د روسیې د نړیوالو محصلانو د آیلټس نړیوالې ازموینې مرکز اعلان کړی، چې د دغې ازموینې نوملیکنه یې د لنډ وخت لپاره ځنډولې ده.
روسیه کې دغه نړیوال مرکز دوشنبه د مارچ پر ۲۱ ویلي، چې د انګلیسي ژبې د زده کړې ازموینې نوملیکنه یې د لنډ وخت په مخه ځنډولې ده.
دغه مرکز زیاته کړې، چې په سیمه کې وضعیت او بدلونونو څاري او له خپلو شریکانو سره به د اړتیا په صورت کې د ازموینو د بیا پیل په برخه کې همکاري وکړي.
دغه سازمان ویلي، ټولې هغه ازموینې چې ثبت شوې، یوازې د ۲۰۲۲ کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې په کمپیوټري توګه ترسره کېږي.
د ویلو ده، چې پر اوکراین د روسیې له پوځي برید وروسته، د دغه هېواد پر وړاندې د لوېدیځ بندیزونه په بې مخینې توګه زیات شوي دي.
په همدې حال کې روسیې څو ځله اعلان کړی، چې د بندیزونو پر وړاندې یې تدابیر سنجولي دي.