مور مې هیله درلوده، چې په کورنۍ کې مو یو تن پيلوټ او بل خبریال شي. لومړۍ هیله یې په واقعیت بدله شوه. ما د مور هیلې د پوره کولو لپاره له خبریالۍ سره مینه پيدا شوه؛ خو مور مې خپلو هیلو ته تر رسېدو ډېرې سختۍ وګاللې.
کله مې چې پلار وفات شو، مور مې ۲۷ کلنه وه؛ زما د پلار له مړینې وروسته له څو ماشومانو سره یوازې پاتې شوه. مور مې د غره په شان د خپلو بچیانو پالنه وکړه، تر څو موږ د پلار د نشتوالي احساس ونه کړو.
کوچنۍ نجلۍ چې لا د ماشومتوب په خوږه نړۍ کې وه او له خپلو همزولو سره یې لوبې کولې، په دیارلس کلنۍ کې يې د واده جامې واغوستې او د بخت کور ته ولاړه؛ داسې کور چې په تقدیر کې یې ورته د ژوندانه سختۍ لیکلې وې.
مور مې چې د ماشومتوب ښه ورځ نه ده لیدلې، اوس د ستونزو په زغملو سره هڅه کوي، چې زموږ برخلیک د هغې په شان نه شي. هغې هوډ کړی و او هڅه يې کوله، چې پنځه ماشومان یې درس ووایي او لوستي شي؛ خو سخته ازموینه یې په مخکې وه او باید د افغانستان غوندې نرواکه ټولنه کې يې مبارزه کړې وای.
کومه لاره مې مور غوره کړې وه، ستونزمنه لاره وه. کله یې چې زموږ د څو تنو خپلوانو د کوژدې غوښتنه رده کړه، له پراخو تورنونو او پېغورونو سره مخ شوه. څوک حاضر نه و، چې دا ومني یوه مېرمن دې د دې لپاره له واده ډډه وکړي، چې اولادونه د کمۍ له احساس څخه وژغوري.
د دې لارې سختي دلته ختمه نه شوه. د اویایمې هجري لمریزې لسیزې په پیلېدو او په کابل کې د کورنۍ جګړې په پراخېدو سره مې مور اړ شوه، خپلو ماشومانو ته امن استوګنځای پیدا کړي. کابل د اور په لمبو کې سوځېده او کورنۍ مو د هرات په لور روانه شوه؛ ځکه دا ځای د کابل په پرتله لږ امن و.
د افغانستان په هغه وضعیت کې له یوه بل ولایت ته کډه کول ډېر ستونزمن و. په هرات کې مو ژوند له صفره پیل او په ډېرو کمو امکاناتو مو قناعت وکړ، تر څو یوه مړۍ ډوډۍ په ارامۍ وخورو. په دې وخت کې له کابله دردوونکي خبرونه رارسېدل او ټول په پلازمېني کې د خپلو دوستانو او خپلوانو په اړه اندېښمن وو.
دغو دردونو او کړاوونو یوه ځوانه او کم تجربه مېرمن اوس په یوه پياوړې او کلکې ارادې لروونکې مور بدله کړې وه؛ داسې مور چې د هر ډول کړاو او ستونزو په زغملو سره یې هڅه کوله بچیان یې د ژوندانه له ناخوالو خوندي پاتې شي. هغه د خپل کور او بچیانو له حال احواله باخبره وه، تر څو په ښه توګه ژوند وکړو او د پلار کمښت احساس نه کړو.
کونډه مېرمن چې د کوڅې او بازار له پېغورونو سره روږدې شوې وه، په یوه دولتي بنسټ کې په دنده وګومارل شوه، په ویاړ سره یې دندې ته دوام ورکاوه او د ګاونډیو تهمتونو او د هغو ښځو پيغورونو ته يې پام نه کاوه، چې له کوره بهر به یې د مېرمنو کار کول ننګ باله.
په هرات کې له نوي ژوند سره بلد شوي وو؛ خو ناڅاپه داسې پېښه وشوه چې هر څه یې وران کړل او مور مې په کور کېناسته. په هرات کې د مجاهدینو حکومت سقوط وکړ او طالبانو دا ښار ونیوه. خلک ټول وېرېدلي او اندېښمن وو؛ خو زه چې د ماشومتوب په نړۍ کې ډوب وم، دا مې نه شو درک کولای چې څه پېښ شوي دي.
د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې ښځو حق نه درلود له شرعي محرم پرته له کوره بهر شي او د کار کولو حق یې هم نه درلود. مور مې له دندې ګوښه شوه او ټولې هیلې یې له منځه ولاړې. هغې دوې لارې لرلې، نویو شرایطو ته تسلمېدل یا مبارزه؛ مور مې دویمه لاره انتخاب کړه.
هغه مجبوره وه، چې په یوازې د ژوندانه اړتیاوې برابرې کړي. د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې په ځلونو په کوڅو او واټونو کې سپکې سپورې او ان وهل ټکول وزغمل. تر دې زیات د نارینه وو له شهوته ډکو کتو څخه ځورېده؛ خو مور مې هېڅکله تسلیم نه شوه او خپلې لارې ته یې دوام ورکړ.
ښه مې په یاد دي، مور مې کله زه او ځینې وختونه زما مشر ورور پلي یا هم په غېږ کې څو کیلومتره له ځان سره بېولو، تر څو پر لاره له پېغورونو او وهلو خوندي پاتې شي. مور مې په یوه نادولتي بنسټ کې کار پیدا کړ او په پټه یې دنده ترسره کوله، تر څو په لږ معاش سره ژوند پرمخ بوځي.
زموږ ژوند د مور په سختو زحمتونو او ستونزو ګاللو له تیاره ورځو د رڼا پرمخ روان و، موږ د انسانیت او محبت درس له خپلې مور څخه زده کړ؛ داسې ښځه چې ښکلا او ځواني يې د خپلو بچیانو لپاره له لاسه ورکړه او هر څه یې وګالل تر څو موږ درس ووایو، پرمختګ وکړو او د ځان لپاره غوره راتلونکی جوړ کړو.
له هغې وروسته چې زما ماما پيلوټ شو، مور مې تل هیله لرله چې د کورنۍ یو غړی یې خبریال شي. ما له خبریالۍ سره علاقه لرله او له همدې څانګې فارغ شوم، د فراغت جشن پر شپه له دې امله چې د مور هیلې په پوره کولو بریالی شوی وم، له خوښۍ په جامو کې نه ځایېدم.
سختې ورځې د یوه ناوړه خوب په شان تېرېدې، زه او ورور مې په دندو وګومارل شو او ژوند مو بدل شو. زموږ اقتصادي امکانات او سوکاله ژوند د مور د هڅو پایله ده، چې بچیان یې په کړاوونو سره رالوی کړل او له ټولو ستونزو او بدبختیو سره سره یې زموږ د سوکالۍ لپاره هڅې وکړې.
کله چې پر تېرو وختونو فکر کوم، دې پایلې ته رسېږم، که مې مور کار نه کولای او ستونزو ته تسلیم شوې وای، زموږ او د کورنۍ وضعیت به اوس بل ډول و. اوس درک کوو، چې ښځې د هوس له مخې کار کولو ته نه ځي؛ بلکې خپلو بچیانو ته د نفقې پيدا کولو لپاره کار کوي.
کاشکې یوه ورځ ټول دې پایلې ته ورسېږو، چې د ښځو د کار او فعالیت مخه ونه نیسو.