه غم مو وشي، يوه لویه ستونزه به مو حل شي، ما دلته د دې لپاره پناه راوړه چې ممکن طالبان د کډوالو هره ستونزه حل کړي، خو نورې ستونزې خو لا څه کوئ ان د یوې سرپناه غم مو هم نه دی خوړل شوی.»
د زابل ولايت د معاملاتو او لارښوونې دفترونو مسوولان هم مني چې د پخوا په پرتله د کورونو کرايي لوړې شوې دي؛ خو لامل يې له پاکستانه د زياتو کډوالو راستنېدل او د طالبانو له لوري د ډېرو مالياتو اخيستل ياد کړل.
په دغه ولايت کې د يوه دفتر مسوول چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي ۸صبح ته وويل چې طالبان له دوی څخه څلور برابره زيات ماليات اخلي.
هغه وايي چې د طالبانو له لوري ورته ويل شوي چې د کورونو په کرايې او ګرو ورکولو او د معاملاتو پیسو ټولو ګټو کې باید دوی ته ۲۰ سلنه مالیات ورکړل شي.
نوموړي زياته کړه: «کورونو کرايې لوړې شوي، يو ځل خو موږ ته طالبان وويل چې دغه نوی قانون باید د ۱۴۰۲ کال څخه تاسو پر ځان پلي کړئ، بیا موږ اعتراض وکړ، اوس يې ۱۴۰۳ کال ته را اړولی دی، پخوا له موږ څخه ډېره کمه ماليه اخيستل کيده، خو اوس طالبانو ټولې پیسې د ګټې په نوم حسابوي او۲۰ سلنه ماليه اخلي چې دې هم د کورونو پر کرايو اغېز کړی دی.
د زابل ترڅنګ په نورو ګاونډيو ولايتونو کې هم له پاکستانه تازه راګډه شوي ګډوال له ورته ستونزو شکايت کوي او هېڅوک یې ستونزو ته رسېدنه نه کوي.
که څه هم له پاکستانه د کډوالو د را ايستلو په پیل کې طالبانو د رسنيو په مخ کې نمايشي مرستي ښکاره کړې او له تازه کډوالو سره يې په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنې وکړې؛ خو په د عمل په ډګر کې یې له دغو کډوالو هېڅ هم نه دي کړي چې او د ژوند په ټولو برخو کې له ستونزو سره لاس ګريوان دي.
هڅه مو وکړه چې په زابل کې د تازه راستانه شویو کډوالو په هکله د طالبانو سیمهییزو مسوولانو نظر هم ولرو؛ خو له پرلپسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.