• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د هلمند د شاتو پیکه بازار؛ زرداران: که بازار یې همداسې وي، نو اړ یو چې د شاتو فارمونه له منځه یوسو

۸صبح، هلمند ۸صبح، هلمند
۳۰ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721457443]
8am.media

8am.media

وروسته له هغې چې طالبانو په هلمند ولایت کې د کوکنارو پر کرنې بندیز ولګاوه، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د روزي د پیدا کولو لپاره يو ځینو نورو کارونو ته مخه کړې ده. په دغه ولايت کې په دې وروستيو کلونو کې د شاتو مچيو د فارمونو شمېر ۱۶۰ ته رسېدلی دی او په هرو درېیو مياشتو کې سلګونه کیلو شات ترې ترلاسه کېږي. د دغه ولايت زرداران وايي چې که څه هم سږکال د نورو کلونو  په پرتله د دوی د شاتو فارمونو توليدات ښه شوي؛ خو په وینا یې، هېڅ بازار نه لري او د تېرو دوو کلونو  شات ورته په کورونو کې پاتې دي.

د هلمند  په مرکز لښکرګاه کې د عبدالناصر په نوم يو  شاتو یو کاروباري چې د تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د شاتو مچۍ ساتي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ ته روزي ګټي، له ۸صبح سره  په خبرو کې وويل چې په هېواد کې وروستیو د دغه ولايت د شاتو فارمونو وده هم ښه کړې ده او د تېر کال په پرتله دوی له صندوقونو دوه برابره شات ترلاسه کړي.
دی وايي، که څه هم د نورو کلونو په پرتله سږکال دوی زيات شات له خپلو فارمونو څخه ترلاسه کړي؛ خو ګټې‌وټې ته يې هېڅ هيله نه لري، ځکه په تېرو دوو کلونو کې له صندوقونو څخه راټول شوي شات يې اوس هم په کور کې پراته دي. نوموړی زیاتوي، که وضعيت دا ډول دوام وکړي او د دوی شاتو ته بازار پیدا نه شي اړ دي چې د خپلو د شاتو فارمونه له منځه یوسي.

نوموړي زياته کړه: «د پخوا کلونو په پرتله موږ سږکال په پسرلي کې دوه برابره شات راټول کړي، خو هيڅ بازار يې نشته. زما سره په کور کې د تېرو دوو کلونو شات لا هم پاتې دي ښه کفيت لري، خو هېڅ پير او پلور يې نشته. کله چې د صندوقونو څخه زيات توليد په لاس راځي او پلورل کېږي نه بیا نو موږ اړ کېږو چې دا کار پرېږدو، ځکه موږ پيسو ترلاسه کولو ته اړتيا لرو.»

د هلمند يو شمېر نور د شاتو کاروباريان هم په همدې نظر دي او وايي چې وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټينګه کړې، په نږدې ټول هېواد کې د شاتو کاروبار زيانمن شوی دی. زرداران وايي، د شاتو د خراب بازار لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او د ګاونډيو هېوادونو سره د طالبانو ترینګلې اړيکي دي. هغوي زیاتوي، طالبان نه دي توانيدلي چې د دوی راټول شویو شاتو ته بازار پیدا کړي او یا هم ورسره مرسته وکړي.

هغه وویل: «په دغه تېرو درېيو کلونو کې زموږ د شاتو بازار دومره خراب شوی چې ساری يې په تېرې یوې لسيزه کې نه دی ليدل شوی، موږ چې فکر کوو څو لاملونه لري، يو لامل يې د افغانستان د خلکو خراب اقتصادي وضعيت دی بل لامل د طالبانو او  ګاونډيو هېوادونو ترمنځ خرابي اړيکي دي. زما ياد دي په تېرو کلونو کې به زموږ شات ګاونډيو هېوادونو ته وړل کېدل او زموږ لپاره به يې ښه پیسې برابرولې.»

په هلمند ولايت کې د شاتاو د فارمونو د اتحادیې يو مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه ولايت کې په زيات شمېر شات توليد شوي او د دوی د معلوماتو له مخې، اوس مهال ۴۰ ټنه شات په دغه ولايت کې زردارانو ته پاتې دي. هغه وايي، د شاتو د بازار لپاره دې اتحادیې هڅه کړې، خو په خبره يې چې تر اوسه داسي څوک نه دی پیدا کړی چې خلکو ته په کورونو کې پاتې شوي شات ترې واخلي.

دی زیاتوي: «زموږ په هلمند ولايت کې له مونږ سره ۱۶۰ د شاتو فارمونه  ثبت دي. خلکو ته په کورونو کې د تېرو دوه کلونو راهیسې ۴۰ ټنه شات پاتې دي، تر اوسه هېڅوک نه دی پیدا شوی چې دا شات واخلي.»

په هلمند ولايت کې د شاتو په برخه کې کارپوهان وايي چې که څه هم د وخت په تېرېدو سره شات نه خرابېږي، خو وايي چې کيفيت د لاسه ورکوي. د عبدالعزیز په نوم د شاتو کار پوه وايي چې د افغانستان په ځانګړې توګه د سوېلي ولايتونو د شاتو مچيو څخه ترلاسه شوي شات د نورو هېوادونو او ولایتونو په پرتله لوړ کفيت لري چې باید قيمت يې هم لوړ اوسي. هغه وايي چې د هلمند له فارمونو څخه ترلاسه شوي شات ټول په طبیعي ډول جوړ شوي او هېڅ مصنوعي مواد ورسره نه دي ګډ. نوموړی وايي چې له بهرنيو هېوادونو څخه راوړل شوي شات هم د دې لامل شوي چې د افغاني شاتو بازار پیکه کړي، ځکه په وينا يې، له بهره افغانستان ته بي کیفیته شات په کښته قيمت ترلاسه کېږي.

د هلمند ولايت د کرنې رياست طالب مسوولان وايي چې د کرنې او اوبولګونې وزارت څخه يې څو ځله د هلمند شاتو ته د بازار موندني غوښتنه کړې؛ خو په وینا یې، تر اوسه هېڅ مثبت ګام په دې برخه کې نه دی اخيستل شوی. د دغه رياست د مالدارۍ د برخې مسوولان وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال د هلمند شاتو د له فارمونو به په زیاته کچه شات ترلاسه شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په پکتیا کې د ګبینو تولید شل سلنه زیات شوی

۸ سلواغه/دلو ۱۴۰۰ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۲ [t_time:1643385121]
خبرونه

سږ کال په ننګرهار کې ۵۵۰ ټنه شات تولید شوي دي

۲۹ مرغومی/جدی ۱۴۰۰ - ۱۹ جنوري ۲۰۲۲ [t_time:1642591108]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.