د کابل کيسې
ليکوال: لونګ

د ماسپښين دوه نيمې بجې دي، دسړک پر غاړه ولاړ يم، د ده افغانانو ټکسي ته په تمه يم، څو شېبې وروسته يو ټکسي چلوونکی ښۍ خواته اشاره کوي، مانا دا چې ده افغانانو ته ځې؟ زه هم موټر ته ورپورته کيږم، ورور سلام کوم، ښايي د نورو عليک به زما تر سلام هم ورو و، ځکه خو مې وانه ورېد.
موټر کې نعت اورېدل کيږي، اوس نو موټر کې ډير کم موټر چلوونکي سندرې اوري، ځکه ځای ځای د طالبانو پلټنځايونه دي، وېرېږي، چې هسې نه سندره ورته په وېرنه (مرثيې) بدله شي. د نعت شعر مې ذهن کې نه پاتې کيږي، خو کمپيوز يې د دري ژبې د مشهورې سندرې «بيا که بېريم به مزار …» سندرې دی.
لږ شېبه وروسته د سړک غاړې ته ولاړ کس د موټر چلوونکي اشارې ته د هو سر ښوروي، موټر کې له کېناستو سره سم خپل موبايل له جيبه راباسي او چلوونکي ورته چارچ یې کړي.
سړی د برېښنا له نشتوالي سرټکوي: «دوه شپې کيږي، بريښنا نشته، بيګاه مې ټيلفون ګل کړی و، خو اوس يې چارچ خلاص کړ.»
چلوونکی د شاليد ښیښې ته ګوري او وايي: «نور نو د بريښنا کيسه خلاصه ده.» لکه خبرې چې يې د کاڼې کرښې وي، هېڅوک نه وايي چې څنګه او ولې؟ زه هم د ځان د بوخت ښودلو لپاره موبايل راباسم، د فېسبوک پر پاڼې ګوته راکاږم، يوه رسټورانټ کې د يوې ځوانې ښځې یا کیدای شي، پيغلې او يوه ځوان سړي په عکس مې سترګې ولګېږي، ښځې يا نجلۍ حجاب کړی، خو نه داسې حجاب چې ورته د مخامخ ناست کس په څېر کسانو ته دې د منلو وړ وي.
هغې ته مخامخ ناست کس په جامه او څېره طالب دی، او ښايي له اره هم طالب وي، خو ټوپک او وسله ورسره نه ښکاري. د ښځې يا نجلۍ د مخ کاسه ټوله ښکاري، پړونی یې په سر دی او داسې برېښي چې د خپل مخ پر ښکلا يې هم څه نا څه خواري کړې ده. زما سترګې په عکس کې خښې دي، چې چلوونکې ناڅاپه او له دې پرته چې مخاطب يې معلوم وي، په خبرو سر شي: «کاشکې يوازې د بریښنا ستونزه وای، تېر بیګا مې دغه روغتون ته يو ناروغ راوست، د محکمې څنګه ته مې ګڼ کسان وليدل چې کمپلې يې تر ځان تاو کړي وې، لومړی مې فکر کاوه، چې معتادان دي، خو ناروغ لرونکي راته ويل، چې دوی ټول د نکاح خط د اخيستو لپاره راټول شوي، عجيب کاری سسټم یې دې، د شپې پر دولسو بجو خلک ځانونه ورسوي، په دروازه کې ولاړ طالب په قلم د خلکو په لاسونو شمېرې لیکي او ورسته بيا د شپې په دوو بجو هرڅوک خپلې شمېرې ته په کتو په ليکه کې درېږي، سهار نهه بجې اېله رسميات پېليږي، دا چې د څومره کسانو کارونه به خلاصېږي او پاتې به يې سبا بيا د شپې په دوولسو بجو د نوبت نيولو ته راځی، يوه خدای ته معلومه ده.»
پر لاره دوه درې ځايه طالبان ولاړ دي، موټرو کې ناستو کسانو ته ګوري او بيا د تلو او یا څنګ ته کېدو خبره کوي، خو زموږ موټر چلوونکی طالبي سټايل ږېره لري. ولاړ طالب د نورو کسانو د کتلو زحمت هم نه باسي او د تلو اشاره کوي.
اسمايي څلور لارې ته په رسېدو سره، پر غرونو سپېرو کورونو ته مې پام شي، هغه چې د جمهوريت پر مهال رنګ کړای شوي وو، خو اوس يې لکه جمهوريت رنګ بايللی دی.
د شاه د شمېره زيارت ته په رارسېدو مې پر دېوال د قرآنکريم د سوځولو په جرم د خلکو له خوا د ځپ ځپ شوې او په کړاو د وژل شوې فرخندې پر عکس سترګې ولګېږي. سترګو کې يې د مظلوميت نښې وګورم خو د مخ يوه برخه يې داسې ښکاري لکه چاچې په لوې لاس توږلې او ړنګه کړې وي.
د شاه دو شمېره زيارت په پوړيو کې په چادرۍ کې پټه ښځه مخ په بره روانه وي، د جمهوريت پرمهال د فرخندې تر وژلو تر پېښې وروسته په دغه زيارت کې رابرسېره شوې کيسې مې سترګو ته ودرېږې، د وخت د ولسي جرګې د غړې فوزيې کوفي له خولې ويل شوې هغه خبره رایاده شي، چې ويلي يې وو، د فرخندې د وژنې د قضيې د څېړلو پر مهال د شاه دو شمېره د زيارت له تل خونې کانډومونه ترلاسه شول. د جمهوريت پر مهال د دغه زيارت په تړاو شويو څېړنو کې څرګنده شوه، چې دغه زيارت ته ځيني کسان يوازې د زيارت کولو او د خپل مراد د حاصلولو د سوال لپاره نه ورځي، بلکی ډيرې نورې کاروايانې هم پکې کوي. هغه مهال له څېړنو وروسته، ډیره موده د خلکو پر مخ د زيارت دروازه تړل شوه.
وړاندې د فرخندې د سوځولو په ځای کې د جوړ شوي څلې راوتلی سوک لاهم هماغسې پورته شوی ښکاري.
له موټره ښکته کیږم، د پل باغ عمومي پر پلې لار روان يم، ګڼه ګوڼه ډيره ده، يو زلموټی هلک د کاغذ ورې وړې ټوټې لاس کې نيولې او ټولو ته د عطرونو د هټۍ آدرس ورکوي، پخوا د کابل ځينو ځايونو کې نجونې هم دا کار کاوه، خو اوس ښځې په بازارونو کې یوازې د پېرېدونکو په رول کې ګرځېدای شي .
لږ وړاندې پيغلوټې نجلۍ چې ظاهرا سوالګره نه ښکاري او څېره او جامه يې هم د سوالګري نه ده، پر خلکو غږ کوي، چې مرسته ورسره وکړي. زه ګامونه ګړندي کړم او په خپل راوتلي کار پسې ولاړ شم.