له پاکستانه سلګونه افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلي دي

۸صبح، کندهار: په پاکستان کې د ۲۵۰ افغان کډوالو له نیول کېدو وروسته په کندهار ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي، په تېرو دوو ورځو کې ۵۵۰ کډوال د سپین بولدک بندر له لارې دغه ولایت ته راغلي دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۸ مه، په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې دغه شمېر راستانه شوي کډوال چې ۸۸ کورنۍ پکې شاملې دي، د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه هېواد ته را دننه شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکو راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي، په لومړي ګام کې یې له NRC یو اندازه خوراکي توکي ترلاسه کړي دي.

دغه کډوال په داسې حال کې له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي چې پاکستاني پولیسو په تېرو دوو ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لږ تر لږه ۲۵۰ افغان کډوال نیولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button