جهادي سازمانونونه چې د ایډیولوژۍ پر بنسټ جوړ او د مراتبو پرسلسلې ولاړ دي، په ظاهره ډېر منظم او یوموټي عمل کوي او داسې ترسترګو کیږي،چې د هغو په یو بل پورې تړلې کړۍ، سره غاړه غړۍ دي او مشري او اطاعت پکې ذهني او ابدي شوی دی. دا د مسالې د ظاهري اړخ ښودنه کوي او د مشرۍ او اطاعت پر بنسټ د مراتبو د سلسلې په منلو سره یې ظاهري نظم رامنځته کړی دی. خو د چورلټ اطاعت او امر بهیر چې څومره د ايډلوژۍ پر بنسټ ښايي کلک او مضبوط وي، په هماغه کچه ماتېدوونکې او د ړنګېدو وړ هم دی. هر وخت د دې وېره وي،چې د یوه عادي اورلمبې دغه جوړښت چې په ظاهر کلک او سخت ترسترګو کیږي، له منځه یوسي او شړېدلې بنسټونه یې ونړېږي. طالبان هم د یوې ایډیولوژيکې ډلې په توګه چې د خپلو جنګیالیو، قوماندانونو او مشرانو ترمنځ په امر او اطاعت سره د مراتبو د سلسلې کلک او سخت جوړښت لري او پر دې سربېره یې خپل ظاهري نظم ساتلی او یایې هم په ځينو برخو کې خپل اختلافونه پټ کړي دي، په خپل منځ کې له د بلواوو ظرفیت لري او دغه ظرفیت هم په بالقوه او هم په بالفعله توګه شته. له همدې امله ده،چې د یوې ترهګرې- جنګي ډلې په توګه د طالبانو په لیکو کې چې اوس پر افغانستان واکمنه ده، نظامي او سیاسي اختلافونه زیات شوي دي. دا د طالبانو د مشرانو یوه اصلي اندېښنه ګڼل کیږي. همدا مهمه چاره ده،چې د طالبانو ازبیک توکمه قوماندان صلاح الیدن ایوبي کندهار ته د دې لپاره وربلل کیږي، څو د دې ډلې مشرتابه قناعت ورکړي چې هسې نه د دې ډلې د لیکو شیرازه له منځه ولاړه شي.
د قوم مساله
لومړنۍ مورد چې ډیر مهم دی او د طالبانو د لیکو په منځ کې د بلوا مساله او ان د دې ډدلې پر وړاندې مبارزه زیاتوي، افراطي قوم پالنه ده. طالبانو په تېرو شلو کلنونو کې ډېرې هڅې وکړې او ډیره انرژي یې وکاروله چې له قومي رنګه ځان پاک کړي، سره له دې یې په کابل کې واک ته له رسېدو وروسته، له هر لوري او ان د یوه قوم د طایفو په منځ کې نارضیاتۍ راپورته شوي او اوسمهال طالبانو له ناچارۍ ځایي قوماندان نظام الیدن قیصاري ته مخه کړې. داسې ګنګوسې شته چې ټاکل شوې ده، طالبان له دغه ازبیک توکمه ځایي قوماندانه چې په وژنو او د مخدره توکو په قاچاق تورن دی، په شمال کې د احتمالي بلواوو پر وړاندې ګټه واخلي. دا او لسګونه نور عوامل ښيي چې طالبان راتلونکې ته اندېښمن دي او ډیر احتمال شته چې د دې ډلې د واکمنۍ پر وړاندې د خپلو جنګیالیو بلوا او آن وسله واله مبارزه زیاته شي.
اوسمهال په بدخشان، تخار او هرات ولایتونو کې سلګونه طالب جنګیالي د مقاومت له ملي جبهې سره یو ځای شوي او د طالبانو پر وړاندې یې وسله واله مبارزه پېل کړې ده او یایې هم ګاونډيو هېوادونو ته پناه وړې ده،چې هغوی به هم هرو مرو بالاخره په ښکاره خپل دريځ څرګند کړي. واک ته د طالبانو قومي لید یا په بلې انګېرنې د «مشرورور» په کانټکسټ کې سیاست ته د دې ډلې کتل د دغه بنسټپالي رژیم د حاکمیټ پر وړاندې چې کورنۍ مقبولیت او نړۍوال مشروعیت نه لري،د دې ډلې د خپل منځي بلوا تر ټولو له لویو ظرفیتونو دي او تر ټولو ښکاره نښه او وجودي اوزار یې د هغو وګړو پر وړاندې له پوځي فشار او زوره کار اخيستل دي،چې ۷۹ سلنه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. داسې بریښي،چې د غیر پښتنو طالبانو لویه برخه او دغه راز د هېواد په لوېدیځ او ختیځ کې پښتانه قوماندانان د دې ډلې د تېر یو کال له کړنو راضي نه دي.
خپلمنځي اختلافات
د قوم پر مسالې سربېره چې د طالبانو په منځ کې د اختلافونو یو اړخ او د بلوا یو عامل بلل کیږي، د واک پر سر اختلافونه او د انډيوالۍ او خپلوۍ پر بنسټ یې وېش د طالبانو په منځ کې د بلوا او د هغوی د دننه ماتېدو د تعریف وړ دویم عامل دی. هغه واک چې اوس طالبانو په خپل لاس کې اخیستې، هېڅ قانوني، سیمه ییز او دودیز مکانیزم نه لري، په دې نظم کې چې هرڅوک څومره ډیر جنګېدلی وي هومره ډير واک لري، بلخوا بې عدالتي او د پرمختګ ضدیت پکې څپې وهي. دا اختلافونه په دریيو کچو کې یعنې د پوځي- سیاسي مشرانو، منځپوړو پوځي قوماندانانو او ټيټ پوړو قوماندانان کې دي او داسې بریښي چې د جګړې بار هم د همدوی پرغاړه دی.
دغه وضعیت په کابل کې د طالبانو مشران دې ته اړکړی دي،چې د پوځي قوماندانانو د وفادارۍ لپاره پر هغوی دولتي پستونه او پيسې ووېشي، داسې رپوټونه شته چې ښيي یوازې د طالبانو د بنسټګر ملا عمر زوی، مولوي محمد یعقوب په سویل کې پر پوځي قوماندانونو میلیونونه ډالر وېشلي دي څو د هغوی ضمني ملاتړ ورسره وي.
د پیسو وېشل او د انډيوالۍ او د خپلو ملاتړو د پالنې پربنسټ د واک وېش د سیاسي- پوځي ماتېدو یو بل عامل ګڼل کیږي،چې وضعیت لاپسې خراب او د نظام د ړنګېدو زمینه برابروي. دغه شبکه يي جوړښت چې یوازې پکې یوه ځانګړې کړۍ د واک او مقام څښتنه ده، څويې په بدل کې د خوښې وړ سیاسي مشرانو ملاتړ ورخپل کړي، په خپله پر دغه اور د نوروپټرولو داچولو لامل کیږي څو د یوه رژیم وروستي مزي وسوځي او له منځه ولاړ شي. طالبان له دغه راز وضعیت سره مخ دي او هره شېبه دا وېره شته چې د هغوی رژیم له منځه ولاړشي او د هغوی په ظاهره کلک اوسخت نظم ړنګ شي.
ښایي په ظاهره دا خوشبینانه ښکاره شي، خو ټول هغه رژیمونه چې د استبداد، زور او تاوتریخجنو ايډیالوژیو پربنسټ جوړ شوي وي،دغه ډول عاقبت لري او طالبان هم ترې تېښته نه شي کولای.
که څه هم د سیمې په هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان د طالبانو تر بریده زیاته اتکا د هغوی د خپل منځي بلواوودریم لامل کیږي او له دې امله چې طالبان له هغو پرته د پرېکړو توان نه لري او دا چاره به د دې ډلې په لیکو کې د ګټو د ټکر لامل شي، خو دا د پورته یادو شویو دوو انتخابونو په لړ کې تعریف کیدای شي. که څه هم په ظاهره د طالبانو رژیم د سیاسي اسلام د ایډیولوژۍ او قومي فکر پربنسټ ډیر سخت او کلک جوړ شوی دی، خو د بلوا ظرفیتونه پکې شته او دا به د نظامي ماتې یو لامل وي،چې لومړنۍ نښې نښانې یې په وروستیو څو میاشتو کې راښکاره شوې او نورې نښې یې هم د راښکاره کېدو په حال کې دي.
دغې چارې د طالبانو پر مشرانو فشار زیات کړی دی او د دغه رژیم نظم له ستونزو سره مخ کولای شي. طالبان ډیپلوماسۍ او خبرو ته غاړه نږدي. هغوی په دې باور دي،چې باید اطاعت یې وشي او مخالف ځواکونه له منځه یوړل شي. په قومي او سیاسي بنسټونو او د انډيوالۍ پربڼه دواک د ویش پر بنسټ دغه رامځته شوی سیاست ډیرې ماتېدونکې پایلې ولري. طالبانو پر مقاومتونو سربېره، دننه هم د شړیدلي نظم له ړنګېدو سره هم مخ دي.