خپلمنځي اختلافات که د مدني نافرمانیو ځپل؛ ولې پلازمېني پوځي بڼه خپله کړې؟

د هېواد پلازمېني د روانې اونۍ له پیل راهیسې پوځي بڼه خپله کړې ده. د ښار په بېلابېلو سيمو کې له پوځي وسايطو سره د وسله والو طالبانو حضور زيات شوى دى. پوهنتونونو، مهمو دولتي بنسټونو او مشخصو سیمو ته نږدې د دغو جنګیالیو حضور د تېرې اوونۍ په پرتله ډېر ترسترګو کیږي. د ښار په واټونو او شاوخوا سیمو کې د دغو جنګیالیو د حضور په تړاو خلک بېلابېلې انګېرنې لري. ځینې په دې باور دي، چې د طالبانو دغه پوځي چمتووالی د مدني نافرمانۍ د مخنیوي لپاره دی. خو سرچینې وايي، د طالبانو په ډله کې دننه اختلافات د دې لامل شوي چې د هېواد په پلازمېنه او ځینو لویو ښارونو کې د دغې ډلې د جنګیالیو حضور زیات شي. که څه هم طالبان په کابل او د هېواد په لویو ښارونو کې د رسمي او نا رسمي غونډو مخه نیسي، خو تر اوسه یې په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د کابل ښار اوسېدونکی اسدالله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې کابل ښار پوځي بڼه خپله کړې او په عمومي لارو، کوڅو او دولتي ادارو ته نږدې ځایونو کې د طالب وسله والو حضور د تېرې اوونۍ په پرتله ډېر شوی دی. نوموړی زیاتوي: د کابل پوهنتون، د دارالامان پر عمومي سړک، ده افغانانو او یو شمېر نورو ځایونو کې د طالبانو رینجر او زغره وال موټرونه زیات شوي دي. حالت ګونګ دی. دا څرګنده نه ده چې خبره څه ده. «آیا د طالبانو احضارات د پوهنتون د نجونو د مظاهرو له امله دي که د کودتا مسله ده؟»
د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالغفور وايي: «فکر نه کوم چې د کابل پوځي څېره دې د ښځو او د پوهنتون د محصلانو د اعتراضونو د مخنیوي له امله وي. ویل کیږي چې پر کندهاریانو کودتا کیږي او همدا لامل دی چې طالبان د کابل په بیلابیلو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.» هغه څرګنده کړه، چې په پلازمېنه کې د طالب جنګیالیو حضور د وسله والو نښتو په هکله اندېښنې راپاروي او د هېواد په سیاسي وضعیت کې د مثبت بدلون هیلې هم له ځانه سره لري.
پر دې سربېره، د کندهار او هرات ښارونو هم پوځي بڼه خپله کړې او د تېرې اوونۍ په پرتله د ښارونو به ګوټ، ګوټ، او شاوخوا سیمو کې طالب جنګیالي ډېر تر سترګو کېږي. د طالبانو کسان په ډله ییزه توګه او د تېرو ورځو په پرتله په بیله بڼه له زغره والو ټانګونو سره په څلور لارو کې حضور لري.
د هرات اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې طالبانو د خپلو ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره د هرات ولایت مقام ته پر غځېدلو سړکونو د ښځو د تګ راتګ مخه نیولې ده. طالبان په هرات او کابل کې تر ډیره د ښځو او نارینه وو د راغونډیدو مخه نیسي. طالبانو تېره ورځ په سي متره او اسماعیل خان څلورلارو او د هرات ولایت مقام ته پر غځېدلو سړکونو د ښځو د تګ راتګ مخه ونیوله.
د هېواد په لویو ښارونو کې د طالب جنګیالیو حضور په داسې حال کې زیات شوی چې په دې وروستیو کې طالبانو د نجونو پر لوړو زده کړو او په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. دې ډلې تېره اوونۍ دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د ښځينه محصلانو پر تګ بنديز ولګاوه. بلخوا، د طالبانو د اقتصاد وزارت په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د ښځو کار تر بل خبرتیا پورې ځنډولی دی.
د طالبانو دغه پرېکړه د هېوادوالو، یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او نړۍ او دغه راز نړیوالو سازمانونو غندلې ده. يو شمېر نارينه او ښځينه محصلانو او نورو هېوادوالو چې غوښتل يې د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي، د دغې ډلې د کسانو له لوري ځپل شوي دي. ظاهراً په لویو ښارونو کې د پوځي حالت د رامنځته کېدو یو لامل د مدني نافرمانۍ مخنیوی دی.
بلخوا، سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلافات خورا زیات شوي او د ملا هبت الله اخندزاده او ملا حسن اخند په ګډون په واکمنو مشرانو پورې اړوندو کسانو د احتمالي بلوا د مخنیوي لپاره خپلو جنګیالیو ته د تیارسئ امر کړی دی. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې له دغو شخړو وروسته، په کندهار ښار کې د طالبانو یو شمېر امنیتي کارکوونکو له خپلو دندو استعفا کړې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر د زوی ملا يعقوب او د دې ډلې د اوسني مشر هبت الله اخندزاده تر منځ اختلافات تر دې کچې زيات شوي چې هر وخت د طالبانو په مشرتابه کې د بدلون احتمال شته.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر، د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد، د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، د بهرنيو چارو وزير اميرخان متفي او شېرمحمد عباس ستانکزى د طالبانو هغه مهمې څېرې دي چې د دې ډلې د اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده، رییس الوزار ملا محمد حسن اخند، د امربالمعروف او نهي عن المنکر د وزیر مولوي خالد حنفي، د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم او د کندهار د والي حاجي وفا په ګډون د دې ډلې له ځینو نورو مشرانو سره مخالف شوی دي.
دا په داسې حال کې ده چې، له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات تل څرګند شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په وار وار د نجونو پرمخ د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو له تړلو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. دغه راز د دې ډلې د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د مرغومې په ٤مه، د نجونو پر لوړړ زده کړو د بنديز او په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د ځنډوېدو له اعلان وروسته ویلي دي، چې هېڅ افغان باید له خپلو حقونو نه محروم ونه ساتل شي. هغه جزئيات نه دي ورکړي، خو دا څرګندونې ظاهراً په افغانستان کې د نجونو د تحصیل د ممنوعیت او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د ځنډېدو له پرېکړې سره مخالفت ښيي.
تر دې وړاندې هم پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې داسې ګنګوسې وې چې ملا عبدالغني برادر د خپلمنځي اختلافاتو په پایله کې چې د نښتې لامل شول، په ارګ کې دننه په مرمۍ وېشتل شوی او ټپي شوی دی. خو له دغو ګمانونو شاخوا یوه میاشت وروسته د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ټلویزیون پر پرده راښکاره شو او د پاڼې له مخې یې د یوه متن په لوستلو سره خپل ټپي کېدل یوه ګنګوسه وبلله.
خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو ویاندویانو او رسنیزو مسوولانو تر اوسه په دې ډله کې د خپل منځي اختلافاتو او د هېواد د یو شمېر لویو ښارونو د پوځي کېدو د لامل په تړاو معلومات نه دي ورکړي.