۸صبح، فاریاب: د افغانستان له شمالي ولایت فاریاب څخه سیمهییزې سرچینې وایي، چې یو کس له لفظي شخړې وروسته د خپلو وروڼو له خوا وژل شوی دی.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دغه ۳۴ کلن سړی عبدالخلیل نومېده او یکشنبه مازدیګر د مرغومي پر اتلسمه نېټه د قیصار ولسوالۍ په کوهي کلي کې د خپلو دوو وروڼو له خوا وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا عبدالخلیل د ځمکې پر سر له خپلو دوو وروڼو سره له لانجې وروسته په چاړې سره وژل شوی دی
فاریاب کې طالبانو د دې پېښې په تایید د عبدالخلیل د قتل د عاملانو له نیولو خبر ورکړی دی.
دوې ورځې مخکې هم فاریاب کې دوه کسان به جلا جلا پېښو کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شول.