ژوند له هسکو ټیټو ډک دی؛ په تېره بیا په داسې هېواد کې چې بده او له وینې توېيدو ډکه مخینه لري او تل پکې ځان غوښتونکو وګړو، سیاسي نظامونه کندې ته غورځولي او له سقوط سره یې مخ کړي دي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ سهار شپږ نیمې بجې مې له کوره د دفتر په لور حرکت وکړ. په ۷:۲۰ دفتر ته ورسېدم. د کار د مېز له پاکولو او برابرولو وروسته، مې د تورنو کسانو د دوسیو په ارزولو پيل وکړ. هغه ورځ په اداره کې بشپړه چوپتیا خپره وه. غوښتل مې پوه شم څو تنه همکاران مې دفتر ته حاضر شوي دي. په هره شعبه او دفتر وګرځېدم، لږ شمېر همکاران مې خپلو دندو ته حاضر شوي وو.
څو ساعته وروسته مې پام شو چې له بهره د ګڼې ګوڼې غږ راځي، کله چې انګړ ته ووتم، ومې لیدل چې همکاران مې په وېرې سره له دفتره وځي او وايي، بهر شئ، ټوله کابینه تښتېدلې ده. تا به ویل چې هرڅه ګډوډ شوي او د دې وطن شتمني له منځه تللې ده. خپل یوه دوست ته مې چې د ولسمشرۍ د چارو ادارې کارکوونکی و زنګ وواهه؛ خو تماس مې ونه شو نیولی. خواشینی شوم او د همکارانو په مشورې مې، دفتر بند کړ او له هغه ځایه ووتم. له عبدالحق څلور لارې تر دهمزنګ پورې پلی راغلم. په ښار کې وېره خپره وه، نه طالب لیدل کېده او نه د حکومت پوځي.
موټر یو پر بل پسې وو او هېڅ حرکت یې نه درلود. د ښار واټونه د ترافیکو پرمخ تړلي وو، خلک په وېره او سرګردانه ښکارېدله. په ډېرو ستونزو مې ځان کور ته ورساوه، لږ ساعت نه و تېر شوی چې یوه دوست مې زنګ راته وواهه او وې ویل: طالبان یوې پوځې قطعې ته چې زموږ کور ته نږدې ده ننوتلي او سرتېري یې بې وسلې کړي دي. په بېړه له کوره بهر شوم او هلته مې ځان ورساوه. ومې لیدل چې د سیمې د جوماتونو څو تنه ملاامامانو ځانونه دغې پوځې قطعې رسولي او د دې سیمې د اوسېدونکو په مرسته د دغه پوځي مرکز ټول امکانات او وسایل چور تالان کوي. کله مې چې سرتېرو ته وکتل، ډېر بد وضعیت یې درلود.
ټولو اوښکې تویولې، یوه سرتېري چې له مخکې مې ورسره پېژندل، له اوښکو ډکو سترګو سره یې زه په غېږ کې ونیولم، وې ژړل او وې ویل: «بې وجدانو موږ ټول وپلورلو او وتښتېدل. موږ ته یې هدایت راکړی چې خپل مهمات تسلیم او زرترزره له سیمې ووځئ.» له هغه سره مې وژړل، د داسې هېواد لپاره چې هېڅکله یې ښه ورځ ونه لیدله، په ځلونو له برید سره مخ شو او هرڅه یې له منځه ولاړل. له دې امله چې موقعیت راته خطرناک و او له روحي پلوه مې هم زیان لیدلی و، له هغه ځایه ووتم او کور ته ستون شوم. د کوڅې او بازار په ګډون په کور کې هم چوپتیا خپره وه. ټول د خپل هېواد، ناڅرګند راتلونکي په اړه ناهیلي او خواشیني شوي وو. تا به ویل چې په هغه ورځ د هېواد جنازه بار ده او افغانستان د خوځنده مړو په ټاټوبي بدل شوی دی. پوه شوم چې هرڅه له لاسه تللي او سم وضعیت ته تر ستنېدو ډېر وخت ته اړتیا ده.
د غني او د هغه د کابینې په تېښتې سره، د ټولو لاسونه ترشا وتړل شول. ما ددې هېواد د یوه ځوان په توګه، په کلونو هڅو سره غوښتل د هېواد لپاره یو کار وکړم؛ خو هرڅه په یوه شپه خراب شول او له منځه ولاړل. کله مې چې په یاد راځي په څومره شوق او مینې مې په کابل پوهنتون کې زده کړې پای ته ورسولې او وروسته د ماسترۍ په پروګرام کې شامل شوم او تر وروستي سمستره ورسېدم، له ځانه پوښتم چې اوس هغه هیله او خوښي چېرته ده؟ کله چې نورو هېوادونو ته ګورم، له ځان سره وایم، بالاخره بریتانیا، روسیه، امریکا او آن ګاونډي هېوادونه سوکاله او آرام دي؛ خو موږ هره ورځ په هر نوم قرباني او وژل کېږو.
په دې وروستیو کې سختې ورځې دي، زموږ پرمخ ټولې دروازې تړلې، هیلې په یوه شپه ورانې شوې او په ژوند کې د رڼا څرک نه لیدل کېږي. له دې امله مو پر ژوند ناهیلۍ سیوری غوړولی او ځان او روح مو کړوي.
خو سره له دې د هېواد، د دې وطن د درد په خاطر، د هېواد د راتلونکي، یتیمانو او کارګرانو لپاره، له ځان سره وایم، مه ناهیلی کېږه؛ ځکه ناهیلي ماته او مرګ دی. بالاخره به یوه ورځ پر هېواد لمر وځلېږي، ځکه هر ډول ستونزې پای لري.
د داسې ورځې په هیله چې ددې ټاټوبي هر ځوان په وطن دوستۍ سره د هېواد د آبادۍ لپاره یوه خښته کېږدي او خپل مسوولیت ادا کړي، هغه ورځ راتلونکې ده.