۸صبح، کابل: په بدخشان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې شپږ کسان د یوه قهوهيي رنګه ایږ «خرس» د ښکار په تور نیولي دي.
په بدخشان کې د چاپېریال ساتنې رییس فیضالرحمان ابراهیمي پنجشنبه د لړم پر ۲۴مه ویلي چې دا کسان د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د ابراهیمي په خبره، دغو کسانو درې ورځې مخکې یو ایږ ښکار کړی او له مړي سره یې یادګاري عکس اخیستی و.
نوموړي زیاته کړې چې د وحشي ژویو پر ښکار بندیز دی او نیول شوي کسان به «مجازات» شي.
د یادونې ده چې پروسږکال د نورستان اوسېدونکو یو تور نایابه ایږ ټپي او اسیر کړی و.





