۸صبح، کابل: قرغزستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د قرغزیانو د ستونزو د حل په موخه بدخشان ته له روغتیايي کڅوړو سره د مرستهرسوونکو یو ټیم استولی دی.
اېکېای پرېس سهشنبه د تلې پر ۲۴مه لیکلي چې د قرغزستان د کار، ټولنیز خوندیتوب او کډوالۍ وزیر مرستیال، دارونکول اولو په مشرۍ دا مرستهرسوونکی ټیم بدخشان ته رسېدلی دی.
د راپور پر بنسټ، دا ماموریت د قرغزستان ولسمشر، سادیر جپاروف په امر ترسره شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه ټیم په بدخشان کې له ځايي طالب مسوولانو سره د دغه ولایت د مېشتو قرغزیانو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په هکله خبرې کړې دي.
د زړه او غاښونو او همداراز د نسایي او زېږون متخصصین په دې مرستهرسوونکي ټیم کې شامل دي.
په تېرو څو ورځو کې دوی د ۱۹۵ ښځو او ۱۸۰ ماشومانو په ګډون ۷۵۵ کسانو ته روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کړې دي.
په راپور کې څرګنده شوې چې دغه ټیم د بدخشان قرغزيانو ته د ساري ناروغيو د تشخيص او د غواګانو، پسونو او وزو د درملنې په برخه کې روزنه ورکړې ده.
قرغزيان د افغانستان په اقلیتونو کې شمېرل کېږي او د بدخشان د پامير غرونو په لمنو کې ژوند کوي چې ډیری یې د څارویو پر پالنې بوخت دي.





