یان اګلنډ: په خواشینۍ سره له افغانستانه ځم

۸صبح، کابل: د ناروې د کډوالو شورا رییس ویلي، چې افغانستان ته یې سفر په خواشینۍ سره پایته رسېږي.
د ناروې د کډوالو شورا رییس یان اګلنډ شنبه د مرغومي پر ۲۴ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، کله چې له کابله روان شو هوا منفي ۲۰ درجې سانتي ګرېډ وه.
د اګلنډ په وینا، ترڅو چې د ناروې د کډوالو شورا اجازه ترلاسه کړي له خپلو ښځینه همکارانو سره کار بیا پیل کړي افغانستان کې به میلیونونه تنه له بنسټیزو مرستو بېبرخې وي.
د ناروې د کډوالو شورا رییس موده وروسته له هغې، چې په ډسمبر میاشت کې طالبانو په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت فرمان صادر کړ، افغانستان ته راغۍ.